۱۳۸۹ تیر ۲۶, شنبه

دافغانستان دعامي روغتياسرپرستي وزيري په افغانستان كي دبيات بنياد مشردافغان بيسم دمخابراتي شبكي مشر اويوشميرنورومسئولينوهلمندولايت ديوسفرپرمهال دولاي




















دافغانستان دعامي روغتياسرپرستي وزيري په افغانستان كي دبيات بنياد مشردافغان بيسم دمخابراتي شبكي مشر اويوشميرنورومسئولينوهلمندولايت ديوسفرپرمهال دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي ديوي غونډي پرمهال پداسي حال كي ګډون وكړچي دهلمندوالي ترڅنګ ديوشميرنورودولتي ادارو مسئولينوهم گډون درلود،
خبر.......................... سروري ،
دافغانستان دعامي روغتياسرپرستي وزيري ډكټر اغلي ثريادليل ، په افغانستان كي دبيات دبنياد مشرانجينراحسان الله بيات ، ديادبنياد مرستيال انجينر محمداسماعيل ، دافغان بيسم دمخابراتي شبكي مشرامين رامين ،دپاميرهوايي شركت مرستيال امرخيل ،دكابل بانك استازي ، په لښكرګاه كي دموراوماشوم دپنځوس بستريزروغتون دبنسټ ايښودلوپه موخه هلمندته راغلل ،
دهلمند والي محمدګلاب منګل ، امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، دملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي ،دولايتي شورارئيس محمدانور، اويوشميرنورودولتي مسئولينويي دبست ملكي هوايي ډګرته دهركلي په موخه ورغلي وه ،
دغه پلاوي دپنځوس بستريز روغتون دچارودپيل په وياړ په جوړه سوي غونډه كي پداسي حال كي گډون وكړچي دهلمندوالي ترڅنګ په ولسي جرګه كي كي دهلمندخلګواستازو، محمدانورخان ،معلم ميرولي ، نسيمه نيازي ، اوويوشميرنورودولتي مسئولينومسئولينوهم گډون درلود ،
يادروغتون چي دبيات بنياد په مالي مرسته جوړيږي چي پدي سره به دهلمندلايت داوسيدونكوروغتيايي ستونزي چي ددوي پروړاندي پرتي وي هغه ترډيره بريده حل سي ،
هلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوخبروپرمهال بيات دبنياد دمشر انجينراحسان الله بيات اودد ه دكاري ټيم څخه مننه وكړه چي ددي بنياد مرستي ترهلمندولايت هم راورسيدي اوپه پيل كي يي پنځوس بستريزروغتون دجوړولوچاري دموراوماشوم دخونديتوب لپاره ٰپيل كړي ،
هلمندوالي همدارازددي روغتون دجوړولو مباركي ټولوهلمندوالواوهمدارنګه يي ددي بنياد مشرانجينراحسان الله بيات ته هم وركړ ،

ښاغلي منګل ددي ټولني دمسئولينوڅخه پدي ولايت كي دلانورمرستوهيله هم وكړه ترڅوپه هلمندولايت كي دهرډول ستونزومخه نيول سوي وي ،
دافغانستان دعامي روغتياسرپرستي وزيري اغلي ډاكټرثريادليل دخپلوخبرپرمهال وويل دادخوشحالي ځاي دي چي په هلمندلايت كي ديوداسي روغتون دبنسټ دايښودلوراغلي يم چي پكښي دموراوماشوم لپاره روغتيايي خدمات وړاندي كيږي
چي پدي سره دموراوماشوم دمړيني په كچه كي كموالي رامنځته سي ،
اغلي دليل وويل چي جنګ ، بيكاري ، بيوزليتوب ، هغه ستونزي دي چي هيوادوال ديولړډيروسختوحالاتوسره مخامخ كوي اوګڼوروغتيايي مركزوته لاهم اړتياسته ،
كليپ ،،،،، دليل ،،،،،،
دهيواددعامي روغتياسرپرستي وزيري اغلي ثريادليل ، دهلمنددعامي روغتيادمسئولينوهڅي وستايلي اودهغيوڅخه يي په خپلوكارونوكي دلانوروهلوځلوهيله وكړه ،
دبيات دبنياد مشرانجينراحسان الله بيات ، دخپلي ويناپرمهال ددي ولايت سره دلانورومرستوژمنه هم وكړه وويل چي داټولنه به په هلمند ولايت كي خپل خيريه كارونه نورهم ډيره وي ترڅوپدي ولايت كي دستونزومخه نيول سوي وي ،
دښاغلي بيات په خبره داروغتون به داته مياشوتوپه موده كي په ډيروښو اومجهزو طبعي وسايلوسمبال اودهلمندوالوپه خدمت كي وړاندي سي ،

دبيات دبنياد دخيريه ټولني مشراحسان الله بيات وويل چي زموږمرستي به نه يوازي دهلمندپه مركزكي بلكي به ددي مرستولړي ان ددي ولايت ترولسواليوپوري ورسيږي اوهلمندوال په دهرنګه ستونزوڅخه وژغورل سي ،
په ولسي جرګه كي دهلمنددخلګواستازي اغلي نسيمه نيازي وويل داسي ګامونه اخيستل په هلمندولايت كي دپرمختګ اودهلمنددښه كيدوڅرګندوي كوي نيازي همدارنګه ددي روغتون په جوړه ولوسره خوښي وښودل اودروغتياپه برخه كي يي دهرنګه ستونزودحل كولوهيله وكړه ،
دولايتي شورارئيس محمدانوردبيات دبنياد دمرستوڅخه مننه وكړه اودلانورومرستوغوښتنه يي وكړه ترڅوپدي ولايت كي نورهم ياده ټولنه خپلي مرستي ګړڼدي كړي ،

ښاغلي انورخان دهيواددعامي روغتيادسرپرستي وزيري اغلي ثريادليل څخه وغوښتل ترڅوپدي ولايت كي دعامي روغتياپه برخه كي خپلي هلي ځلي ګړندي كړي ولي چي پدي ولايت كي پدي برخه كي يولړستونزي موجودي دي ،
دغونډي په وروستيوكي دبيات دبنياد مشرانجينراحسان الله بيات دهلمندولايت دورزش امريت سره دلس زره امريكايي ډالره مرسته ، اوهمدارنګه پنځه زره ډالره دعامي روغتيادرياست اودوه زره امريكايي ډالره دهلمنددروزنتون سره هم مرسته وكړه ،
دولايت دمقام لخوادهيواد دعامي روغتياسرپرستي وزيري اغلي ډاكټر ثريادليل دبيات دبنياد مشرانجينراحسان الله بيات اوراغولوټولوميلمنوته دهلمندپه حجاري اونجاري فابريكه كي جوړي سوي ډالي دهلمندوالي محمدګلاب منګل اونوروردولتي مسئولينولخواوركول سوي ،
وروسته دمركزڅخه راغلي پلاوي اودهلمندولايت مسئولينولخوادشهيدغلطان په سيمه كي دفاطيمه بيات دموراوماشوم دخونديتوب دپنځوس بيستريزروغتون دبنسټ ډبره كښيښودل سوه ،
دروغتون دبنسټ دبري ايښدلوپرمهال هلمندوالي محمدګلاب منګل له ښاغلي احسان الله بيات څخه مننه وكړه چي دروغتيابرخي ته يي زياته پاملرنه ده اوددي روغتون په جوړلوسره به دزرګونوميندواوماشومانوژوندژغورل سوي وي ،
هلمندوالي ددي روغتون دقرارداديانوڅخه وغوښتل چي په جوړولوكي يي پوره هلي ځلي ترسره كړي ،
۱۳۸۹-۴-۲۶







هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر