راپور—۲۰۱۶—۵—۱۲—
دملي اردو سرتیري یې هم ناراضه کړې وایې مشران مودجګړې پرځای دپیسوپه
پیداکیدوبوخت دي .
دملي اردو دغه سرتیري وایې مشران یې غم نه خوري دملي ګټوپرځای شخصي ګټوته
يې ډپرپام اړولی دی ، که څه هم داداري فساد خبره نه وې نه ده خوپه نظامي برخه کې
فساددسرتیروپرمرال بدي اغیزي کوي هغه څه چې خپله یې سرتیري اوس دمشرانوڅخه په تنګ
سوې ، خوچارواکې بیا دانه منې چې دملي اردوسرتیري دي دپامه غورځول سوې وي .
په هر ډول حالاتو کې له خاورې دفاع کوي خو په دغه لار کې باید د چارواکو
ملګرتیا رېښتینې وي!د هلمند دجګړې د لومړۍ کرښې سرتیري د ځانګړي ټبر نه خو ملي ګټې
سره شریکې بولي، دوی پر مشرانو تور پور کړ چې د جګړې ګټلو پرځای د شخصي ګټو په لټه
کې دي.
ددغه ولایت په جګړه کې د فساد خبره
له وړاندې موجوده ده او تل د نظر خاوندانو یاد
حالت خطرناکه بللی ، په هلمند کې دپوځ مسوولین بیا نه مني چې ګواکې له خپلې
اصلې موخې اوښتي.
تورونه دادي چې د چارواکو نه همغږي، د شخصي ګټو پالل او نورې ستونزې ددې
لامل شوي چې جګړه اوږده او د هلمند ډېرې سیمې د حکومت تر ولکې ووځي، خوافغان حکومت
بیا د حالاتو کابو کولو په موخه د خنجر( ۰۱۳) په نوم د عملیاتودپيل خبر ورکوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر