۱۳۸۸ مرداد ۱۵, پنجشنبه

په هلمندكي به دګڼوبزګروسره مرسته سوي ترڅودكوكناروپه عوض غنمواوباغدارۍ ته مخه كړي.


په هلمندكي به دګڼوبزګروسره مرسته سوي ترڅودكوكناروپه عوض غنمواوباغدارۍ ته مخه كړي.
دغه ټكۍ په هغه غونډه كي څركندسو چي دهلمندوالي په مشرۍ دكندهارپه ولايت كي دكرني دوزير،دپنځوسويلي ولاياتود واليانواوبهرنيومرستندويانوداستازوپه ګډون جوړه سوې وه.
خبر:-------------------------------
په جنوب زون كي دكرهني دپرمختګ لپاره دجوړي سوي ملي ستراتيژۍ ارزونه دافغانستان دكرني اومالدارۍ دوزيرمحمدآصف رحيمي،هلمندوالي محمدګلاب منګل ،دسويلي زون واليانو لخوا ديوې غونډي پرمهال چي دهلمندوالي په مشرۍ جوړه سوې وه وسوه .
پدي غونډه كي چي د کرنې د پرمختيا په موخه د پنځو سوېلي ولايتونو ،زابل،ارزګان دايكندي،كندهار،هلمند د واليانو، د کرنې، ماليې، دکليو دپراختيا، اوبو او برېښنا وزارتونو د استازيو، د مرستندويه ټولنو او بهرنيو هېوادونو استازيو هم برخه لرله.

دغه غونډه تېر مازيګر ناوخته، په کندهار هوايي ډګر کې جوړه شوې وه.


د غونډې اجنډا په سوېلي ولايتونو کې د کرنې پرمختيا ،دكرني ، ،دسړكونوبيارغونه،بزګرانوته تخنيكي ښودني،داوبودسيستم جوړونه،دباغدارۍ ترويج، او په دې برخه کې د حکومت، نړيوالې ټولنې او مرستندويه ټولنو ترمنځ همغږي او انکشاف و.
ترغونډي وروسته دكرني اومالدارۍ وزير،هلمندوالي محمدګلاب منګل ،په سويلي زون كي ديونامامشر اوپه دې حوزه كي دآيساف عموي قوماندان په يوه خبري ناسته كي برخه واخيسته اوخبريالانوته يي هراړخيزمعلومات وركړل.
د کرنې وزير محمد اصف رحيمي وويل، چې د کرنې د پرمختيا په موخه د جوړې شوې ملي ستراتېژۍ له مخې به، د هېواد دنورو برخو ترڅنګ د سوېلي حوزې د ولايتونو کرنه او مالداري ډېره وده وکړي.



هغه زياته کړه، چې دغه ملي ستراتېژي د اپرېل په ١٩مه، د نړيوالې ټولنې له لورې منل شوې، چې ٤ عمده برخې لري.

نوموړى وايي چې په ياده شوې ستراتېژي کې د طبيعي سرچينو بيارغونه، د حاصلاتو اخيستنه، بازار موندنه، د مرکز، ولايتونو او ولسواليو په کچه بنسټيز ريفورم شامل دي.



د ښاغلي رحيمي په خبره، په غونډه کې د کندهارد اوبو د زياتوالي په موخه د دهلې د بند د جوړونې، د غنمو کمپاين، کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو او کېمياوي سرې د وېش په اړه خبرې وشوې.



د هغه په وينا، د جوړو شويو پلانونو له مخې به د سوېلي ولايتونو پر کروندګرو سلګونه زره مېوه لرونکي نيالګي ووېشل شي، ترڅو نوي باغونه جوړ او انکشاف وکړي.



نوموړي دغه راز وويل چې کرنيزو حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې به له ګاونډو هېوادونو سره اړيکې نورې هم پراخې شي، چې له مخې به يې هېوادني محصولات له بېروکراسۍ پرته نړيوالو بازارونو ته لاره پيدا کړي.



د کرنې وزير زياته کړه، چې د اوبو د سرچينو د پراخولو لپاره به د هېواد په کچه په سلګونو لوى او واړه بندونه جوړ شي او کېداى شي، چې په دې برخه کې نړيواله ټولنه په راتلونکيو پنځو کلونو کې له ٢ تر ٣ ميليارډو ډالره پانګونه وکړي.



د هلمند والي محمد ګلاب منګل رسنيوته وويل، چې سږ کال په دې ولايت کې تر اړتيا زيات د غنمو حاصلات شوي، چې د کرنې وزير يې له خلکو څخه په وړ بيه د رانيولو ژمنه کړې ده.



نوموړي هيله وښودله، چې د نوې ستراتېژۍ له مخې به په هلمند کې له يوه پلوه د کوکنارو د کرلو کچه را ټيټه شي، خلک به مشروع کښت ته وهڅېږي او د دې تر څنګ به دمېوه لرونکيو نيالګيو په وېشلو سره د باغدارۍ کچه هم لوړه شي.



ښاغلي منګل د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، هغه سيمې چې د وروستيو عملياتو له لارې د دولتي ولکې لاندې راغلې، په لنډ مهالې توګه په کې د پيسو په بدل کې کارونه پيل شوي، چې په زرګونو ملکي خلک يې بوخت ساتلي دي.



د هغه په وينا، له دې لارې خلک دا توان پيدا کوي، چې ورانې شوې ويالي پاکې کړي او د مني کښت ته ځانونه اماده کړي.



خو نوموړي دا هم وويل چې په هره چاڼ شوې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه پاتې کېږي او ورسره جوخت د کرنې د پرمختګ، دسړکونو د پخولو، دويالو او کارېزونو د کارولو اوږدمهالې پروژې هم پيل کېږي، ترڅو خلکو ته د ژوند اسانتياوې برابرې شي.
هلمندوالي دخبري ناستي پرمهال وويل چي پدې ولايت كي يوه بله ولسوالي به ډيرژردولت دمخالفينوڅخه پاكه سي اوهلته به دولتي خدمات پيل سي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر