۱۳۸۸ مرداد ۲۸, چهارشنبه

په هلمندولايت كي داسداته ويشتمه يا دهېواد دخپلواكي دبيرته اخيستلو نوي يمه كليزه د يولړشانداره مراسيمو په ترڅ كي ولمانځل سول .۲۸/ ۵/


په هلمندكي داسديازمري داتويشتمه يا دهېواد دخپلواكي دبيرته اخيستلو د نوي يمه كليزه مراسيم چي دولايت دمقام دغونډو په تالار كي جوړسوي پكي هلمندوالي محمدګلاب منګل ، په مشرانو جرګه كي سناتور شيرمحمداخندزاده ، په ولسي جرګه كي دهلمنددخلكو استازي نسيمه نيازي ، ددولتي ادارو ريسانو ، دولايتي شورا غړيو ، علماي كرامو قومي مشرانو سپين ږيرو روشنفكرانو او عامو خلكو ګډون درلود. 
په پيل كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل داورځ دافغانانو لپاره ترټولوغوره ، خوشحاله او دافتخارڅخه ډكه ورځ وبلل ده زياته كړه چي ددي ورځي لپاره افغانانو زياتي قرباني وركړي دي ترڅو خپل هېواد ته يي دازادي وياړ ورپه برخه كړ. 
ښاغلي منګل ځكه راتلونكي انتخابات دافغانانولپاره دخوشحاليواوبرياو ډك وباله چي ترانتخاباتو يوه ورځ وړاندي دهېواد دخپلواكي دبيرته اخيستلو دخوشحالي په مراسيموكي يي افغانان خوښ وليدل . 
هلمندوالي روښانه كړه چي سبا ورځ دافغانستان دسرنويشت ټاكلو ورځ ده هرافغان بايد په پوره غور اودقيق سره خپله رائه داسي كس ته استعمال كړي چي هغه ددي هېواد او ددي مظلوم اولس لپاره دخير اوښي ګڼي شخصيت وي .
هلمندوالي پرټول هلمندي اولس ږغ وكړه چي په ډاډه زړه دي دسباورځي په ټاكنو كي برخه واخلي اودخپلي خوښي كانديدته دي رائيه وركړي ده روښانه كړه چي امنيتي ځواكونو ددې ورځي لپاره پوره امنيتي ترتيبات نيولي دي هڅ څوك نسي كولاي چي حالات ګډوډكړي .  
ورپسي په مشرانو جرګه كي سناتورشيرمحمداخندزاده دغونډي برخوالوته ددي وياړلي ورځي په اړه معلومات وړاندي كړه .ويي ويل داورځ دافغانانو دسرپه ښندولو او وينو په تويولو ګټل سوي ورځ ده چي باشهامته افغانانو دخپلو وينو په ګټولو سره هېواد ته ازادي ورپه برخه كړي ده .
ده هغه كسان دافغانانو دښمنان وبلل كوم چي دافغانستان تركي او پرمختګ نه غواړي اوافغانان نه پريږدي چي خپله رائيه په ډاډه زړه استعمال كړي اوهغه يي د دهشت ګرپه نوم ياد كړل .  
بيا په ولسي جرګه كي دهلمنددخلكو استازي نيسمه دغونډي برخوالو ته دخپلو خبروپرمهال ټولو افغانانو په ځانګړي توګه هلمندوالوته ددې وياړلي ورځي مباركي وويل او دايي دټول افغانانو لپاره دافتخارڅخه ډګه ورځ وبلل. 
اغلي نيازي دخلكو څخه غوښتنه وكړه چي دسباورځي په انتخاباتو كي په ډاډه زړه برخه واخلي او دخپلي خوښي كانديدته رائيه وركړي . 
بيادارشاد حج او اوقافو ريس قاري مختاراحمدحقاني ، دبريښناه ريس اهل الله عبيدي ،قومي مشرانو عبدالاحدهلمندوال ، ظاهر خان او يوشمير نورو په وارسره ددي وياړلي ورځي په اړه ارزښتناكه ويناوي وكړي او دټولو هلمندوالوڅخه يي غوښتني وكړي ترڅو په پراخه پيمانه دسباورځي په ټاكنو كي برخه واخلي ، 
غونډه وطن ته دابادي په دوعايه ويناه پاي ته ورسيده .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر