۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبه

دمارجي ولسوالي په هكله نوي ليكنه

دمارجي ولسوالي په هكله نوي ليكنه ( ليكوال ) ( سردارمحمد ) ( سروري )

دمارجي ولسوالي اوسيدونكي په دي ولسوالي كي دډاډمن امنيت دنشتوالي څخه سرټكوي اوپه نوموړې ولسوالي كي د پوره امنيت دراويستلوغوښتنه كوي داچي ددي ولسوالي داوسيدونكو چيغي ناري به ددولتي چاروكي واوري كنه اوددوي لپاره به دهوساژوندكولوچاري څوك بر ابر وي ،
پدي اړه پام وكړي يوي چمتوسوي لكيني ته چي ددي ولسوالي داوګړودږغ انعكاس پكښي څرګندسوي دي ،

دمارجي ولسوالي دلښكرگاه په ديرش كيلومتري كي دلويديځ لورته پرته ولسوالي ده چي دڅوكلونوراهيسي دوسلوالوطالبانوپه ولكه كي وه خودڅه مودې په تيريدوسره دهيوادجمهوررئيس حامدكرزي ورته دمارجي ولسوالي لپاره دعملياتواجازه وركړه چي دمشترك په نوم عمليات ترسره سول چي پدي عملياتوكي پنځلس زره كورنيواوبهرنيوعسكروونډه لرله چي په دي ولسوالي باندي يي دشپي لخواعمليات پيل كړل اوددي ولسوالي ځيني سيمي يي ترخپلي ولكي لاندي راويستي خودي عملياتودڅومياشتوپه تيريدوسره په مارجي ولسوالي كي نسبي امنيت رامنځ ته سووخولادوګړولپاره دژوندوكولوزمينه نه ده برابره سوي ،هرورځ ددي ولسوالي خلګ ديولړستونزوسره مخ دي اوهرورځ دمارجي ولسوالي اوسيدونكي دخپل كوردخوږوبچيانو،وړونو،خويندواونورودوستان خپل ژوندله لاسه وركوي چي دماين ، ياهم ددواړوغاړودوسلوالو نښتو ، اوياهم دطالپانولخوادشپي له مهاله ايستل كيږي اوپه يوه اوبله بهانه وژل كيږي
پوښتنه دلته پيداكيږي چي اياددي ولسوالي اوسيدونكي خداي ج رسول ص اوياهم بل خواخوږي لري چي ددي خوارانو،غريبانوږغ واوري چي هره ورځ ديوي مرګوني پښي شاهدان دي ،
داچي اوس پدي ولسوالي كې ددولتي چارواكوپه خبره امنيت ټينگ سوي خولادمارجي ولسوالي درانه پتمن اوغيرتي اولس هره ورځ دكډه كولواوياهم يوخوندي سيمي ته دشپي اوورځي تير ولوته اړسوي ترڅودخپلې كورنى دغړيولپاره مناسب ځاي ولټوي.
په مارجي ولسوالي كي ډيري ميندي وژړيدي، ډيري خوندي كونډې سوي، ډيرى ماشومان يتيمان سول اوډيري پتمنوغيرتمنوتورسروپوړني دسره ولويدل اوهغه بي ستره سوي اياداتورسرې يوخواخوږي اسلام پال اوپرخپلي پښتومين اودخپلوميندواوخويندودعزت ساتونكي خلګ به چيري وي چي ددي خوارانوپرسردعزت ټكري ورپرسركړي اودوي دبي عزتي دورځوشپولپاره دپاى ټكي كښيږدي ،

زه خوپدي لاهيڅ نه پوهيږم چي داسي كارونه په اسلام كي اوداسلام په سپيڅلي كتاب قران كريم كي سته كنه چي يومسلمان دي دبل مسلمان وروراوخوردمرګ تعبيانيسي اوياهم دي ديومسلمان ورورياخورلپاره دبي عزتي ژوندوغواړي اياداپه اسلام كي راغلي ؟
داچي په مارجي ولسوالي كي افغان دولت اونړيواله ټولنه اوس هم لګيادي چي پكي امنيت راولي اوددي خلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره كړي خولاولي ددي ولسوالي خلګ بياهم هره ورځ دمرګ ښكاردي اوهره ورځ ددي ولسوالي ديوكورنه ديوكوره څخه جنازې دهديري په لوررواني دي خواوس هم ددي ولسوالي اوسيدونكي دامنيت دنه شتون څخه سرټكوي اوددولت كمزوري ياده وي چي پدي ولسوالي كي يي امينت لاتردي مهاله نه دي كابوكړي دمارجي ولسوالي يوتن اوسيدونكي حميدالله همدرد وايي چي پدي ولسيوالي كي ددولتي چارواكواوبهرنيوځواكونوامنيتي پوستي شتون لري خودده په ويناچي يادي پوستي پخپله سل مترى واټن كې واك لري اونوري سيمي ددولت پرضددوسلوالودطالبانوپه ولكه كي دي همدردر همدارازوايي چي پدي ولسوالي كي نه بلكي په ټول هلمندكي دامنيت راويستل ناشوني خبره ده ترهغه مهاله چي بهرنيان پدي ولايت كي وي ،

دمارجي ولسوالي اوسيدونكي اوس هم دورځي په تيره ولوسره دژوندكولولپاره ورته مناسبه زمينه نه ده برابره ولي چي وګړي يي هره ورځ كډه كولوته اړيږي داچي دروان كال ۱۳۸۹-۴-د۲۶ ۲۷ او۲۸ تاريخ كي دمارجي ولسوالي څخه دافغان خبريال جوادداوري په وينا داټكل له مخي مركزلښكرګاه اونوروباامنه سيموته دمارجي ولسوالي څخه دپنځلس سوه كورنيوپه شاوخواكي كډوالي سوي دي چي داشميره هم داښيي چي پدي ولسوالي كي لادامنيت لپاره هيڅ ډول زمينه نه ده برابره ،
دلته داخبره راپورته كيږي چي ددومره بهرنيواوافغان ځواكونوسره سره بياهم سوله امن اودخلګولپاره دژوندكولوچاري نه برابريږي دلته هرومرو دسړي زهن ته يوډول ډيراومشكوك سوالونه رامنځ ته كيږي ،

چي لاترڅوبه پدي ولسوالي كي داسي حالات وي اوخلګ به دمرګ ژوبلواويولړنوروهغه پيښوښكارګرځي چي تل ددي ولسوالي خلګ ورسره لاس اوګريوان دي ،
په هلمندكي داطلاعات اوكلتوررئيس عليشاه مظلوميارچي دمارجي ولسوالي اوسيدونكي دي اوداولسوالي خپل پلرني ټاټوبي بولي وايي چي دمارجي ولسوالي څخه دوهم دوږخ جوړسوي دي اوخلګ يي په تودولمبوكي سوځي اوددي اورلمبي به ددي ولايت دمركزڅخه نيولي ان ترټولوولسواليوپوري ورسيږي ولي چي نړيواله ټولنه هم نه غواړي چي پدي ولايت كي امنيت تامين سي ،

دي وايي كچيري بهرني ځواكونه غواړي چي پدي ولايت كي دهرنګه ستونزومخه ونيسي نودي ستونزي ته ژرترژره دحل لاره ولټوي مظلومياروايي چي بهرني ځواكونه وايي موږدهواڅخه دڅلوراينچه شي اواز اورواوهم دهغه تشخيص كولاي سوو،
خوداطلاعاتواوكلتوررئيس بياداهرڅه ناسم اوصرف دافغانانوغوله ول بولي دي واي په مارجي ولسوالي كي ديوي ويالي پرغاړه دبهرنيوځواكونوګزمه وي اوپرهغه بله خوايي طالبان دخپلووسلوسره سمبال ګرځي نوكه سړي داهرڅه سره پرتله كړي هرومرو سړي پوهيږي چي داهرڅه ددي ملك دوګړولپاره سوله راويستل نه بلكي دهغوي غولول دي ،

دي همدارازوايي چي پدي ولسوالي كي دامنيت راويستل ځكه ناشوني خبره ده چي ددي ولسوالي ټول امنيتي واك دداسي چا په لاس كي دي چي هغه ددي ولسوالي نه دي دي وايي كه افغان دولت اوبهرني ځواكونه غواړي چي په مارجي ولسوالي كي امنيت تامين سي نودي ددي ولسوالي لپاره دي ولسوال ، امنيه قوماندان ، اوهمدرنګه ددي ولسوالي لپاره ټول ملي پوليس ددي ولسوالي دخلګوڅخه وركړي چي داولسوالي به داونيوپه تيريدوسره دهرنګه ستونزوڅخه ژغورل سوي وي ،
مظلومياروايي چي ددي ولسوالي لپاره دقومي سپين ږيرورول اوهغوي ته وخت وركول دمارجي ولسوالي لپاره يوه ترټولواړينه خبره ده ،

دي زياته كړه ټول هغه قومي سپين ږيري چي دامهال هم دوسلوالوطالبانوسره په ټكركي اوهغه په لشكرګاه ښاركي اوسي داسي خلګ كولاي سي چي ددي ولسوالي لپاره دامنيت جوګه وګرځي ،
دمارجي ولسوالي يوبل تن اوسيدونكي محمد داودهم ددي ټولوخبروسره همږغي ښه يي اوددي ولسوالي لپاره دامنيت راويستل دمارجي ولسوالي قومي سپين ږيروته واك اواختيارسپارل ښيي ،
محمد داودوايي ددي ولسوالي دخلګولپاره دمناسب ژونددراويستلوهلي ځلي به څوك كوي اولاتركومه به داوګړي داورپه سرولمبوكي سوځي

اوس خبره دلته داراپيداكيږي چي څومره وخت به تيرسوي وي چي ددي ولسوالي دوګړولپاره دامنيت چاري لټول سوي وي اوكله به ددي خلګوږغ څوك واوري اودد ي ولسوالي دبوروسووميندو، كونډو،پيغلو، اوهغه ببرسرويتيمانوپرنازك اونازولي مخ دخپل زوي ، دخپل خاوند، اوياهم دخپل موراوپلاردغمه اوښكي پاكوي اوددوي دي هسكيرلي اولاله هانده ساندوته څوك ارام راولي اياداسي څوك به ستاسوپه منځ كي وي ؟

۱۳۹۸-۴-۲۶

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر