۱۳۹۰ دی ۲۷, سه‌شنبه

دبګرام زندان څخه شپږتنه زندانيان خوشي سوله ،





دبګرام زندان څخه شپږتنه زندانيان خوشي سوله ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل وايي ازادي دهرانسان حق دي خوهغه دخوشوسووزندانيانوڅخه په هلمندكي دسولي دپروسي سره دمرستي غوښتنه وكړه ،
والي وه خوشي كړل سووزندانيانوته وويل هڅه وكړي چي يوځل بياستاسي كړني تاسي دزندان ترتوروشپوونه رسوي ،
خودايساف ځواكونودخپل سري حملواودشپي پركورنودچاپووهلوپرمهال هلمندي اوسيدونكي بيول سوي چي په كلونوكلونودزندان دتوروتياروترشاشپي اوروځي تيره وي چي وروسته ترڅيړنوبي ګناه ثابت سوي دي ،
دهلمند.كندهار،اوهرات ولايتونو شپږتنه زندانيان دبګرام زندان څخه خوشي اوخپلوكورنيوته وسپارل سوله ،
په خوشي كړل سووزندانيانوكي دري تنه دهلمنددوه تنه دكندهار اويوهم دهرات ولايت اوسيدونكى ووچي ديوي غونډي پرمهال خپلوكورنيووسپارسوله ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوخبروپرمهال وويل چي زندان ته يوازي هغه كسان ځي چي په جرم اخته وي اويايي هم په غيري قانوني كړنولاس پوري كړي وي ،
دغه زندانيان پداسي حال كي خوشي كيږي چي تردي وړاندي هم دبګرام زندان څخه دهلمنديوشمير زندانيان خوشي كړل سوي وه دچارواكوپه خبره اوس مهال دخوشي كړل سووزندانيانوشميرديرشو تنوته رسيږي ،
دهلمنديوشميرځايي اوسيدونکي وايي چي دبهرنيوځواکونودغلطوراپورنوپراساس دشپي پرمهال يوشميرکسان له خپلوکورنوڅخه بيايي اودمياشتومياشتوزندان څخه ورسته په تحقيقاتوکي بيګناه ښودل کيږي
دوي غوښتنه کوي چي بهرني ځواکونه دي خپلسري عمليات ودروي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر