۱۳۸۹ مرداد ۱, جمعه

په هلمندکي دولتي چارواکو !ديوه اندازه وسلو او چاوديدونکو دنيولو خبر ورکړ.



په هلمندکي دولتي چارواکو !ديوه اندازه وسلو او چاوديدونکو دنيولو خبر ورکړ.
چارواکي وايې چي دغه چاوديدونکي توکي او وسلي يې ددي ولايت په بيلابيلو سيموکي دلنډ مهاله عملياتو پرمهال دملي امينت دمنسوبينو لخوا کشف او نيول شوي دي .
.

دهلمند دوالي مرستيال عبدالستارميرزکوال دملي امينت په انګړ کي خبريالانو ته وويل چي د پنجشنبي په ورځ دلښکرګا ه ښار په سرکار اوشاه خواسيمو کي دملي امينت منسوبينو يو لړ عمليات تر سره کړي دي چي يو شمير وسلي او ماينونه يې نيولي دي .
دده په وينا دلښکرګاه او اړونده سرکارپه سيمه کي نهه حلقي ماينونه وړاندي تر دي چې ددولت مخاليفين يې دښار بيلابيلو برخوته وليږدوي نيولي دي .
ميرزکوال زياته کړه چې چاوديدونکي توکي دغوړيو په ډبو کي ځاى پرځاى سوي چې ټول ټال ١٢٠ کيلو وزن يې در لود .
دوالي مرستيال زياته کړه چې څلور ميله کلاشنکوفونه هم تيره ورځ په بيلابيلو سيموکي دملي امينت منسوبينو دلنډ مهاله تر سره شوي عملياتو پرمهال په لاس راوړي دي .
وسلوالو طالبانو په دي اړه څۀ ندي ويلي خو ددوى دډلي وياند قاري يو سف احمدي وايې چې دګرشک په سروخ اباد سيمه کي يې ٣ ټانګو په ماينونو الوزلي او په کي سپاره ٨ تنه بهرني سرتيري يې وژلي دي خو دولتي مسولينو او بهرنيو ځواکونو په دي اړه څه ندي ويلي .

۱۳۸۹-۵-۱

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر