۱۳۸۹ مرداد ۴, دوشنبه

په هلمندكې ځايي چارواكي وايي چې ځينې بهرنى موسسې له ځايي ادارې سره همغږي نه لري.











په هلمندكې ځايي چارواكي وايي چې ځينې بهرنى موسسې له ځايي ادارې سره همغږي نه لري.
داخبره دهلمندوالي محمدگلاب منگل ددوشنبې په ورځ په هغه غونډه كې په ډاگه كړه چې دآى،آر،ډي موسسې لخوادكرهڼې له پوهنځى سره دځينوكرهڼيزووسايلودمرستې په موخه جوړه سوې وه.
په همدې حال كې ځينې ځايي اوسيدونكي هم دبهرنيوموسسوپه فعاليتونونيوكه كوي.


په دې غونډه كې دهلمندوالي محمدگلاب منگل وويل چې ددې موسسوله ډلې څخه يوه هم دآى،آر،ډي موسسه ده چې دهلمندپه گرمسير،ناوه،نادعلي،مارجې اوځينونوروولسواليوكي دكرهڼې په برخه كې كاركوي خوخپل فعاليتونه يې له ځايي ادارې سره نه دي همغږي كړې چې له همدې امله يې مرستې هم اغيزمنې نه دي تمامې سوې چي كله ناكله ورته يولړستونزي هم راولاړيږي
دغه يوشى ښكاره اوپه ډاگه وايم چې اكثره دوى په ولسواليوكې په مارجه،ناوه ،نادعلي اونوروولسواليوكې پخپل سرپروگرامونه سرته رسوي چې ددغومرستوموثريت اواغيزمنتوب هغسې چې لازم دى هغسې چې توقع ده هغسې چې غوښتنه ده له بده مرغه موږهغسې پايلې نه دي ترلاسه كړې.
دده په ويناچې نوموړې موسسې په مارجه ولسوالى كې په خلكوداوبوماشينونه ياواټرپمپونه ويشلي چې ددې ولسوالى ډيرى ځمكې دهلمندله سيندڅخه خړوبيږي اوداوبوماشينونه هغه كسانوته وركړل سوي دي چې دولتي ځمكې يې غصب كړې اوپه ناقانونه توگه پكې كركيله كوي.
دهلمندوالي همدارازوويل چې هلمنديوپراخ كرهڼيزولايت دى خودې برخې ته ډيره پاملرنه ده سوې اوكه چيرې ورته پاملرنه وسي نوكابودټول هيواددغلودانواړتياوې پوره كولاى سي.
والي همدارازژمنه وكړه چي ډيرژربه دمركزترڅنګ به په ټولوولسواليوكي دغصب سوومځكولپاره لاس په كارسي ترڅوټولي دولتي غصب كړل سوي مځكي بيرته خلاسي سي
په همدې حال كې دهلمندځينې اوسيدونكي هم وايي چې دځينوبهرنيوموسسوفعاليتونه په لوړه كچه نه دي ترسره سوي اوددوى ډيرى لگښتونه دپرمختللوكورونوپه كرايه كولواودمرمى ضدپه موټرواوځينونوروورته توكولگول كيږي.
هڅه مووكړه چې په دې اړه دنوموړې موسسې نظرهم راواخلوخوونه توانيدو.ترڅوهغه هم پدي اړه خپل نظرووايي
داپه داسې حال كي ده چې ځينې كتونكي وايي چې په دې ولايت كې دكرهڼې برخې ته دنه پاملرنې له امله دامهال په زرگونه هكتاره كرهڼيزې ځمكې شاړې پاتې دي اوياهم پكې نيشي توكي كرل كيږي.اويادځينونوروكسانولخواغصب كړل سوي ،

۱۳۸۹-۵-۴

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر