په هلمندولایت کی دوه سوه تنه پولیس په داسی حال کی دمسلکی زده کروڅخه برخمن کیږی چه څه موده وړاندی هم یوه 70 کسیزه قطعه پولیس دهرات ولایت څخه دپوره زدکړی سره هلمندولایت ته راوره سیده سردارمحمد ( سروري )
دهلمنددامنيه قومانداني 200 تنه پولیس چه دڅه مودی راهیسی په مسلکی زده کړوبخت وه دچهارشنبی په ورځ دیوی غوندی پرمهال دفراغت سندونه په داسی حال کی ورکول سوه چه دولایت مرستیال عبدالستارمیرزکوال دکورنیوچارودوزارت دتعلم اوتربیی د لوی ریس پاسوال گل نبی احمدزی سره سره ددولتی ادارومسلین هم حاضروه
په پیل کی دکورنیوچارودوزارت دتعلم اوتربیی لوی ریس پاسوال گل نبی احمدزی دپولیسودزده کړی ددی بهیرڅخه خوښی وښوده ده وویل لكه څنګه چه دپولیس شعاردی پولیس دتولنی خدمتگارنوتاسوبایددخپلوهیوادوالوپه خذمت کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی ترسره کړی ښاغلی احمدی زی پرپولیسوږغ وکړترڅوپه راتلونکوټولټاکنوکی دخلگولپاره دښه امنیت د زمینی دبرابرولوترڅنگ به تاسوخپله اسلامی وجیبه سرته رسولی وی
دولایت مرستیال عبدالستارمیرزکوال یادی غونډی ته دخپلوخبروپرمهال د200 کسیزی قطعی دپولیسوڅخه دخوښی په ښودلوسره یی دپولیسوڅخه وغوښتل چه تاسوبایددخپل وطن خاوری اوخلگوساتنه وکړی ترڅوخلگ ارام اوهوساژوندولری
شاغلی میرزکوال زياته كړه چي دپولیسودقوی کولواومسلکی زدکړودسرته رسولوسره یی پولیس دپرمختگ په حال کی دي اوپه نظامی جوړښت کی یی دپولیسوخذمتونه وستایل همدارنگه ښاغلی میرزکوال دپولیسوڅخه غوښتنه وکړه چه دخلگودسرمال اوناموس ساتنه په ښه توگه ترسره کړی
دغوندی په ورستیوکی یادو 200 تنوپولیسوته دولایت دمقام دمرستیال عبدالستارمیرزکوال دکورنیوچارودوزارت دتعلم اوتربیی لوی ریس پاسوال گل نبی احمدزی اوددولتی ادارومسولینولخوا دفراغت سند ونه وركول سول
۲۱\۵\۱۳۸۸
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر