۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

حکومت له اوږده ځنډ وروسته په هلمند کې د خنجر (۰۱۳) په نوم عملیات پیل کړل .


راپور—۲۰۱۶—۵—۱۱—
حکومت له اوږده ځنډ وروسته په هلمند کې د خنجر (۰۱۳) په نوم عملیات پیل کړل .
چارواکې وایې، دغه عملیات د نادعلي، باباجي، مارجې او د نهرسراج په سیمو کې تیره شپه ۸ بجې پیل شوه. چارواکي وایې، په عملیاتو کې هوایې اوځمکني ځواکونه برخه لري، خو د هلمند ولایتي شورا ګواښ کوي، که حکومت د تیر په څېر نمایشي عملیات وکړي دوی به یې پر وړاندې په لاریونونو لاس پوري کړي.

په هلمند کې له اوږده ځنډ وروسته حکومت د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو په موخه له تیرې شپې راهیسې د خنجر ۰۱۳ په نوم عملیات په نادعلي، باباجي، مارجې او نهرسراج کې پیل کړل ،چارواکي وایې، په علمیاتو کې هوایې او ځمکني ځواکونه برخه لري، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي .

خو له دې وړاندې په سنګین ولسوالۍ کې د ذوالفقار په نوم عملیات شوي وو، چې هیڅ پایله یې نه درلوده، د هلمند ولایتي شورا ګواښ کوي، که روان عملیات هم د تیرپه څیرنمایشي او د لوړ پوړو چارواکو د رتبې اخیستلو په موخه وي، دوی به یې مخه ونیسي او په لاریونونو به لاس پورې کړي.

که څه هم په هلمند کې تازه د ملا محمد رسول او ملا اخترمحمد منصور د ډلو ترمنځ په مارجې ولسوالۍ کې جګړه شوې، خو یادو ډلو تر اوسه د حکومت د دغه عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

  

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر