۱۳۸۹ تیر ۲۳, چهارشنبه

دهلمند دپوليسو دښوونيزمرکز څخه يو سل او دوه اتيا تنه پوليس ددوه مياشتو مسلکي زده کړي وروسته په داسي حال کي دفراغت سندونه ورکول سوه چي دهلمند والي تر څ







دهلمند دپوليسو دښوونيزمرکز څخه يو سل او دوه اتيا تنه پوليس ددوه مياشتو مسلکي زده کړي وروسته په داسي حال کي دفراغت سندونه ورکول سوه چي دهلمند والي تر څنک دبرتانيا سفير په هلمند کي دامريكايي سمندري ځواکونو قوماندان او يوشميرر نور امنيتي مسولينو هم برخه درلوده .

دهلمند دپوليسو دښوونيز مرکز څخه دچهارشنبي په ورځ يو سل اودوه اتيا تنه پوليسو ته ددوه مياشتومسلکي زده کړو وروسته دفراغت سندونه په داسي حال کي ورکول سوه چي دهلمند والي محمدګلامنګل تر څنک امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار دبرتانيا سفير سرويليم پي ټي اوپه هلمندکي دسمندري ځواکونو قوماندان جنرال ميلز دولايتي شورا ريس محمد انور او يو شمير نورو دولتي مسولينو هم برخه درلوده ،
دهلمند والي محمد ګلاب منګل دخپلو خبرو پرمهال دپوليسو روزنه او مسلکيتوب تر هر څه اړين وباله ولي چي دامنيتي حالاتو په كابو كولو كي تر ډيره ځايه ښوونه اوروزنه ستررول لوبوي
دمسولينو په وينا په دي ولايت کي ملي پوليس د امنيتي چارو په سمون کي تر ډير ه بريده کوټلي ګامونو پورته کړيدي ،
منګل زياته وي چي يوازي امنيت په پوليسو نه سي رامنځته كيدي بلكي ولس هم بايد دامنيتي مسولينو سره په هر اړ خيزه برخو كي همكاري وكړي تر څو په ا منيتي چارو كي لابدلون رامنځته سي ده وويل چي دمګړي په دي ولايت كي ډيري پوليس په زده كړو بوخت دي چي په دي سره ددي ولايت امنيت ډاډمن سي .
دښاغلي منګل په وينا چي دامهال دهلمند په ټولو ولسواليو كي مسلكي پوليس په دندو ګمارل سوي تر څووكولاي سي چي دولس په همغږي سره په چارو كي سمون رامنځته كړي
دبرتانيا سفير سرويليم پي ټي او دامريكايي سمندري ځواكونو قوماندان تورن جنرال ميلزپه دي ولايت كي دپوليسو په لا روزنه كي دمرستي كولو ژمنه وكړه اودخپلو هيوادونو پر مرستو يي ټينګار وكړ تر څو په دي ولايت كي دامنيت تر څنك په نور وبنسټيزوبرخو كي پراخ پروګرامونه په لاره واچول سي
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار او دولايتي شورا ريس محمد انور دپوليسو لاسته راوړنو ته په اشاري سره وويل چي اوسمهال پرپوليسوباندي دخلكواعتماداوباورزيات سوي اودزياتوخونړيوپيښومخه نيول سويده .
دغونډي په وروستيو كي دهلمند والي محمد ګلامنګل دبرتاينا سفير دهلمند امنيه قوماندان او نورو امنيتي مسولينو له لوري دفراغت سندونه هغه يو سل او دوه ايتا تنه پوليسو وركول سوه كوم چي ددوه مياشتو را په يخوايي په دي ښوونيزمر كز كي عسكري زده كړي ترسره كړي ،
۱۳۸۹-۴-۲۳

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر