۱۳۹۰ بهمن ۵, چهارشنبه

په هلمندکي دسولي لپاره څومري چي طمه وه هغسي کارنه دي ترسره سوى،





په هلمندکي دسولي لپاره څومري چي طمه وه هغسي کارنه دي ترسره سوى،
داټکي هلمندوالي محمدګلاب منګل دسولي دعالي شوراديوي غونډي پرمهال روښانه کړهغه وايي ديوه کال په تيريدلوسره هيڅ داسي کارنه دي ترسره سوي چي هغه دي پدي ولايت کي دسولي دراويستلولپاره موهيمه وي ،
دحج اواقاف سرپرست وزيروايي په هيوادکي دلسوکلونوپه تيريدوسره بياهم کوم مثبت ګام نه دي پورته سوي اوکارونه ديوډول ستونزوسره مخ دي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمکار سردارمحمد سروري ارکوي ،
سوله که څه هم ددي هيواددوګړولپاره اړينه خبره ده خوپه هلمندکي څونه چي طمه وه هغسي کاردسولي لپاره نه دي ترسره سوي ،
هلمندوالي ددي خبري په يادولوسره وويل ديوه کال په موده کي پدي ولايت کي اوياتنه وسلوال طالبان دسولي دپروسي سره يواځاي سوي دي چي والي دغه کچه ډيره ټيټه ياده وي اوپدي پروسه کي ترسره کارونه که څه هم ستيايي خوپه وينايي چي ډيرلږدي ،
منګل وويل که څه هم دسولي په موخه هرډول شرايئت اماده دي خوترسره سوي کارونه ډيرکم دي ،
دحج اواوقاف وزيرډاکټرمحمديوصف نيازي وويل په هيوادکي اوس هم ډيري ناخوالي شتون لري چي په لري کولوکي يه دولت پاته راغلي ،
هغه زياته کړه چي ترهرڅه په يوملکي امنيت موهيم دي دده په خبره په افغاانستان کي دامهال دښووني اوروزني ، دروغتونو، زراعت اوددي ترڅنګ په يوشميرنوربرخوکي کارنه دي ترسره سوي
دنيازي په خبره که په افغانستان کي سوله اوامن ټنګ سي داملک به ډيرژردپرمختګ په لورګامونه واخلي ،
دسولي دعالي شورادتبليغاتودکميسون مشرقاضي محمدامين وقادپروسلوالوطالبانوږغ وکړچي دسولي دپروسي سره دي يوځاي سي اونوردي دهرډول ناامنيواووژنوڅخه لاس واخلي ،
وقادزياته کړه چي يوازي په تيرعيسوي کال څلورزره افغانان اوپنځه سوه پنځه څلويښت تنه دايساف ځواکونه په کورني جګړه کي وژل سوي دي ،
بايدوويل سي دکومه وخت چي په هيوادکي دسولي پروسه راپيل سوي تردامهاله څلورزره وسلوال طالبان دسولي دعلي شوراپه هڅوددولت دمخاليفت څخه لاس په سرسوي اويوسوله ييزژوندي دسره پيل کړي دي ،

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر