۱۳۹۳ آذر ۱۸, سه‌شنبه

عزیزي :په هلمندکې دتیرکال په پرتله دکوکناروکرکیله دري سلنه زیاته سوی ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۹—
په هلمندکې دتیرکال په پرتله دکوکناروکرکیله دري سلنه زیاته سوی ده .
دنشه یې توکوسره دمبارزي ولایتي چارواکې وایې سږکال په هغه سیموکې هم کوکنارکرل سوي دي چې په تیروکلونوکې یه کچه صفروه .
پرهمدي مهال ددې ولایت اوسیدونکې وایې ددولت دنه پاملرنې ،دکرنې په برخه کې دلاظمومرستونه ورکړه ،دمحصولاتوته یې د بازارنه موندنې ،ددې لامل سوچې یوځل بیادکوکنارودکرکیلې کچه لوړه سوه .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دنشه یې توکوسره دمبارزې رئیس محمدلعل عزیزي وایې دتیرکال په پرتله سږکال دکوکناروپه کرکیله کې درسلنه  زیات والی راغلی دی .
هغه وایې ددې ولایت په یوشمیرجنوبي ولسوالیوکې چې تیرکال دکوکنارکچه صفروه خوسږکال کرونده ګرویوځل بیادکوکناروپه کرلولاس پورکړی دی ،نوموړی زیاته وي دیوي ترسره سوي سروې لمخې په روان کال کې دټول هلمندپه کچه په څه باندي سل زره هکټاره ځمکه کوکنارکرل سوي دي .

هغه وایې داچې یاده ستونزه ډیره سوې ده نودوی هم اوس مهال په پنځوولسوالیوکې دکوکنارودعامه پوهاوي برخه کې غونډي پرمخ وړي دي ،دده په خبره دکوکنارودزیاتیدولامل په دې ولایت کې روانې ناامنۍ دي چې اوس مهال هم په شمالي هلمندکې دوام لري .
خوپرهمدي مهال بیاددې ولایت یوشمیراوسیدونکې وایې ددولت دنه پاملرنې اوکړوژمنونه عملې کولوله امله اوهمدارنګه داصلاح سووتخمونو،کیمیاوي سرودنه ورکړي دوی مجبورسوله چې یوځل بیاپه خپلوځمکوکې دکوکناروکرکیله وکړي .

دوی وایې که دولت کړوژمنوته دعمل جامه وراغوستې وایې اویایه هم ددوی محصولاتوته دبازارموندي په برخه کې مرسته کړی وایې دوی اړنه وه چې یوځل بیاپه خپلوکروندوکې دکوکناروکښت وکړي .

که څه هم هلمند دافغانستان یوله هغه ولایتونوڅخه دې چې هرکال پکې په زياته اندازه نشه يي توکي توليديږي خونوي اندیښنې دادي چي  ویل کیږي له تیرکال راهیسې په دې ولایت کې په کال کې دوه اویاهم درې ځله کرونده ګردکورکناروکرکیله کوي  اوداهم ویل سوي دي چې محصلاتویه هم ښه نتیجه ورکړې ده .

۱۳۹۳ آذر ۱۷, دوشنبه

په هلمندکې په لومړې ځل یوه ۱۶کلنه نجلۍ دنامعلوموکسانولخوادتیزابوپه شندلواوچړووهلووژل سوې ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۸—
په هلمندکې په لومړې ځل یوه ۱۶کلنه نجلۍ دنامعلوموکسانولخوادتیزابوپه شندلواوچړووهلووژل سوې ده .
په دې ولایت کې دبست روغتون مسولین وایې دوژل سوي نجلۍ مری تیره ورځ ناوخته دلښکرګاه ښاراړونده دبشران په سیمه کې دپولیسولخواموندل سوی دی چې وروسته روغتون ته راوړل سوی دی .
په هلمند کې دبشري حقونودخپلواکې کمیسون دځای دفترمسولینودغه عمل په کلکوټوکوسره وغندي اوداکاریې یونه بخښونکې عمل یادکړ.
دوی وایې په دې ولایت کې دتیرکال په پرتله دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه سوې ده .
بلخوا امنیه قوماندانې هم دپیښي خپلی کوي خوزیاته وي دوی یه اړه جدي پلټنې راپیل کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دبست ولایتي روغتون رئیس ډاکترنثاراحمدبارک وایې وژل سوي ښځه شاه اوخوا۱۶ کاله عمرلرې اوامیدواره هم ده چې تیره ورځ ناوخته یې دلښکرګاه ښاردبشران په سیمه کې جسدپه داسي حال کې وه موندل سوچې تیزاب پریشندل سوې وه ، په چړووهل سوې ده ،اوبیااورهم ورته سوی دی .
هغه وایې تراوسه نه خودوژل سوي نجلۍ خپلوان پیداسوي اونه هم تراوسه دویته چاه دوژل سوي نجلۍ دجسدوړلوته راغلي دي .

هغه وایې که څه وړاندي تردي یادروغتون ته دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي دبیلابیلوپیښوقربانیان راوړل سوي دي خودالومړی ځل دي چې دوی له دغه ډول پیښي سره مخامخ کیږي .
پرهمدي مهال دبشري حقونودولایتي دفترمشرمحمدبلال صدیقي که څه هم یادعمل په کلکه غندي خوزیاته وي دوی هڅه کوي چې دوژل سوي نجلۍ دوژل کیدواڅرنګوالی اویاهم دکورنۍ کسان یې پیداکړي .
هغه وایې تراوسه له دوی سره دښځوپروړاندي دتاوتریخوالې ۲۵۲ پیښې ثبت سوي دي په داسي حال کې چې په تیرکال کې له دوی سره ۳۳۰ پیښي ثبت سوي وې .


هغه وايی په هلمندکې دتیرکال په پرتله د ښځوپه وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه سوې ده په داسې حال کې چې څه موده مخکې د ښځوچارورياست هم د ښځوپه وړاندې د تاوتريخوالي دزياتیدوله امله سخته اندیښنه وښوده ،چې لاملونه یې دوی بيسوادي،د نشه يي توکواستعمال ،بي کارې ،اوپه دغه برخه کې دعامه پوهاوي دکچي ټیټوالی په ګوته کړ.

دهلمندځوانان وایې ولسمشردملیونونوافغانانوملي هویت افغانیت، اواساسي قانون ته درناوی نلري .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۸—ا
دهلمندځوانان وایې ولسمشردملیونونوافغانانوملي هویت افغانیت، اواساسي قانون ته هم درناوی نلري .
دوی وایې که ولسمشرخپله هغه فیصله چې په پژندپاڼوکې دي دافغان کلمه نه وي وانخلي دابه په تاریخ کې دیوه ولسمشرستره جفااونه هیردونکی ظلم وي .
دغه ځوانان وایې که یه دیادظلم دمخنیوي غوښتنه ونه منل سي نونه یوازي به په پراخولاریونونولاس پوري کړي، بلکې به دهغه کسانوپرضدکلکه مبارزه وکړي چې غواړي افغاني هویت ترپښولاندي کړي ،اونه به هم یادي پژندپاڼي ترلاسه کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندیوشمیرځوانانودیوي خبري ناستي پرمهال دولسمشره هغه فیصله داساسي قانون خلاف وبلل چې لمخي به یې په پژندپاڼوکې دافغان کلمه نه وي .
دوی وایې ولسمشرپه دغه کاردملیونونوافغانوملي هویت افغانیت ته درناوی ونکړ، اونه یه هم دهغویوپاکورایوته په درنه سترګه وکتل ،چې یه مټ یې دم ګړی دی ولسمشردی ،دوی غوښتنه کوي که ولسمشرخپله فیصله وانخلي دابه دملیونونوافغانوپرقانوني حق تیری وي.
دوی زیاته وي که یې ولسمشردغه غوښتنه ونه منې نه یوازي به دخپل قانوني حق دترلاسه کولولپاره په پراخولاریونونولاس پوري کړي بلکې به دهغه کسانوپرضدهم کلکه مبارزه راپیل کړي چې دغه سترظلم ته یې لاره هوارکړي ده.

هلمندمیشت ځوانان وایې دوی دټاکنوپرمهال په خورا سختوحالاتوکې داوسنې ولسمشرډاکټرمحمداشرف غني ترشاپه کلکه وه دریدل خودبریاپه نتیجه کي ولسمشرورڅخه قانوني حق اوملي هویت افغانیت هم ورنه واخیست ،چې دغه کارنه یوازي دوی سخت اندیښمن کړي بلکې غوصي یې هم راپاریدلې دي .

دوی وایې موږافغانانویواوهیچاته هم دااجازه نه ورکووچې زموږملي هویت لمنځه وړي ،اونه به هم هغه پژندپاڼې واخلوپه کوموکې چې دملي هویت ښکارندوی دافغان کلمه نه وي .
که څه هم په پيژندپاڼوکې دافغان کلمه راوړل په اساسي قانون کې دافغانانوحق بلل سوی دی خوهغه مهال په کوردننه دغه ناندرې یوځل بیاپه داسي حال کې راپورته سولې کله چې افغان ولسمشرپه پيژندپاڼوکې دافغان کلمې دلري کولوفیصله وکړه .


۱۳۹۳ آذر ۱۶, یکشنبه

صمیمي : دروانوناامنیوپه دوام په تیرودواونیوکې ۸۲ کسانوته مرګ ژوبله واښتې ده .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۷—
په هلمندکې دروانوناامنیوپه دوام په تیرودواونیوکې ۸۲ کسانوته مرګ ژوبله واښتې ده .
امنیتي چارواکې وایې که څه هم وسله والوطالبانوهڅه کوله چې دنوروولایتونوپشان په هلمندکې هم نامنې رامنځته کړي خودپولیسولخوایه ترډیره مخه نیول سوی ده ،چې دامنیتي ځواکونواودملکې کسانوپه مرګ ژوبله کې هم دوپام وړکموالی راغلی دی .
دوی همدارازډیرژرپه شمالي هلمندکې دپرتوناامنیودلري کیدوژمنه هم وکړه .
خوپرهمدي مهال یوځل بیادسنګین اوکجکې اوسیدونکومرکزي دولت په خپلوولسولیوکې په نه پاملرنه تورکړ،اوزیاته وي اوس هم دوی لګڼوامنیتي ننګونوسره مخ دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دامنیه قوماندانۍ دامنیت مرستیال مل پاسوال محمدویس صمیمي په یوه خبري ناسته کې وویل ددواونیوپه اوږدوکې وسله والوطالبانودپراخوبریدونوهڅې کړي وې خوپولیسویه مخه ونیول ،چې په یاده موده کې یه ۳۲ وسله وال طالبان وژلي ،۲۲ یې ټپیان کړي ،او۱۵ نوریې هم ژوندي نیولي دي .
هغه وایې ۱۷۵ کيلوګرامه نشه يي توکي،دوه عرادې موټر،۷ عرادې موټرسيکلونه او۱۲۹ کړۍ ماينونه هم پولیسوکشف اولمنځه وړي دي .

نوموړی وایې په یاده موده کې لس پوليس    اودوه ملکي وګړي وژل سوي،۱۵ پوليس او۱۴ ملکي وګړي ټپيان سوي هم دي ،خوپرهمدي مهال دسنګین اوکجکې ولسوالیواوسیدونکوپرمرکزي دولت ددوی ولسوالیوته دنه پاملرنې له امله تورپورې کړچې نه یوازي یه ځاني زیانونه لیدلې بلکې یه په پراخه کچه مالې زیانونه هم لیدلې دي خودولت ورته هیڅ رازپاملرنه نکوي .
ددوی په خبره اوس هم امنیتي ننګونې سته اوهم لویه لاره دوی پرمخ تړلې ده چې له ډیروسختوستونزوسره مخ دي .

که څه هم یادواوسیدونکوپه واروارپه خپلوسیموکې دامنیت غوښتنه کړې ده خوداځل امنیتي چارواکې ډاډورکوي چې ډیرژربه په سیمه کې دپراخوعملیاتوپه کولوسره سیمه ترامنیتي پوښښ لاندي راولي .



۱۳۹۳ آذر ۱۵, شنبه

دنوزاداوسیدونکې وایې دبهرنیوځواکونودوتلوسره سم په دې ولسوالۍ ناامنۍ دپام وړډیري سوي دي .


راپور—۲۰۱۴—۱۲—۶—
دنوزادولسوالۍ اوسیدونکې وایې دبهرنیوځواکونودوتلوسره سم په دې ولسوالۍ ناامنۍ دپام وړډیري سوي دي .
دوی وایې که څه هم اوس مهال له ګڼوستونزوسره مخ دي خوزیاته وي له تیروشپږومیاشتوراهیسې له سختوحالاتوسره مخامخ دي چې ډیری کورنۍ له خپلوکورونوڅخه کډه کولوته اړسوي دي .
چارواکې هم دغه ستونزه منې خوزیاته وي ډيرژربه دنوزادترڅنګ په نوروولسوالیوکې هم پراخ عملیات ترسره کړي ترڅوشته ناامنې له منځه یوسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددنوزادولسوالۍ اوسیدونکې وایې له کومه وخته چې بهرنې ځواکونه وتلې دي دوی له ګڼوناامنیوشاهددي ،چې نه یوازي یه کورنیوغړې دلاسه ورکړي دي بلکې دم ګړی په خپلومځکوکې کروندي هم نسي کولای ،دوی وایې که څه هم افغان ځواکونوعملیات ترسره کړي دي خوبیاهم ددوی په ژوندکې بدلون نه دی راغلی ،دوی همدارازپرمرکزي دولت هم تورپوري کړچې خپلوامنیتي ځواکونوته دوسلو،اوموهیماتوپه ورکړه کې خاصه پاملرنه نکوي.

پرهمدي مهال دهلمند دوالي مرستیال احمدمسعودبختورهم په نوزادولسوالۍ کې شته امنیتي ستونزي منې خوزیاته وي په لوړه کچه دامنیتي ځواکونولخواعملیاتي پروګرام جوړسوی ووچې له خنډسره مخ سو،ولي زیاته وي دم ګړی دملي دفاع اوکورنیوچارودوزارت سره یوځای کاربشپړاوډیرژره به پراخ چاڼیزعملیات پیل کړي چې نه یوازي به دنوزادولسوالۍ بلکې به په نوروشمالي ولسوالیوکې هم امنیت دډاډوړسي .
په ورته وخت کې دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم په نږدې راتلونکې کې په نوازکې دپراخوعملیاتوخبروکړهغه زیاته وي په شته ناامنه سیموکې به دامینتي ځواکونوپوستي هم ځای پرځای کړي.
دشمالي هلمندامنیتي ستونزي وروسته له هغه ورځ تربلې دډیریدوپه حال کې سوې کله چې دیادوولسوالیوڅخه بهرنې ځواکونه په بشپړه توګه ترې ووتل اوله شاه وخواشپږو میاشتوراهیسې پرنوزاد،سنګین،اوموسي کلا ولسوالیووسله والوطالبانوبریدونه وکړه چې لااوس هم څه ناڅه امنیتي ستونزي پرخپل ځای دی .


۱۳۹۳ آذر ۱۳, پنجشنبه

بختور:دملي دفاع وزارت دهلمند سره دموراومیرې چلندکوي

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۴—
دملي دفاع وزارت دهلمند سره دموراومیرې چلندکوي 
ددي ولایت چارواکې وروسته له هغه دغه تورپورې کوي چې څوورځې وړاندي دوسله والوطالبانوله لورې پرښوراب پوځې اډه وسله وال بریدوکړ،دوی وایې ولایت کې روانې جګړې دګاونډي هیوادونودڅارګرادارولخواپرمخ وړل کیږي خودملي دفاع وزارت هغه ډول وسلي اوامکانات دملي اردودځواکونوپه واکې نه دې ورکړي څنګه چې اړتیاده .
خوبلخوادوسلوال پوځ لوی درستیزشیرمحمدکریمي وایې ددولت وسله وال پورهڅه کوي چې په هلمندکې ناامنۍ ډیري کړي خوزیاته وي دوهم زیاته پاملرنه هلمندته رااړه ولې ده .
چارواکودغه ننګونې په هلمندکې د۲۱۵ میوندقول اردوته دنوي قوماندان جنرال دادان لونګ دپیژندنې دغونډي پرمهال وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندمرستیال والي احمدمسعودبختوروایې افغان دولت اوپه خاص ډول سره دملي دفاع وزارت دهلمندسره دموراومیرې چلندکوې، دغه څرګندونې وروسته له هغه راپورته کیږي کله چې څوورځې وړاندي دښوراب پرپوځې اډه وسله والوطالبانوبریدوکړچې پنځه ورځې یه په برکې ونیولې اوپرمهال ډیری دملي اردوځواکونوته مرګ ژوبله واوښته .
داپه داسي حال ده چې تیره ورځ دیادي قول اردوقوماندان تورنجنرال سیدملوک لري اوپرځایه بریدجنرال دادان لونګ په دنده وګمارل سو.
دافغانستان دوسلوال پوځ لوی درستیزشیرمحمدکریمي بیایوځل بیاله هغه ننګونونه پرده پورته کړه چې ګواګې وسله وال طالبان غواړي په هلمندکې روانه ناامنې دوامداره وساتې ،خوزیاته وي دوی هم داځل هلمندته پوره پام اړه ولی دی .

خوپرهمدي مهال د۲۱۵ میوندقول اردونوی قوماندان بریدجنرال دادان لونګ وایې دوی به په هلمندکې دوسله والوطالبانوپرضدکلکه مباریزه کوي ترڅودشته ټولوناخوالواوتیروتنومخه هم نیول سوي وي .


په هلمندکې وروسته له هغه دیادې قول اردونوی قوماندان په دنده پیل کوي چې ویل کیږي دپخوانې چارواکودنه پاملرنې له امله وسله وال دښوراب پوځې اډیته ننوتل اوډیری دملي رادوسرتیروته یې مرګ ژوبله واړه ول

۱۳۹۳ آذر ۱۲, چهارشنبه

روهي :دګرمسیرولسوالۍ پولیسویوموټربم او وه وسله وال طالبان نیولې دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۲—۳—
دهلمند دګرمسیرولسوالۍ پولیسویوموټربم او وه وسله وال طالبان نیولې دي .
دیادې ولسوالۍ چارواکې وایې یادو وسله والوغوښتل دچاودیدونکوتوکوډک موټرلښکرګاه ښارته ولیږدوي چې دپولیسودپټومعلوماتولمخې ونیول سو.
دګرمسیرولسوالۍ پولیسویوکس چې په وسله والوغلاوکې ښکیل ووهم نیولی دی .
داپه داسي حال کې ده چې دګرشک ولسوالۍ پولیسوهم یوه ورځ وړاندي څلورتنه وسله وال غله دوسلواوچاودیدونکوتوکوسره یوځای نیولې وه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددګرمسیرولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن حاجې تریالی وایې نیول سووسله والوطالبانوغوښتل یادموټرچې دچاودیدونکوتوکوډک وولښکرګاه ښارته ولیږدوي اوبیاموټربم حمله وکړي ،چې پولیسویې په اړه معلومات ترلاسه اودیادي ولسوالۍ په بازارکې دملي امینت په مرسته کشف اوونیول سو.
هغه وایې په نیول سوکسانوکې یووسله وال دسنګین په نوم هم شامل دې چي وړاندي تردې یه هم په وسله والوبریدونکې لاس درلود،

نوموړی وایې پر همدي مهال یې یوکس چې په وسله والوغلاوکې یه هم لاس درلودله وسلي سره یوځای نیولی دی  ،
پرهمدي مهال د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل وايي د همدې اونۍ په لړکې يې څلورتنه هغه وسله وال غله له وسلواوغلاوسويومالونوسره يوځای نيولي چې د ګرشک اونوزاد ولسوالۍ ترمنځ یه پرلويه لاره له تلونکوموټروڅخه غلاوې کولې،