۱۳۹۰ بهمن ۴, سه‌شنبه

دهلمندپه ګريشک ولسوالي سييميزپوليس په دنده ګمارل کيږى.





دهلمندپه ګريشک ولسوالي سييميزپوليس په دنده ګمارل کيږى.
امنيتي چارواکي وايي سيميزپوليس په هلمندکي دامنيت په ټنګښټ کي ښه رول لري او خلکو هم دهمدي پوليسو دجوړيدو غوښتنه کړي .
همدارنګه ددي ولايت دملى امنيت له لوري هم ګڼ شمير وسلي ، چاوديدونکي توکي ، او يوه اندازه وچ تارياک نيول سوي دى .
دهلمند امنيه قوماندان سمونوال عبد النبى الهام وايي چي په ګريشک ولسوالي كي به سيميزپوليس په نيږدي وخت کي په دنده وګمارل سي .
هغه دکريشک ولسوالي له ځايي اداري څخه له ليدوني وروسته وويل چي قومي مشرانو وروڅخه غوښتنه وکړه چي په ګريشک ولسوالي کي نوي سيميزپوليس ورته جوړ او دسمى دامنيت لپاره يه په دنده وګماري .
الهام داهم وويل چي دوي به ۳۲۵ تنه سيميزپوليسو دامنيت لپاره په بيلابيلو سيموکي په نږدي راتلونکي کي ثبت او راجسترکړي ترڅو په دندوه پيل وكړي ،
قوماندان زياته کړه چي سيميزپوليس په هلمندکي دامنيت دټنګښت په موخه زيات اغيزناک بلل سوي او خلک هم ورڅخه خوښ دي ।
ديوه بل خبر له مخي دهلمند دملى امنيت دمنسوبينوله لورى ګڼ شمير وسلي چاوديدونکي توکي او يوه اندازه تارک لاسته ورغلي دى .
دملي امنيت يوي سرچيني رسنيوته وويل چي ددوي منسوبينو په نادعلي او ګريشک ولسوالي کي ځانګړي عمليات ترسره کړي دي چي په عملياتوکي ۷ ميله کلاشنکوف ، يو ميل پيکا ، ۵ ميله سى صد سبر ، يو ميل ار پى جي ، ۸ لاسى بمونه ، يوه پايه مخابره ، ۸ شاجوره ، ۶ حلقي ماينونه ، او ۳۰ کيلو ګرامه وچ تارياک ترلاسه کړى دي .
سرچينه وايي چى دترلاسه سوو توکوپه تور تردي مهال څوک ندي نيول سوي خو په اړيه پلټني رواني دى .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر