۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبه

په هلمند كې د پوليسوله روزنيزمركزڅخه ۱۹۰تنه پوليس فارغ سول




په هلمند كې د پوليسوله روزنيزمركزڅخه ۱۹۰تنه پوليس فارغ سول
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه رسنيوته په استول سوي خبرپاڼي كي راغلي چي په لښكرګاه ښاركي دپوليسودښوونيزمركزڅخه ۱۹۰ تنوته پوځي زدكړي وركول سوي ،
دخبرپاڼي په خوله پدي اړه په جوړوسوومراسيموكي دولتي چارواكوبرخه هم اخيسته وه ،
ددي مراسيموپرمهال هلمند والي محمد گلاب منگل په خپله وينا كې وويل چې ددې پوليسوپه فارغيدوسره به د پوليسوليكې نورې هم پياوړې اونه يوازې به په هلمند كې د ډاډ من امن د رامنځ ته كيدولامل سي بلكې په نيمروزولايت كې به هم خپلې دندې پرمخ بيايي.
خبرپاڼه دوالي دخولي څخه ليكي چې په دې مركزكې دامهال ټول ټال شاوخوا ۵۲۰ تنه افسران اوساتونكي ترروزنې لاندې دي چې ۱۹۰تنوته يې په بيلابيلوبرخوكې د كورنيواوبهرنيوښوونكولخوا مسلكي زده كړې وركړل شوې فراغت ليكونه وركړل سول.
د يادونې وړده چې له نوموړي مركزڅخه د فراغت دا ۳۴مه دوره ده اود شاوخوا تيرودوه كلونوراپه ديخوا له ياد مركزنه څه باندې ۴۳۰۰ تنه پوليسو اواوفسرانوته زده كړې وركړل سوي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر