۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

په هلمند کې د مرکزي محبس نويې ودانى گټې اخيستنې ته وسپارل سول







په هلمند کې د مرکزي محبس نويې ودانى گټې اخيستنې ته وسپارل سول
دغه ودانى د سه شنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ کې چې د عدليې وزارت د محبسونود عمومي ريس ډگرجنرال اميرمحمد جمشيد،د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انگار او يوشمير نوروکورنيو او بهرنيومسؤلينوپکې گډون درلود د پټى په پريکولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
د عدليې وزارت د محبسونوعمومي ريس ډگرجنرال اميرمحمد جمشيد وويل چې ياده وداني د هلمند د ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي په مالي مرسته د دوه کلونوپه موده کې ددرى نيم مليونه امريکايي ډالروپه لگښت په عصري اونړيوال معيارجوړه اوټولې هغه آسانتاوې پکې په پام کې نيول سوې دي چې د زندانيانو لپاره اړينې دي.
نوموړي د هلمند مرکزي محبس يوزندان نه بلکې يوښوونيزمرکزيې وباله اوله بهرنيومرسته کوونکوڅخه يې مننه وکړه اوغوښتنه يې ترې وکړه چې د ښځينه اوماشومانولپاره هم د ځانگړوځايونود جوړولوپه برخه کې مرسته وکړي.
د هلمند د مرکزي محبس نويې ودانى په ١٢بلاکونوکې جوړه سوې چې هربلاک يې ١٢خونې اوعصري تشنابونه لري.
په دې محبس دا مهال ٨٣٤ تنه زندانيان چې شپږتنه يې ښځې اواته تنه ماشومان دي ځاى پرځاى کړى سوي اوله دې جملې څخه ٤٤٧ تنه سياسي اوپاتې يې جنايي بنديان دي چې پکې د بند شپې ورځې تيروي.
دغه محبس شاوخوا څلويښت کاله وړاندې د وخت د حکومت لخوا په خامه ډول جوړسوى و.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر