۱۳۹۲ دی ۱۷, سه‌شنبه

هلمند ; پوليسوته ورکول سوي پوځي زدکړي بسنه نه كوي .

راپور-۸-۱-۲۰۱۴
په هلمند كې پوليسوته ورکول سوي پوځي زدکړي بسنه نه كوي .
دلښکرګاه ښارد پوليسود روزنيزمركزمسؤلين وايي هغه زده كړې چې اوس مهال په نوموړي مركزكې پوليسوته وركول كيږي کافي نه دي اوبايد په دې برخه كې د اوږد مهاله زده كړوزمينه هم برابره سي ترڅوپه راتلونكي كې پوره مسلكي پوليس ولرو.
په ورته وخت کي ددې ولایت دامینه قوماندانۍ چارواکي وايي پولیس اوس مهال داتواني لري چي پرته له بهرنیوځواکونوخپلي پوځي چاري پرمخ یوسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په لښکرکاه کي دپولیسوروزنيزمركزقوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفرخيل وايي دیادي مرکزڅخه تردي مهاله شاوخوا لس زره سرتيري اوافسران نه يوازې د هلمند بلكې د نيمروزولايت اړوند هم فارغ سوي خوپه وینايي دغه زدکړي دلنډمهاله لپاره دي ولي دمسلکیت لپاره نوروزدکړوته پوره اړتیاده .
دده په خبره دپولیسولپاره اوږدمهاله زدکړوته پوره زمینه بایدبرابره سي ترڅوښه پولیس دټولني دخدمت کولوپه موخه دوګړودهرډول ستونزودلري کولولپاره وړاندي سي .

خوپه ورته وخت کي ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمرمل پاسوال نصرالله گرمسيروايي هغه پوليس چې له همدې مركزونوڅخه فارغ سوي کولای سي بيله د بهرنيوځواكونوله مرستې خپلې دندې په ښه توګه یوسي .


دا په داسې حال كې ده چې په تيرودوه ورځوكې په دې ولايت كې د پوليسوله روزنيزمركزاوشپږم سرحدي زون څخه ټول ۵۰۰ تنه پوليس چې په بيلابيلوبرخوكې ورته دڅواونیوپه اوږدوکي زده كړې وركول سوي چي اوس مهال فارغ اوخپلودندوته به وليږل سي .

د بشري حقونوخپلواك كمسيون اوديني عالمان :ځانمرگوبريدونوته دماشومانوهڅول په كلكه سره غندي .

 راپور-۷-۱-۲۰۱۴
په هلمند كې د بشري حقونوخپلواك كمسيون اوديني عالمان ځانمرگوبريدونوته دماشومانوهڅول په كلكه سره غندي .
دغه نهادونه په داسې حال كې ددغه عمل په وړاندې غبرگون ښيي چې تیره ورځ په دې ولايت کي هغه نهه كلنه نجلۍ ځان سرحدي پوليسوته سپارلى وچې د خپل ورورلخوا ځانمرگي بريد ته هڅول سوي وه .
په ورته وخت کي چارواکي هم دیادي موضوع په اړه دجدي پلټنودپیل کیدوخبرورکوي چي وروسته به په اړه تصمیم ونیول سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې ديني عالم اود سولې د ولايتي كميټې د عامه پوهاوي مسؤل مولوي مهردل فراهي وايي په اسلام كې د ماشومانوپروړاندې زورزياتى اوددې ترڅنگ ځانمرگوبريدونوته هڅول په اسلام كې ورته سختې سزاوې ټاكل سوې دي.

په همدې حال كې په دې ولايت كې د بشري حقونود خپلواك كمسيون د څيړنود څانگې مسؤل عبدالله خالقي وايي دغه ډول عمل داسلام اوقانون لمخي ناروااود بشري حقونوخپلواك كمسيون هم دا عمل په كلكه غندي اوعاملينوته يې د درنې سزا غوښتنه كوي.

هغه وايي څه موده وړاندي دهلمندپه مارجي ولسوالۍ کي هم دیته ورته د يوې بلې پيښې شاهد وچې د ځانمرګي بريد د واسكټ د چاودنې له امله د يوې ديني مدرسې څلوروتنوتنكيوزده كوونكوژونديي واخیست په ورته وخت کي ددي ولایت د ښځوچاروا رئيسه جميله نيازۍ وايي په هلمند كې ددغه ډول پیښودقرباینانولپاره د امن دكورنه درلودل یوه لویه ستونزه بولي .

نیازۍ زیاته وي د نجلۍ كورنۍ څلوركاله وړاندې له غزني ولايت څخه دهلمند خانشين ولسوالۍ ته راکډه سوی ده .

پرهمدې مهال د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي ددې نجلۍ په اړه يي پلټنې پيل كړې دي ترڅوددي پیښي په اړه کره معلومات راټول اوپه اړه يي تصميم ونیسي .

۱۳۹۲ دی ۱۶, دوشنبه

هلمند: نهه کلنه نجلي دورورلخواځانمرګي بریدته په زوره سره اړیستل سوی وه چي پولیسوته يی پناوړي

 
خبر. ۲۰۱۴----۱----۶
یوه نهه کلنه نجلي دورورلخواځانمرګي بریدته په زوره سره اړیستل سوی وه چي پولیسوته يی پناوړي .
دهلمندولایت دشپږم سرحدي زون چارواکي وايي دغه  نجلۍ تیره ورځ په خانشين ولسوالۍ کې وروسته تر هغه ځان پوليسو ته سپارلى دى چې ورورپه زوره سره  دځان وژونکې حملي لپاره اړیستي وه .
دورورلخواځانمرګي بریدته اړیستل سوي نهه کلنه ماشومه وايې نور نه غواړي چې خپل کورته ولاړه سي ځکه ورسره کورنۍ ناسم چلندکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دشپږم سرحدي زون دارکان رييس سمونوال حميد الله صديقي ددوشنبي په ورځ  خبريالانو ته وويل تیره ورځ دخانشين ولسوالۍ دتاغزپه سمیه کي دځانمرګي بریدلپاره اړیستل سوي نجلي وروسته له هغه دوى ته پنا ور وړي چې ورور يې په زور دپوليسو پریوي امنیتي پوستي دبريد لپاره لیږله .
نوموړي وويل ديادي نجلۍ ورور ظاهر په همدي سيمه کې دوسله والومخالفینوقوماندان دي چي څوورځي وړاندي یه هم ددوي څلوروتنوسرحدي پولیسوته دیوه ماین دچاودني له امله مرګ ژوبله واړوله  

صدیقي ډاډورکړچي سرحدي پولیس به په سیمه کي دهرډول ناامنیومخه نیسي اودپرتوستونزولپاره به هم پرخپل وخت دحل لاري چاري لټوي .
دځانمرګي بریدلپاره چمتوسوي نجلي سپوږمۍ وویل له څوورځوراهيسي يې پلاراووروروهله اوډبه وله چي ګواکي له پوليسو سره نا مشروع  اړيکې ساتي .
ددې په خبره تیره ورځ يي د دخانشین ولسوالۍ دتاغز په سيمه کې ورورو له واسکټ سره دپوليسو پوستي ته دبریدلپاره ورویستله چي دی په چيغو اونارو لاس پوري کړ.هغه وايي وروسته يي ورور له سیمي څخه پښي سپکي کړي اوددي لپاره جوړسوي واسکټ يي هم له ځانه سره وړي دي .

سپوږمۍ غوښتنه وکړه خپل کورته ځکه نورنه ځي چي پلاراوروريي داځل په وهلواوټکولوسره یوځل بیادغه ډول بریدته اړباسي .
دیادوني وړده وړاندي تردي هم دځان وژونکو بريدونو لپاره په زور اړ ايستل سوي ماشومان په دې ولايت کې  امنيتي ځواکونو  نيولي دي.


۱۳۹۲ دی ۱۵, یکشنبه

ترد۲۰۱۴ کال دافغانستان اوهلمند لپاره اداري فسادیوه لویه ننګونه ده .

 
۲۰۱۴---۱---۵
ترد۲۰۱۴ کال دافغانستان اوهلمند لپاره اداري فسادیوه لویه ننګونه ده .
دهلمندولایت یوشمیراوسیدونکي وايی که دولت داداري فسادریښي لمنځه یونسي اویوه قوي اداره رامنځته نکړي دغه ستونزي به څوبرابره زیاتي سي .
دوي د۲۰۱۴ کال دنوروکلونوپه پرتله یوښه اودامن څخه ډک کال یاده دوي خوپه وینايي دافغانستان اوهلمندلپاره په اداروکي فسادددي هیواددماتي سره دمخامخ کیدوپه معني بولي .
په ورته وخت کي چارواکي هم ترد ۲۰۱۴ کال نه اداري فساد یوازیني لویه ستونزه بولي
نورحال دهلمندولایت څخه زموهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په ۲۰۱۴ کال کي دپراخوستونزودراپیداکیدوویره دډیری خلکوسره موجوده ده .
 دهلمندولایت اوسیدونکي وايي د۲۱۰۴کال به هم دنوروکلونوپه پرتله دستونزوڅخه ځکه ډک کال وي چي اداري فسادپه هره برخه کي خپل اوج ته رسیدلي دي .
ددوي په ویناافغانستان اوهلمندکي ویره د۲۰۱۴ کال څخه نه ویره په اداروکي دپراخ اداري فسادناسم دولتي سیستم اوپه دغه برخه کي دپرتوستونزولامل په ګوته کوي .

دوي وايي اوس هم دولت کولاي سي په هره برخه کي دپرتوستونزولپاره دحل لاري چاري ولټوي خوپه ونیايی که لمخي داداري فسادفدیده لري کړي .
په ورته وخت دهلمنددوالي مرستیال احمدمسعودبختورد۲۰۱۴ کال یوازي ددوښمن تش په نوم تبلیغات یاده وي .
هغه وايي دوي په هلمندکي وسله وال دهرډول ماتي سره مخ کړي دي .دده په خبره د هلمندکي په ۱۲ اداري واحدونوکي امنیت دډاډوړاوپه ۲ اداري واحدنوکي یوڅه ننګوني شتونلري چي دلري کولولپاره يي دولت یوډول پلانونه پام کي لري .

نوموړي هم اداري فساددافغان دولت پروړاندي یوه جدي ننګونه بولي خوپه وینايي دوي به هڅه وکړي چي پدغه برخه کي دورکیدوپه موخه پراخ ګامونه پورته کړي .









۱۳۹۲ دی ۱۴, شنبه

هلمند: دزده کوونکوخوارکي توکي په بازارکي عام ډول سره پلورل کیږي

 
راپور۴-۱-۲۰۱۴
په هلمند كې د پوهنې رياست اړوند دزده کوونکوخوراكي توكي په عام ډول سره په بازاركې پلورل كيږي
ددې ولايت ځينې اوسيدونكي وايي چې د ملگروملتونود نړيوال خوراكي پروگرام له لارې ددې ولايت د نارينه اوښځينه زده كوونكود هڅونې لپاره غوړي اوبسكوټ د مرستې په توگه وركول كيږي خودا توكي په بازاركې په عامه توگه پلورل كيږي.
دوى په دې برخه كې د پوهنې مسؤلين ملامت بولي  اوله دولت څخه يې د جدي پلټنوغوښتنه كوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسر دارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت یوشمیرزده کوونکي وايي ددوي لپاره راوړل سوي خوراکي توکي دپوهني دریاست اړونده کارکوونکي غلاووكې ددوي په خبره له مشرتابه څخه نيولې ترعادي مامورينوټول پدغه غلاووکي لوي لاس لري .
دوي زیاته وي دغه مرستي چي بایدپرزده کوونکي وویشل سي په بازارکي په كارتنونوكارتنونوپلورل كيږي.
زده کوونکي له امنیتي ځواکونوڅخه ددي خوارکي توکودغلااوپلوردمخنیوي غوښتنه کوي .اوپدغه کارکي ښکیل کسان بایدد قانون منگولوته هم وسپاري.
په ورته وخت کي دهلمندولایت پوهني ریس عبدالمتین جعفرهم دغه ستونزه مني خووايي دولت بایدپه دې برخه كې ښكيل کسان ونیسي اودقانون منګلوته يي وسپاري .
دجعفرپه خبره کچیري دغه لړۍ دوام پیداکړي پدغه برخه کي به ستونزي هم ډیرسي دی زیاته وي  بایدښکاره ثبوتونه وړاندي سي ترڅوعاملین يی هم ونیول سي .

هغه وايي دغه مرستي د زده كوونكولپاره چې پلوراوپيريې په كلكه بند دى د ملگروملتونود نړويوال خوراكي پروگرام لخوا د مرستې په توگه راوړل كيږي په وینايي خلك هم بایدچوپه خوله پاتې نه سي اودرغلى كوونكي امنیتي کسانوته په ګوته کړي .
بایدوویل سي په هلمندولايت كې اوس مهال دچارواکوي په خبره شاوخوا ۱۵۰ زره نارينه اوښځينه زده كوونكي دمرکزترڅنګ په ولسوالیوکي په زدکړوبوخت دي .


۱۳۹۲ دی ۱۱, چهارشنبه

هلمند: پر ۱۱۵۵ کورنیودژمنیواوالبسي توکومرسته وویشل سول .

۲۰۱۴----۱----۱
په هلمندکي پربیځایه سوو سلګونه کورنیودژمنیواوالبسي توکومرسته وویشل سول .
چارواکي وايي دغه مرستي دنړیوال خوراکي زامان داداري لخوا دلښکرګاه ښاراړوندسیموکي به هغه بیځایه سووکورنیوته ورکول سي چي دجنګ جګړواویاهم دطبي پیښوله امله زیان مني سوي وي .
خوپه ورته وخت کي بیادغه کورنۍ وايي له یوي خوابیروزګاري ډيره ده اوله بلي خواورکول سوي مرستي هم ددوي لپاره هیڅ ډول بسنه نکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دمرستودویش پرمهال دهلمندوالی محمدنعیم خبریالانوته وویل دغه مرستي چي  ۱۴ قلمه بیلابیل ژمني اوالبسي توکي پکښي شامل دي دلښکرګاه ښاراړونده پر۱۱۵۵ بیځایه سوکورنیوبه وویشل سي .
هلمندوالي وايي که څه هم دغه مرسته دکورنیولپاره بسنه نکوي خوپه وینايي دوي به هڅه وکړي چي یادوکورنیوته اساسي مرسته پیدااوددوي دغه ستونزي پري حل کړي .

نوموړی زیاته وي دغه مرستي به په شفافه توګه سره هغه کورنیوته ورکول سي چي واقعي مستحقي اوله ستونزوسره مخ وي .
په ورته وخت کي مرسته اخستونکي هم ددولته څخه داساسي مرستودورکړي غوښتنه کوي .
دوي زیاته وي په هلمندکي له یوي خواورته دکارکولوزرمینه نه ده برابره اوله بلي خوادولت هم هغه ډول مرسته نه ورسره کوي څودوي دخپل ژوندلومړنیو ستونزوته دحل لاري چاري ولټوي .

که څه هم دژمي په رارسیدوسره دلښکرګاه ترڅنګ په ولسواليوکي هم ددغه ډول مرستودویش لړۍ پیل سوي خومرسته اخستونکي وايي دولت بایددخلکولپاره داساسي مرستوپه لټه کي سي .



۱۳۹۲ دی ۱۰, سه‌شنبه

هلمند: د۴۰ میلیونه افغانیوپه ارزښت دیوي پروژي چاري پیل سوي .

راپور-۳۱-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې ددیني مدرسي لپاره د ليليې د ودانۍ دجوړیدود بنسټ ډبره كښيښودل سوه .
چارواكي وايي دغه ودانۍ د ډنمارك هیوادپه مالي مرسته چې لگښت يې څه باندې ۴۰ مليونه افغانيوته رسيږي چي په پاخه اواساسي توګه جوړيږي .
پرهمدي مهال ددي ولایت دپوهني دریاست مسولین وايي په دې ودانۍ سره به د حافظانوهغه پرتي ستونزي هوارې سي چې اوس مهال د ليليې د نشتوالي په برخه كې ورسره لاس اوگريوان دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري .
دغه ودانۍ چي د سه شنبې په ورځ د لښكرگاه ښارد مختارپه سيمه كې یه دجوړیدوچاري يي پيل سوې پرمهال يې د هلمند والي محمد نعيم خبريالانوته وويل یاده ودانۍ چې څلويښت خونې اوټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول سوې د يوكال په موده كې به يی چاري بشپړي چي د ډنمارك هيواد په مالي مرسته د څه باندې ۴۰ مليونه افغانيوپه لگښت جوړيږي.
والي وايي دغه ودانۍ به پريوه وخت د ۳۰۰ زده كوونكود ځايولودوړتيا تر څنگ  د خوړلو لپاره دځاي امكانات هم په پام كې نيول سوي دي . 

نوموړي ژمنه وکړه چي ددې دارالحفاظ لپاره ځانگړې سوې ساحه لږده خوهڅه به وکړي چي پدغه برخه کي پرتي ستونزي هم لمنځه یوسي .
په ورته وخت کي د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفروايي وړاندې تردي د ليليې په برخه كې د دارالحفاظ زده كوونكوډيرې ستونزې درلودې اوان داچي یوشمیرزده كوونكوپه ښاركې د اوسيدولپاره ځایونه په کرایه نیولي وو.

دپوهني دریس په خبره دمارجې اونادعلي ولسواليوكې هم پلان لري چې د ديني مدرسولپاره ودانۍ جوړدي کړي .

بایدوویل سي په هلمند كې دا مهال ۱۱ ديني مدرسې شتون لري دچارواکوپه خبره چې پكښې شاوخوا ۴ زره زده كوونكي ديني زده كړې كوي.