۱۳۹۳ خرداد ۱۵, پنجشنبه

وسله والوطالبانوپه هلمند كې د دوهم پړاوټاكنود گډوډولولپاره خپلي لیکي پیاوړي کړي دي .

راپور-۶-۶-۲۰۱۴
وسله والوطالبانوپه هلمند كې د دوهم پړاوټاكنود گډوډولولپاره خپلي لیکي پیاوړي کړي دي .
دغه ټکی ددي ولایت دملي امنیت دریاست چارواکوپه هغه غونډه كې څرګندکړچي ددفاع کورنیواوامنیت ملي لوپوړوچاورکوهم ګډون درلود.
دهلمنددملي امنیت ریس وايې پدي ولایت کي دوسله والوطالبانوسلگونه ډلې چې شميري  زرګونوكسانوته رسيږي پدي ولایت کي عملا له افغان ځواكونوسره په جگړه كې ښكيل دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
دهلمندولایت دملي امنیت ریس تورن جنرال محمد نعيم مؤمن په غه غونډه کي وويل وسله والوطالبانود دوهم پړاوټاكنود گډوډولوپه موخه په خپلوتشكيلاتوكې په پراخه كچه بدلونونه راوستلي چې په دې لړكې يې د ولايتونولپاره واليان،امنيه قوماندانان اوولسوالان هم بدل كړي دي.
هغه وايي دا مهال په هلمند كې د وسله والوطالبانو۵۵۰ ډلې شتون لري چې په ټوليزډول يې ۸۷۴۰ تنه وسله وال طالبان په وسلوسمبال اوعملا له امنيتي ځواكونوسره په جگړه كې ښكيل دي ترڅوراروانې ټاكنې له پوره امنیتي ګواښونوسره مخامخ کړي .

دهلمنددامنیتي حالاتودارزوني په موخه راغلي پلاوي مشردکورنیوچارودوزارت امنيتي مرستیال سترپاسوال محمد ايوب سالنگي وايي په لومړي پړاوټاكنوكې هم وسله والوطالبانوپه خپل توان هڅه وكړه چي دټاكنوپروسه له خنډونوسره مخ كړي ولي بريالي نه سوله
خوزیاته وي په دوهم پړاوکي هم ټولوامنيتي ځواكونوپه گډه سره پوره چمتوالى نیولي اودټاکنوامنیت به په بشپړه توګه خوندي كړي.

نوموړي د امنیتي ځواکونوترمنځ پرکلکي همږغي ټنګاروکړاوغوښتنه يې وکړه چي په ټاکنوکي دي امنیتي کسان دهرډول لاسوهنوڅخه په کلکه ډه وکړي .

ددي ولايت امنيتي چارواکي په داسې حال كې د وسله والوطالبانودفعاليتونوپه اړه پوره انديښنې ښي چې دوهم پړاوټاكنوته یوازي دګوتوپه شمارورځي پاته دي 

هلمند:دقانون په ماتولوکي ددولتي چارواکوترڅنګ زورواکي هم راښکیل دي .

راپور-۵-۶-۲۰۱۴
په هلمندکي دقانون په ماتولوکي ددولتي چارواکوترڅنګ زورواکي هم راښکیل دي .
په هلمندکي دبشري حقونود خپلواك كمسيون ځايي مسؤلينوپه افغانستان كې ددې كمسيون د ۱۲ كليزې د لمانځ غونډې پرمهال له یادوخبروڅخه پرده پورته کړه .
دوي زیاته وي دتیرپشان پدي ولایت کي دقانون څخه سرغړونکي زیات سوي دي چي پکي دامنیتي مسولینواودولتي چارواکي ترڅنګ زوارکي هم لوي لاس لري .
خوامنیتي چارواکي بیادغه ادعا نه مني.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ځاي مسول محمد بلال صديقي وايې له شاوخواپنځوکلونوراهیسي پدي ولایت کې نوموړی كمیسيون فعاليت کوي خولاهم دوى نه دي توانیدلي چې له قانون څخه د سرغړونوكوکچه راټيټه كړي.
د نوموړي په وينا اوس هم په دې ولايت كې په پراخه کچه له قانون څخه سرغړونې ترسره كيږي چې ډيرى وختونه ددولتي چارواکوامنیتي مسولینوترڅنګ یوشمیرزورواكولخوا چې په دولت كې ترډيره ننوتي هم دي قانون ماتوي .

نوموړي ددغي ستونزي دډیروالي علت په ځینوسیموکي ناامني په ګوته کوي خوزیاته وي دامنيت نشتون  له قانون څخه سرغړولوته پوره زمنیه برابره کړي ده .
هڅه مووکړه چي په دي اړه دولایت نظرهم له ځانه سره ولروله پوره هڅوسره سره پدي ونه توانیدوخوددي ولایت امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوي دغه ادعاردوي اودادکمیسیون دمسولینو شخصي نظربولي .
که څه هم دبشري حقون خپلواک کمیسیون ددغه ډول کړنوڅخه په واوروارپرده پورته کړي خوتراوسه هم کوم دولتي اویاهم زورواکي ته دقانون ترپښولاندي کولوله امله قانوني سزانه ده ورکول سوي .


۱۳۹۳ خرداد ۱۴, چهارشنبه

هلمند:سرحدي پولیس به دګاونډي هیوادونوسره پرګډوپولوپه صفري نقطوکي ځاي پرځاي سي .

راپور-۴-۶-۲۰۱۴
سرحدي پولیس به دګاونډي هیوادونوسره پرګډوپولوپه صفري نقطوکي ځاي پرځاي سي .
په هلمندولایت کي دسرحدي پولیسوچارواکي وايې دکورنیوچارودوزارت په لارښوونه به له پاكستان اوايران سره پر گډو پولوپه هلمنداونیمروزولایتونوکي سرحدي ځواکونه به له دي امله ځاي پرځاي کړل سي چي څوله ګاونډي هیوادونوڅخه ترهګرپرافغان ځواکونودحملوکلومخه يې نیولي وي .
خوچارواکي پدغه برخه کي دښځینه سرحدي پولیسوپه دنده دګمارلوڅخه خبرهم ورکوي .
نورحال هلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
په هلمندولایت کي دسرحدي پولیسو۶۰۴ زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمودمحمودوايې دکورنیوچارودوزارت په لارښونه به دهلمنداونیمروزولایتونوپه صفري نقطوکي به ډیرژرسرحدي پولیس ځاي پرځاي کړل سي .
هغه وايې په همدغه سیموکي دافغان سرحدي پولیسودپوستودنشتون له وجي یوشمیرننګوني وي چي دیادوسرتیروپه ځاي پرځاي کولوسره به لمنځه یوړل سي.

د نوموړي په وينا تردې مهاله د دوى په ليكوكې ښځينه پوليسوشتون نه درلود خواوس مهال يې يوشميرښځينه پخپلوليكوكې شاملې كړې چې ترمسلكي روزنې لاندې دي. 
دده په خبره چي ددي ګام په پورته کولوسره به ددوهم پړاوټاکنوته هم پوره زمینه برابره سي .
پرهمدي مهال دیادزون یوشمیرافسران وايې دخلکوپوره همکاري له ځانه سره لري چي دامهال په سرحدي سیموکي امنیتي ستونزي راکمي سوي دي .

دغه افسران هم دنورولوړپوړوچارواکوپه خبره لویه ننګونه يې دمځکني ماینونوده چي په دغه برخه کي پوره مرستوته اړتیالري .

هلمندپه جنوب کي له ګاونډي هیوادپاکستان سره شاوخوا ۲۰۰  کلیومتره اوږده پوله لري چي ددي ولایت اوسیدونکي یه ناامني دوسله والوطالبانوپرمخ دیادي پولي خلاسول په ګوته کوي .

۱۳۹۳ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

هلمند;ملي پولیس په دوهم پړاوټاکنوکي هم پوره اماده ګي لري .

راپور-۳-۶-۲۰۱۴
دهلمندملي پولیس په دوهم پړاوټاکنوکي هم پوره اماده ګي لري .
دغه څرګندوني دسي  شبنبي په ورځ ددي ولایت امنیتي مسولینوپه هغه غونډه کي وکړي چي دکورنیوچارودوزارت دجنایي جرمونوپروړاندي دمبارزي دکشف مسولینودراتګ په موخه جوړه سوي وه
ددغي اداري چارواکوکه څه هم دپولیسوپه لیکوکي داصلاحاتودراتلوخبرورکړخوزیاته وي اوس مهال هم ځیني ننګوني یه پروړاندي شتون نلري
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وویل نه یوازي په مرکزبلکي په ولسواليواوليرې پرتوكليوالوسيموكې يې هم ددوهم پړاوټاكنولپاره بشپړچمتوالى نيولى اودا مهال يې د نوروامنيتي ځواكونوسره په گډه په ځينوسيموكې چاڼيزعمليات راشروع کړي .
خوپه ورته وخت کي د كورنيوچارووزارت د جنايي جرمونوپه وړاندې د مبارزې عمومي رياست اړوند د كشف رئيس مل پاسوال عبدالجبارپردلي وويل دهيواد د نوروولايتونوپه پرتله په هلمند كې د پوليسوپه وړتياوكې د پام وړښه والى راغلى ولي هغه زیاته وي اوس مهال دپوليسوپر وړاندې يوشميرننگونې هم شتون لري خونوموړي دغه ستونزي په ګوته نکړي .


نوموړی که څه هم روان د۲۰۱۴ کال دافغانستان لپاره ښه بولي خوزیاته وي پدغه کال ډیردرانه مسولیتونه دافغان ځواکونوپروړاندي سته چي په سمه توګه يې پرمخ یوسي .

۱۳۹۳ خرداد ۱۲, دوشنبه

هلمند: دټاكنوخپلواك كمسيون لسگونه مامورین اوناظمین له دندوګوښه کړي دي .

راپور-۲-۶-۲۰۱۴
د هلمنددټاكنوخپلواك كمسيون لسگونه مامورین اوناظمین له دندوګوښه کړي دي .
ددي ولایت دټاکنودکمیسیون ځاي مسولین وايې له دغه ډلي څخه ځينې كسان د مركزي دفترلخوا په تورلست كې راغلي وواوځينې كسان دوى د تيروټاكنوپرمهال د نيمگړتياوله امله په گوته اوله دندولري كړه چي په دوهم پړاوټاکنوکي یه دبیاتکراریدومخه نیول سوي وي .
هغه وايې ددوهم پړاوټاکنولپاره لوجستکي موادهم رسیدلي دي چي دامنیتي ځواکونوپه مرسته به ولسواليوته وليږدول سي.
نورحال دهلمندولایت زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دهلمندولایت دټاکنودخپلواک کمیسیون ځاي مسول قدرت الله نقشبندي وايي له دندوڅخه دلري کړل سوکسانوله ډلي نه ۳۰ ناظمین اوترشلوزيات مامورين هم شامل دي چې یوشمیري يې دمركزي دفترله لوري په تورلست كې راغلي اوپاته نوردوي له دندوګوښه کړي دي .
هغه وايې که څه هم له دغولري کړل سوکسانوڅخه څوك عدلي اوقضايي اداروته نه دي ورپيژندل سوي خوزیاته وي پدي اړه به  د شكايتوكمسيون خپله وروستي پريكړه كوي.

دنوموړي په وینااوس مهال دنوکسانودګمارلوپه برخه کي ددوي هڅي راپیل سوي دي ترڅووړکسان ددوهم پړاوټاکنولپاره مشخص کړل سي خوژمنه کوي چي دتیرپشان به دهرډول نیمګرتیاومخه نیول سوي وي.
نقشبندي وايې له مرکزي دفترڅخه ورته ددوهم پړاټاکنواړوندټول لوجستکي موادهم رسیدلي دي اودامهال يې دوي پرهغه لاروچاروکارکوي څوپه ډاډمنه امنیتي فضاکي وه ولسوالیوته هم ولیږدول سي.
هغه ددوهم پړاټاکنولپاره دپوره امادګۍ دمنظموپلانونودجوړیدوترڅنګ دهرډول تخنیکي اوپه نوربرخوکي دشته دستونزودلري کولوڅخه هم خبرورکوي .

دنقشبندي په خبره دلومړي پړدټاکنوپرمهال په ښاراوځینوولسوالیوکي دمحلونودکموالي دستونزي سره مخامخ وه چي په دوهم پړاکي یه ۵۰ نورمحلونه هم ورزیات کړي دي .

د یاده ولوده چي هلمند ته د رايې ورکولو ټول ۱۴۷ مركزونه وركول سوي دي چې له دې جملې څخه يوازې ۱۱۹مرکزونه فعاله دي داچي دتیروټاکنوپرمهال پراته خنډونه به په دوهم پړاوټاکنوکي ترکومه حده کابوکیږي داهغه سوال دي چي راتلونکی وخت به يې جواب کړي . 

۱۳۹۳ خرداد ۱۱, یکشنبه

هلمند:دپاکستان له لوري پرافغان خاوره دتیري ورځي بیشرمانه عمل دهلمندي ځوانانوغصه راپاره ولي ده.

راپور—۲۰۱۴—۶—۱--
دپاکستان له لوري پرافغان خاوره دتیري ورځي بیشرمانه عمل دهلمندي ځوانانوغصه راپاره ولي ده.
ددي ولایت اوسیدونکي دافغان ولسمشردفاع اوکورنیوچاروله وزیرانوڅخه په کلکه غوښتنه کوي چي نوردي چپله خوله نه کښیني اودغه ډول تیري کوونکي ته دي غاښ ماتوونکي جواب ورکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دافغانستان په ختیځ ولایت کنړکي ددانګام پرولسوالۍ دګاونډي هیوادپاکستان له لوري دهلي کوبتروپه وسیله بمبارۍ دهیواددنوروولایتوترڅنګ دهلمندي ځوانانوغصه هم راپاره ولي .
ددي ولایت ځوانانودیوي سوله ییزي مظاهري په جوړه ولوسره دافغان ولسمشرددفاع اوکورنیوچاروله وزارتونوڅخه هم په کلکه غوښتنه کوي چي ددغه ډول غیري قانوني کړنومخه ونیسي .
دوي وايې دیوه ملک پرحریم تیري کول دنړیوال قانون څخه هم سرغړونه ده داچي پاکستان په دغه ډول عمل لاس پوري کړي دي په کارده چي دافغادولت ترڅنګ دي نړیواله ټولنه هم ددغه بیشرمانه کړنوپوښتنه وکړي .

دوي همداراززیاته وي  که یه افغان دولت دمخنیوي په برخه کي پاته راځي نوپراولسونودي ږغ وکړي ترڅودتل لپاره ددغه ډول غیري قانوني کړنومخه ونیول سي .

دافغانستان دکنړولایت پردانګام ولسوالۍ له ډیره وخته دپاکستاني ځوپیانوله لوري دتوغندی بریدونوپه دوام يې تیره ورځ په بمباریوهم لاس پوري کړچي په پایله کي یه ۱۴ کنړي اولسونوته مرګ ژوبله واړه وله چي دغه کارپه کوردننه په خوراسختوټکوسره وغندل سو.

امریکابه دافغان ملي پولیسوسره دمرستوپه دوام په دغه برخه کي خپله پاملرنه نوره هم ډیره کړي.

راپور-۱-۶-۲۰۱۴
دامریکامتحده ایالات به دافغان ملي پولیسوسره دمرستوپه دوام  په دغه برخه کي خپله پاملرنه نوره هم ډیره کړي.
دهلمندامنیتي چارواکي وايې په سهيل لويدیځ زون كې د ايساف ځواكونوعمومي قوماندان په لښكرگاه كې د پوليسوله بيلابيلومركزونوڅخه ترلیدني وروسته امنیتي مسولینوته پردغه مرستوټګاروکړ.
دوي زیاته وي غواړي دغه چاري دافغانستان د كورنيوچارووزارت له لوري پرمخ یوسي په کومه برخه کي چي افغان ملي پولیس له ستونزوسره مخ وي .
په اړه يې نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوى وايي په سهيل لويديځ زون كې د ايساف ځواكونوعمومي قوماندان بريد جنرال ډانیل يودشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د ملي پوليسوله حمايوي كنډك،روزنيزمركزاونوروبيلابيلوبرخوڅخه په دې موخه ليدنه وكړه چې دامریکادولت غواړي د كورنيوچارووزارت په چوکاټ کي دافغان ملي پوليسواړتياوته پوره پاملرنه وكړي.
هغه وايې دغه ګام وروسته له هغه پورته سوکله چي په لومړي پړاوټاکنوکي ملي پولیسوپه پوره میړانه له یادي پوروسي څخه ساتنه وکړه اودوسله والوډیری هغه پلانونه چي دټاکنودامنیت دخراب والي په موخه جوړسوي وه هم شنډکړله .

دنوموړي په ویناملي پولیس اوس مهال داړتیاوړټول تجهزات په واکي اوکه پدغه برخه کي دکومي  ستونزي سره مخامخ سي دکورنیوچاردوزارت له لوري به یه پوره مرسته کیږي اوس مهال ددوي وړتیاوي هم دتیرپه پرتله لوړي سوي دي چي دخلکوهمکاري هم له ځانه سره لري .

که څه هم دامهال دهلمندله ټولوولسوالیوڅخه بهرني ځواکونه وتلي دي ولي دوي به په هرډول حالاتوکي دافغان امنیتي ځواکونومرستي ته وروه دانګي چي دامهال امنیتي چاري یوازي دافغان سرتیروپه ولکه کي دي خوبیاهم په شمالي هلمندکي كابوهره ورځ افغان سرتیري له وسله والوطالبانوسره په وسله والونښتواوجگړوكې راښكيل دي.