۱۳۸۸ مرداد ۳۰, جمعه

په لښكرګاه دانتخاباتوپه ورځ ديوې لګېدلي توغندۍ له امله ديوه شهيدسوي ماشوم له كورنۍ سره نقدي او دخوراكي توكومرسته وسوه.



دجمهوري رياست اوولايتي شوراګانودانتخاباتوپه ورځ په لښكرګاه ښاركي دوطن ددښمنانولخوا په يوې توغول سوي توغندۍ كي ديوه شهيدسوي ماشوم اويوه ټپي له كورنۍ سره هلمندوالي محمدګلاب منګل دكتني پرمهال دجمهوررئيس حامدكرزي دخواږۍ پيغام ورساوه اوورسره يې دنقدي اوخوراكي توكومرستي سربېره ديوې نمرې مځكي دوركړي ژمنه هم وكړه.
دغه ماشوم تېره ورځ پربايسيكل له خپل مشرورورسره وو چي توغندۍ پرې ولګېده اوځاى پرځاى يې خپله ساه حق ته وسپارله.
هلمندوالي ، ،په ولسي جرګه كي دخلكواستازي نسيمې نيازى اويوشميردولتي مسئولينودقربانيانوله كورنۍ سره دكتني پرمهال په فاتحه كي هم برخه واخيسته او دې كورنۍ ته يې ژمنه وركړه چي ټپي كس به يې ژرترژره دتداوۍ لپاره دكورنيوچارووزارت لخوا بهرته واستوي.
هلمندي مسئولينوله نوموړۍ كورنۍ سره غمشريكي وكړه اوډاډيې وركړچي له هيڅ ډول مرستي څخه به درېغ نه كوي .
هلمندوالي دطالبانولخوا پدې وروستيوكي دماينونواوتوغنديو پوسيله دملكي خلكووژني ته په اشاره وويل چي دوطن دشمنان تل دبيګناه ماشومانواوښځوپه وژنه كي لاس لري اونه غواړي چي خلك په سوله كي ژوندوكړي.
داپداسي حال كي ده چي تېره ورځ دوطن دښمنانوپه هلمنداونوروولاياتوكي هڅه وكړه چي انتخاباتوګډوډ كړي خوټول افغانستان اوهلمندكي په زرګونوزرګونوځوانانو،سپين ږيزوه تورسرو په ټاكنوكي په خورا ليوالتيابېله كوم ګواښه برخه واخيسته.اودښمن په ټول قوت سره ونه توانېد چي دخلكودارادې مخه ونيسي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر