۱۳۹۰ بهمن ۲, یکشنبه

دهلمندپه مرکزاوځينو ولسواليوکي دتيروکلونوپه پرتله دوه برابره باران سوي دي .





دهلمندپه مرکزاوځينو ولسواليوکي دتيروکلونوپه پرتله دوه برابره باران سوي دي .
دهلمندګڼ شمير کرونده ګراورښتونوته خوشحاله دي خودلښکرګاه يوشميراوسيدونکي بياوايي چي دتيري شپي زيات اورښت ددوي کورنه نړولي اودرانه مالي زيانونه يي ورته اړولي دي .
خود ښاروالي چاوراکي وايي چي دوي دتيرماښام راهيسي په لښکرګاه ښار کي دباران اوبو ويستلوکارپيل کړي چي تراوسه نه دي توانيدلي دخلکوکورونه دنړيدوڅخه وژغوري .
دتيرو څلوروکلونووروسته په هلمندکي زيات باران سوي دي .
يوشمير اوسيدونکي وايي چي دوچکاليوله امله ددوي کښتونه له وچيدوسره مخ دي . چي دتيري شپي اورښتونودوي ته د وچکالي له منځه وړلوهيله ورپيداکړي ده . خودلښکرګاه يوشميراوسيدونکي بياوايي چي دتيري شپي اورښتوددوي کورنه نړولي دي . اودشپي په يوه بجه خپل کورونه پريښي دي اونورو سيموته تللي دي .
دوي زياتوي چي په کوڅوکي يي زياتي اوبه ولاړي دي اوماشومان يي ښوونځيوته نه سي تلاي دمسجدونولاري يي بندي اوټول اوسيدونکي پخپلوکورنوکي بندپاته دي .
ددوي په ويناچي څوځلي ښاروالي څخه غوښتنه کړي ده چي په دي برخه کي ورسره مرسته وکړي خوتردي مهاله دلښکرګاه ښاروالي له خوادوي ته کوم مثبت ځواب نه دي ورکول سوي .
په همدي وخت کي دلښکرګاه ښاروال محمدفاضل صافي وايي چي دشنبي په ورځ ماښام ناوخته يي دزړي کلادسيمي څخه دباران داوبوويستلوکارپيل کړي دي اوديکشنبي دورځي ترغرمي پوره يي کاروکړچي لااوس هم په يوشميرسيموکي کورونه دنړيدوسره مخ دي .
دده په ويناچي په لښکرګاه کي دومره اورښت سوي دي چي په تيرو دريوکلونوکي سارې نه لري اودوي يودم دومره امکانات هم په واک کي نه لري چي په ټولوسيموکي دباران اوبه دکورونواوکليوله منځونوڅخه وباسي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر