۱۳۸۸ شهریور ۷, شنبه

دلښكرګاه ښاركارته لګان لېسه كي دېونوي ودانۍ دبنسټ ډبره دهلمندوالي يوشميردولتي مسئولينولخواكښېښودل سوه



دلښكرګاه ښاركارته لګان لېسه كي دېونوي ودانۍ دبنسټ ډبره دهلمندوالي يوشميردولتي مسئولينولخواكښېښودل سوه.
سردارمحمد سروري
دشنبي په ورځ دلښكرګاه ښاردكارته لګان په ليسه كي ديوي نوي وداني دجوړيدوډبره په داسي حال كي كښيښودل سو ه چي هلمندوالي محمدګلاب منګل دولايتي شوراريس محمدانوراوددولتي اداروريسانوهم برخه لرله
دغه ودانۍ چي شپاړ س درسي خوني اونورملحقات لري دډنمارك هيواد د دري سوه پنځوس زره امريكايي ډالروپه لګښت دڅوارلسومياشتوپه اوږدوكي په پاخه اواساسي ډول جوړيږي.هلمند والي محمدګلاب منګل
ددې دوه پوړيزي ودانۍ دبنسټ دډبري اېښودلوپرمهال وويل ددي سيمي خلكوورته پدې اړه پېشهادونه كړي وه چي دادى اوس ددوى داولادونولپاره دغه ودانۍ دډنمارك ددوست هيوادپه مالي مرسته جوړيږي ترڅوهغه ستونزي چي مخكي زده كوونكودرلودې هواري سي.
ديادولووړده چي دډنمارك هيواد په هلمندكي ديولسوښوونځيولپاره دودانيودجوړېدودمرستي ژمنه كړې چي ياده ودانۍ هم دهغې له جملې څخه شميرل كيږي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر