۱۳۸۸ مرداد ۲۹, پنجشنبه

دهلمندولايت په ناوي ولسوالي کي به نورهم دامنيت دټنګښت سره جوخت ګڼي دبيارغوني پروژي پلي اوخلکوته به دکارکولوزمينه برابره سي داټکي هلمندوالي اوورسره





ياده غونډه چه دناوي ولسوالي دمرکزي جامع جومات په انګړکي جوړه سوي وه پکي هلمندوالي محمدګلاب په هلمندکي دملي اردوددوه سوه پنځم اتل قول اردوددريمي پلي لواقوماندان جنرال محي الدين غوري دملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم امينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددارشادحج اوقافوريس قاري مختاراحمدحقاني دکليودبيارغاوني اوپراختياريس محمدعمرقانع دامريکايي مرين ځواکونوقوماندان لاريدي نيکولسن ناوي ولسوال عبدالمناف 
 اوپه سلګونوتنوعامووګړوګډون کړي دغونډي دپيل پرمهال دناوي ولسوالي قومي مشرانوحميدالله خان اومعلم شاولي خان دغونډي برخوالوته ويناوي وکړي ويي ويل ددي ولسوالي خلک دهرڅه نه مخکي امنيت ته سخته اړتيالري داځکه چه په دي ولسوالي کي دامنيت دخرابوالي له وجهي زيات خلک دستونزواومشکلاتوسره مخ دي دوي زياته کړه که چيري په دي ولسوالي کي دپخواپه شان امنيت ټينګ واي داوسوالي به دهلمندولايت په ټولوولسواليوکي دپرمختګ اوپشرفت دنګاه څخه يوه بيلګه ګڼل کيداي همدارنګه نوموړوپه ياده ولسوالي کي دلوړوپړوچارواکوڅخه دباتجربه اوروزل سوپوليسوغوښتنه وکړه ويي ويل يادي ولسوالي ته داسي پوليس راواستول سي چه واقعادخپلوخلکودخدمت کولومصدروګرځي.
په هلمندکي دملي اردوددوه سوه پنځم اتل قول اردوددريمي پلي لواقوماندان جنرال محي الدين غوري په خپلوخبروکي روښانه کړه په هغه هيوادکي چه دوګروترمنځ يي ديووالي اوورورولي مزي ټنګي نه وي تل به وران ا وګړي به يي دناامنيوښکارسوي وي ښاغلي غوري پرټولووطنوالوږغ وکړچه نورورورته ورورواياست اودټوپک په ځاي قلم ته مخه کړي ويي ويل که چيري تاسوپه اتحاداويووالي سره ژوندوکړي هيڅکله به ددي هيواددښمنان ونه توانيږي چه خپل شومواوناروااهدافوته ورسيږي.
دملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم امنيت يوالهي امانت وباله زياته يي کړه چه په هيوادکي هرڅه پرمختګ اوپيشرفت دامنيت په ټنګښت کښي نغښتي دي 
ده وويل که چيري موږاتفاق اويوولي ونه لروتل به دبدخيتيواوناامنيوپه دام کښي شکيل اوهيوادبه مودتل لپاره وران اوويجاړوي.
هلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادپه دي ولسوالي کي دامريکايي سمندري ځواکونودفعاليتونوستاينه وکړه ويي ويل چه پدي ولسوالي کي دڅه مودي راپه ديخوا ډاډمن امنيت رامينځته سويدي ده داهم وويل چه ناوي ولسوالي ته به دخلکودعامه نظم دساتولوپه موخه دسل نه تردوه سوه پوري نورروزل پوليس واستول سي ترڅوپه دي ولسوالي کي په بشپړه توګه خلکوته دهوسااوارام ژوندکولوزمينه برابره سي همدارنګه ښاغلي شيرزادددي ولسوالي دقومي مشرانوغوښتنه وکړه چه قومي مشران دي خپل صالح اولادامنيه قومانداني ته معرفي کړي چه دخپل ولس نه په کلکه دفاع اوساتنه وکړي .
دامريکايي سمندري ځواکونوقوماندان لاري ډي نيکولسن وويل امريکايي ځواکونه دملي اردواوملي پوليسوسره يوځاي ددي ولسوالي دخلکولپاره دامنيت دټنګښت په موخه په دنده بوخت دي اويوځاي ددښمن پروړاندي په يوه سنګرکي خپل وظيفه سرته رسوي ده وويل ددښمنانودځاي پرځاي سومينونودچاودنولکبله دناوي ولسوالي پنځه څلوويښت تنوته مرګ ژوبله اوښتي ده چه لس تنه يي شهيدان پنځه ويشت تنه زخميان سوي چه ددولس تنوتداوي ترسره سويده نوموړي په دي برخه کي دخلکوهمکاري ضروروبلل اوويي ويل چه ترهغه وخته به امريکايي مرين ځواکونه دلته ميشت وي ترڅوپه دي ولايت کي په بشپړه توګه خلک دسولي اوارامي دسترنعمت څخه برخمن سي .
همدارازهلمندوالي محمدګلاب منګل زياته کړه ناوي ولسوالي هغه ولسوالي ده چه ده څه موده وړاندي طالب وسله والونفوذپکي ډيرسوي واوپه دي ولسوالي کي يي ډيري وګړي دستونزواومشکلاتوسره مخ کړي وده وويل چه دامنيت دټينګښت سره جوخت به وخلکوته ګڼي دبيارغاوني پروژي پلي سي ويي ويل ددي ولسوالي لپاره نهه څلويښت پروژي ځانګړي سويدي چه له دي جملي څخه دڅلوديرش پرژوکارتکميل سوي پنځلس پروژي ترکارلاندي اوددونوروپروژوکاربه هم په نژدي راتلوونکي کي پيل سي اوهمدرنګه سل ټنه غنم به هم ددي ولسوالي دجنګ ځپلووګړولپاره واستول سي ښاغلي منګل دملي پيوستون دپروګرام يادونه وکړه ويي ويل چه ددي پروګرام په تطبق کولوسره به ځيني بيارغنيزي پروژي پلي سي اوخلکوته به دکارکولوزمينه برابره سي 
نوموړي دطالب وسله والونه دملي مصالحي دپروګرام له لاري غوښتنه وکړه چه خپله وسله پرځمکه کښيږدي اودخپل اسلامي دولت سره يوځاي دي دخپل هيوادنه دفاع وکړي.دغونډي وروسته هلمندوالي اوورسره پلاوي دکلينک اودناوي ولسوالي دځينودکاندارانوڅخه دنژدي ليدنه وکړه چه دليدني پرمهال ددکاندارانوعمده ستونزي واوريدل سوي اودحل لپاره هلمندوالي دهغوي دستونزودحلوولوپه هکله ورته ډاډورکړ.
په دي ولسوالي کي دتيروکلنوپه پرتله سږکال دکوکناروپه کښت کي شپيته سلنه کموالي راغلي  



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر