راپور—۲۰۱۶—۵—۵—
دهلمندامنیه قوماندان په اداري فسادتورن سو.
دلښکرګاه ښاروالي رئیس وایې ولسمشرپه هلمندکې املاکي
کارونه داداري فسادله امله بندکړي وه خودهلمندامنیه قوماندان اوس دپیسوپه بدل کې
خلکوته داکارکولوامروکړدی ، هغه وایې په ډيرماموریتونواوحوزوکې یې خپل کسان په
همدي موخه ځای پرځای کړي دي چې دخلکوڅخه پیسي ټولي کړي ، دهلمند دامنیه قوماندان
نه یوازي چې پرځان لګول سوي تورنه ردوي بلکې امنیه قوماندان پردوی تورپورکړچې په
فساد ککړدي .
تېره ورځ یې پر بندېدو د لښکرګاه ښاروال اندېښنه وښوده
خو نن په کې د فساد مسله رابرسیره شوه ،د ښاروالۍ شورا مشر وایې، د دغه ولایت
پولیسو د پیسو په مقابل کې خلکو ته اجازه ورکړې چې املاکي چارې پیل کړي.
بارک وایې، ددې ولایت په املاکي چارو کې د فساد له امله
ولسمشر امر وکړ چې دغه چارې دې تر نامالومې نېټې وځنډیږي خو پولیسو د امر خلاف
اجازه ورکړې، د پولیسو قوماندان بیا نه یوازې تورونه ردوي بلکې پخپله بارک هم په
فساد کې ښکېل بولي.
تېره ورځ د ښاروالۍ چارواکو دخپلو چارو پر وړاندې لویه
ستونزه، پر املاکي چارو بندیز بللی و او دې ولایت ته یې د یو باصلاحیته پلاوی را
استولو غوښتنه کړې وه ، د هلمند د نمرو اومارکیټونونو د وېش پر سر د فساد ستونزه
له وړاندې موجوده ده آن تر دې چې پخوانی ښاروال یې څارنوالۍ ته هم معرفي شو.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر