۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

هلمند:دسولي دعالي شورالخوادکړوژمنونه عملي کولوپه هلمندکي دسولي بهیرله ماتي سره مخ کړي دي .

 
راپور---۲۰۱۴—۲----۱۹
دسولي دعالي شورالخوادکړوژمنونه عملي کولوپه هلمندکي دسولي بهیرله ماتي سره مخ کړي دي .
ددي ولایت چارواکي وايې داچي وسله وال دسولي دپروسي سره دیوځای کیدلولپاره زړه نه ښه کوي یوازیني علت يي پدي ولایت کي ناامني اوله بلي خواکومي مرستي چي دیاشورالخواورکول کیږي هغه پرخپل وخت نه ورکول کیږي چي دغه لړۍ یه له خنډونوسره مخ کړي ده .
پرهمدي مهال دسولي دعالي شوراځاي چارواکي هم یاده ستونزه مني خوغوښتنه کوي دولت اومرسته کوونکي دي دسولي لپاره ټاکل سوي بودیجه پرخپل وخت ورکړي ترڅوپراته خڼدونه لمنځه ولاسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي محمدنعیم وايې پدي ولایت کي دسولي په برخه کي څنګه چي تمه ده هغه ډول پرمختګ نه دي راغلي . دده په خبره دسولي دعالي شورالخودکړوژمنونه عملي کول پدي ولایت کي ناامني هغه لوي ستونزي دي چي دسولي بهیريې له ډیروستونزوسره مخ کړي دي .
دوالي په خبره بیاهم پدي ولایت کي دسولي په برخه کي ډیری پرمختګونه راغلي اوهغه پرقومي مشرانوږغ وکړچي پدی ولایت کي دسولي دپروسي دپیاوړي کولولپاره دي پوره مرسته وکړي.

دنوموړي په ویناکه څه هم هلمندیوناامنه ولایت دي خوبیاهم هڅه کوي چي دسولي په برخه کي کوټلي ګامونه پورته کړي .
پرهمدي مهال دسولي دولایتي کومیټي مشرفضل باري فیاض وايې دسولي عالي شوراته ټاکل سوي بودیجه پروخت نه ده ورکول سوي چي پدغه برخه کي ددوي دسولي پورسه له ځنډاوخڼدسره مخ سوي ده دده به خبره دهلمندناامني .پراخ والي .اوله ګاونډي هیوادپاکستان ګډه پوله هغه څه بولي چي دسولي پروسه يې له یوډول ستونزوسره مخ کړي ده .

نوموړي زیاته وي په یوه داسي ولایت کي دسولي پروسه مخته وړل که څه هم ستونزمنه ده خوپه وینادوي اوس هم دسولي په برخه کي يه پراخي هڅي کړي اولابه هم دغه لړۍ دوام داره کړي .
په ورته وخت کي دسولي دپروسي سره دیوځاي سوي شپږکسیزي ډلي مشرهم له دولته څخه دمرستواودډاډمن امنیت دراویستلوغوښتنه کوي .

داپه داسي حال کي ده چي دسولي عالي شورا په۱۳۹۰ کال کي په هلمندکي ولایت کي دسولي ولایتي دفترپرانسیت چي تراوسه يي ۲۳۲ تنه وسله وال طالبان دسولي دپروسي سره یوځاي کړي دي .    

هلمند: دوه وسله وال طالبان ژوندي ونیول سول .

راپور----۲۰۱۴—۲----۱۸
دوه وسله وال طالبان ژوندي ونیول سول .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدلاحدچوپان وايي تیره شپه دامنیه قوماندانۍ دخاصي قطعي ځواکونودلښکرګاه ښاراړونددباباجي په سیمه کي دچاڼیزوعلمیاتوپرمهال دوه وسله وال طالبان ژوندي هغه مهال ونیول کله چي پولیسوپه دغه سیمه کي دیوه راپورلمخي پلټني پیل کړي .
دچوپان په خبره دنیول سوووسله والوسره دوه میله کلاشنکوف . دوه میله کره بین . یومیل تماچه هم نیول سوي .
هغه وايې دوي به دراتلونکوټولټاکنولپاره دښارپه هغه سیموکي چي شک وي عملیات کوي ترڅودامینتي ستونزومخه ونیول سي .
په هلمندکي دنوروختوپه پرتله امنیتي ستونزي ډیري سوي دي خوچارواکي وايي دوي به يې دلمنځه تلولپاره کوټلي ګامونه پورته کوي .


هلمند :په نوزاد ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې اتووسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده

خبر-۱۸-۲-۲۰۱۴
د هلمند په نوزاد ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې اتووسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده
د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات وايي دغه هوايي بريد د سه شنبې په شپه ددې ولسوالۍ د دهنې د تنگي په سيمه كې هغه مهال ترسره سوى چې يوې ډلې وسله والوطالبانوچې پاكستانيان هم پكې شامل دي غوښتل دې ولسوالۍ ته غزيدلې لاره د ترافيكوپرمخ وتړي اوترڅنګ يې دیادي ولسوالۍ پرځنیوامنیتي پوستوبریدونه هم ترسره کړي .
د نوموړي په وينا چې په دې بريد كې دملاخیرمحمدچي مشهورپه ملاخیرماددي هم وژل سوي دي ولسوال وايې یادوژل سوي وسله وال ددي ولسوالۍ ترټول مشرقوماندان ووڅلورتنه وژل سوي اوڅلورنورټپيان سوي دي.
هغه وايي چې د بريد كوونكووسلې اومهمات هم له منځه تللي اوملكي كسانوته پكې هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
دسادات په خبره چې وسله والوطالبانود راتلونكوټولټاكنود امنيت د گډوډلوهڅه كوله چې له ياد سوي برخليك سره مخ سوي دي.

خووسله والوطالبانوپه دې اړه تردې مهاله څه نه دي ويلي.

هلمند: دملي امنیت دریاست له لوري دیوي خوړنۍ پیښي مخه ونیول سول.

راپور-۱۸-۲-۲۰۱۴
په هلمند كې دملي امنیت دریاست له لوري دیوي خوړنۍ پیښي مخه ونیول سول .
ددي ولايت كې چارواكي وايي وسله والوطالبانوغوښتل په لښكرگاه ښاركې د ټاكنوپه مركزونواوځينودولتي تاسيساتوځانمرگي ډله ايزبريدونه ترسره كړي چې د ملي امنيت لخوا يې دغه پلان شنډ کړل سوو.
دوى همدا رازوايي چې د نوموړې ادارې په هڅودوسله والوطالبانويوه شپږکسیزه ډله چي په ګرمسیراوخانشین ولسوالیوکي یه فعالیت درلودد سولې له پروسې سره يوځاى کړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند والي محمد نعيم د سه شنبې په ورځ خبريالانوته وويل وسله والوطالبانوپلان درلود چې په لښكرگاه ښاركې نه يوازې د ټاكنواړوند ځينې دفترونه ترخپلوبریدوننولاندي راولي بلکي یوشمیردولتي ادارولپاره يې هم داماده ګۍ په حال کي وه چي دوشنبې په ورځ د ملي امنيت د منسوبينولخوا یه مخه ونیول سوله چي په تړاويې دوه تنه هم نیول سوي دي .
دوالي په خبره له یادوکسانوسره يی یوه عراده موټربم کورلا.دري عرادي موټرسیکل بمونه .څلوردځانمرگوبريدونوواسكټونه .شپږمیله کلاشنکوف .دوه میله پیکه .دوه میله ارکیټ اویوه اندازه موهیمات اوچاودیدونکي توکي هم ورسره نیول سوي دي .

هلمندوالي وايي په همدي ورځ د ملي امنيت په هڅودګرمسیر.اوخاشین ولسوالیوکي د وسله والومخالفينويوه شپږكسيزه ډله چې د ماينونوایښودل يي دنده وه دسولې له پروسې سره يوځاى اوخپلې وسلې يې دغه  پروسې ته وسپارلې .
په ورته وخت کي په هلمندکي دپوليسود شپږم سرحدي زون مسؤلين وايي په همدې ورځ يې په خانشين ولسوالۍ كې د عملياتوپه ترڅ كې درى تنه وسله وال طالبان له څلورموټرسیکله اویوهاندازه وسلواومهماتوسره نيولي دي.

دا په داسې حال كې ده چي په هلمندکي امنیتي چارواکي وايې دټاکنودرانږدي کیدوسره سم دوسله والوحملي اوفعالیتونه پدي ولایت کي زیات سوي دي خوامنیتي ځواكونه وايې دوي هم خپلې هڅې گړندى كړې دي.

۱۳۹۲ بهمن ۲۸, دوشنبه

هلمند: دپولیسوپه چاڼیزوعملیاتوکي ۷ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .

 
راپور--۲۰۱۴---۲---۱۷
په هلمندکي دپولیسوپه چاڼیزوعملیاتوکي ۷ وسله وال مخالفینوته مرګ ژوبله اوښتي ده .
ددي ولایت دلومړي کنډک چارواکي وايې دلښکرګاه ښاراړونده دخشک ابي په سیمه کي یه دوسله والومخالفینودلمنځه تلوپه موخه یادعملیات په لاره اچولي دي دغورزوسیمه يي په بشپړه توګه تري پاکه کړي ده.
 خوزیاته وي په دغه سیمه کي دناامنیواصلي عامل دوسله والوپراخ شتون یاده وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ دلومړي کنډک قوماندان سمونوال عبدالستارنورزي ددوشنبي په ورځ خبریالانوته وویل پولیسویه دلښکرګاه ښاردخشک ابي دغوروزوپه سیمه کي چاڼیزعملیات کړي چي په پایله کي یه دري وسله وال ووژل سول اوڅلورنورټپیان سوي هم دي .
دده په خبره پدي عملیاتوکي یومیل کلاشنکوف .۳ عرادي موټرسیکل بمونه .۳۴ حلقي ماینونه .دوه عرادي موټر.۴ عرادي موټرسیکلونه . ۶۳۰ کلیوګرامه چرس اویوه اندازه چاودیدونکي توکي هم دپولیسولاسته ورغلي دي .

دنوموړي په ویناپه په دغه سمیه کي ناامنۍ ځکه زوراخلي چي په وینایه دوسله والودتګ اوراتګ لپاره په یاده سیمه کي پوره زمینه برابره ده چي نه یوازي دویته امنیتي ستونزي جوړي کړي بلکي دښارترڅنګ يې دلوي لاري مسافروته هم کله ناکله دجنګ جګړواومانیونودځاي پرځاي کولوله امله پراخي امنیتي ستونزي پیداکړي دي .
نورزی که څه هم دغه سیمه دځان لپاره یو سردردبولي خوپه ویناپولیس اماده دي چي دوسله والوطالبانوهرډول پلانونه شنډاومخنیوي يه وکړي .
خشک ابه چي دلښکرګاه ښارپه شاوخوالس کلیومتري کي پرته سیمه ده دوسله والوطالبانودتګ اوراتګ اوپه دغه سیمه کي دنهرسراج اوپه ښارکي دحملودتنظیمه ولویولوي مرکزهم بلل کیږي چارواکي په دغه سیمه دناامنۍ لويه ستونزه ددرنووسلونه درلودل هم یولوي خنډبولي .



۱۳۹۲ بهمن ۲۷, یکشنبه

هلمند:دماین په چاودنه کي څلوروولسي وګړوته مرګ ژوبله واوښته .

راپور---۲۰۱۴—۲--۱۶
دماین په چاودنه کي څلوروولسي وګړوته مرګ ژوبله واوښته .
دهلمندولایت مطبوعاتي دفترڅخه رسنیوته په استول سوي خبرپاڼه کي ویل سوي دماین چاودنه دشنبي په ورځ دګرشک ولسوالۍ دمیرمنداب په سیمه کي هغه مهال رامنځته سوله کله چي څلوروتنوګرونده ګرودخپلوكرنيزوځمكولپاره د اوبو وياله پاكوله چې پر همدې وياله كې ځاي پرځاي سوي ماین چاودنه پري وکړه .
ددې چاودنې په پايله كې یوولسي وګړي ووژل سواودري نوريي ټپیان کړله .
خبرپاڼه وړاندي کاږي په همدي ورځ دیادي ولسوالۍ دامنیه قوماندانۍ مخي ته هم وسله والوماین ځاي پرځاي کړي ووچي پولیسوکشف اولمنځه يې یووړ.







۱۳۹۲ بهمن ۲۶, شنبه

دهلمندچارواکي :وسله وال مخالفین پوره هڅه کوي چي دراتلونکوټولټاکنوبهیرګډوډوکړي .


 
راپور----۲۰۱۴---۲---۱۶
وسله وال مخالفین پوره هڅه کوي چي دراتلونکوټولټاکنوبهیرګډوډوکړي .
پدي ولایت کي دسرحدي پولیسوچارواکي وايې دوي په سرحدي ولسوالیوخانشین اودیشوکي دعقاب ۰۲ ترنامه لاندي عملیات په لاره اچولي دي په لړکي یه تیره ورځ پنځه تنه وسله وال دیوه اندازه چاودیدونکوتوکواویوه عراده موټرسره لاس په لاس نیولي دي .
داپه داسي حال کي چي پدي ولایت کي له یوي خواناامني ډیره سوي اوله بلي خوادولسمشرۍ اولایتي شوراګانوټاکني هم ورځ تربلي دراتلوپه حال کي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دشپږم سرحدي زون دپولیسودکشف امرسمونمل عبدالاحمداحمدي دیکشنبي په ورځ خبریالانوته وویل پدي ورستیوکي په سرحدي ولسوالیودیشواوخانشین کي وسله وال پوره هڅه کوي چي دراتلونکوټولټاکنوپروړاندي یوډل ناامني جوړه کړي چي دويه هم پروړاندي چاڼیزعملیات دعقاب ۰ ۲ترنامه لاندي په لاراچولي دي چي په پایله کي یه دري وسله وال ژوندي نیولي اودوه نوريې ټپي کړي هم دي .
دده په خبره یوه عراده دوه سیټه ټیوټاموټر.یومیل کلاشنکوف . ۹ داني شاجورنه اویوه اندزه چاودیدونکي توکي هم دیادوکسانوسره نیول سوي دي 

دنوموړي په ویناددوهم کنډک سرحدي پولیسودخپلوعملیاتوپه دوام دخانشین ولسوالۍ یوشمیرسیمي یه دوسله والومخالفینوڅخه پاکي کړي دي چي په ترڅ کي یه دیوه وسله وال دوژل کیدوسربیره دري تنه ټپي اودوه تنه يی هم مکشوک کسان نیول سوي دي .
داپداسي حال کي چي ددي ولایت چارواکودراتلونکوټول ټاکنولپاره دپوره چمتوالي خبرورکړي وواوډیری وختونه لاسته راوړني هم لري خوپدي ولایت کي دنورووختوپه څیرپه ښارکي دننه دنامعلوموکسانولخوادترورپیښي ډیري سوي اوپه بیلابیلوولسوالیوکي هم دجنګ جګړواووژنوخبرونه ورکول کیږي .