۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبه



په هلمندكي 91يونيوي كليوګرامه الكولي مشروبات ونيول سول

چارواكي وايې الكولوي مشروبات يې دلښكرګاه ښاردسركارپه سميه كي نيولي ددوي په خبره چي يادنيول سوي شراب دګاونډي هيوادپاكستان څخه كندهارولايت اووروسته هلمندته په يوه ه كورولاموټركي راوړل كيده چي دپوليسوله لوري كشف اونيول سوه

دګاونډي هيوادپاكستان څخه دراوړلوسوهغه يونيوي دشرابو بوتلانومخه ونيول سوه چي دكندهارولايت څخه وروسته هلمندته ديوكورولاموټرپه وسيله راوړل كيده

چارواكي وايې په توريې يوكس هم نيولي چي دهرات ولايت اوسيدونكي دي خواوس مهال دپاكستان دكوټي يه سيمه كي استوګن دي

دهلمندامنيه قومانداني دكشف مسئول سمونوال عبدالكريم حميدي وايې دويته لالوړاندي معلومات رسيدلي چي لښكرګاه ښارته الكولي مشروبات ديوپاكستاني كس له لوري داخليږي

دده په خبره چي پدي كاركي دګاونډي هيوادپاكستان داستخباراتي كړي يواي ايس ئي لاس لري.

دى زياته وي چي داي ايس ئي ډله نه غواړي چي افغانستان اوپه ځانګړي توګه په همسايه ولايتونوكي دي پرمختګ رامنځته سي نوځكه پداسي كارونولاس پوري كوي

هلمنددافغانستان يوله هغه هيوادوڅخه دي چي دګاونډي هيوادپاكستانه سره ګډه اوږده پوله لري اوافغان دولت هروخت دخپل همسايه هيوادڅخه دتروريستانواونوروهغه ډلودورتللواوپدي خاوره كي دحملوخبري كوي خولانه ياده پوله وټړل سوه اونه هم دګاونډي هيوادله لوري دتروريستانواونوروډلومخه نيول سوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه








په هلمندکي ۱۳۰ تنه پوليسواو۱۳ تنه ساتنمنانوته د٨ اونيوپه موده کي مسلکي زدکړي ورکول سوي .
دهلمندامنيه قوماندان وايي چي داپوليس به ددي ولايت په هغه نارامه سيموکي ځاي پرځاي کړل سي چي دمګړي يه امنيتي حالات دننګونوسره مخ دي .
دهلمنددپوليسودښوونيزمرکزڅخه دچهارشنبي په ورځ ۱۳۰ تنه پوليسو او ۱۳ تنه ساتنمنانوته د ٨ اونيوپه موده کي ورته پوځي زدكړي ورکول سوي
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګاروايي داروزل سوي پوليس به دهلمندولايت په هغه سيموکي ځاي پرځايي کړل سي چي لااوس هم يي امنيتي حالات دننګونوسره مخ دي .
انګاروايي دوي اوس مهال پوره اماده ګي لري چي دلښكرګاه ښارامنيتي چاري داساف ځواكونوڅخه افغان لوريته وسپاري

هغه وايي دوي هڅه کوي ترڅوپه هلمندکي ټول پوليس مسلکي کړي دده په خبره چي اوس دهلمندپه ځينوسيموکي پوليس مسلکي نه دي اوددوي لپاره يي دښووني اوروزني مرکزونه جوړکړي .
دلښکرګاه ښاردپوليسودښوونيزمرکزڅخه تردي مهاله ۲۶۳۹ تنه پوليس او۵۲۹ تنه ساتنمنان فارغ سوي دمسئولينوپه خبره چي اوس مهال ۳۲۸ تنه پوليس په خپلوزدکړوبوخت
دپوليسودښونيزمركزڅخه داپوليس پداسي حال كي مسلكي زدكړي ترلاسه كوي چي ددي ولايت دګرشك ولسوالي دټولنيزي شوراغړي وايي پوليس غيرمسلكي دي په غلا اوجنايي پيښوكي لوي لاس لري .

۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

په هلمند کې د مرکزي محبس نويې ودانى گټې اخيستنې ته وسپارل سول







په هلمند کې د مرکزي محبس نويې ودانى گټې اخيستنې ته وسپارل سول
دغه ودانى د سه شنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ کې چې د عدليې وزارت د محبسونود عمومي ريس ډگرجنرال اميرمحمد جمشيد،د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انگار او يوشمير نوروکورنيو او بهرنيومسؤلينوپکې گډون درلود د پټى په پريکولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
د عدليې وزارت د محبسونوعمومي ريس ډگرجنرال اميرمحمد جمشيد وويل چې ياده وداني د هلمند د ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي په مالي مرسته د دوه کلونوپه موده کې ددرى نيم مليونه امريکايي ډالروپه لگښت په عصري اونړيوال معيارجوړه اوټولې هغه آسانتاوې پکې په پام کې نيول سوې دي چې د زندانيانو لپاره اړينې دي.
نوموړي د هلمند مرکزي محبس يوزندان نه بلکې يوښوونيزمرکزيې وباله اوله بهرنيومرسته کوونکوڅخه يې مننه وکړه اوغوښتنه يې ترې وکړه چې د ښځينه اوماشومانولپاره هم د ځانگړوځايونود جوړولوپه برخه کې مرسته وکړي.
د هلمند د مرکزي محبس نويې ودانى په ١٢بلاکونوکې جوړه سوې چې هربلاک يې ١٢خونې اوعصري تشنابونه لري.
په دې محبس دا مهال ٨٣٤ تنه زندانيان چې شپږتنه يې ښځې اواته تنه ماشومان دي ځاى پرځاى کړى سوي اوله دې جملې څخه ٤٤٧ تنه سياسي اوپاتې يې جنايي بنديان دي چې پکې د بند شپې ورځې تيروي.
دغه محبس شاوخوا څلويښت کاله وړاندې د وخت د حکومت لخوا په خامه ډول جوړسوى و.

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه






دهلمنددګرشك ولسوالي دسيمه ئيزي شوراغړي ادعاكوي چي لس تنه يي وژل سوي دي .
دوي وايي چي له امنيتي ادارو سره دنه همږغي له امله يي دشوراغړي دنامعلومووسله والوكسانوله لوري وژل سوي دي .
دګرشك وولسوالي چارواكي وايي چي دغه وژني دشخصي دښمنيوله مخي سوي دامنيتي ادارو څيړني رواني دي چي عاملين يي ونيسي .
دهلمنددګرشك ولسوالي دسيمه ئيزي شوراغړي وايي چي ددي ولسوالي په مركزكي ورته امنيتي ګواښونه كيږي اودتيريوه كال راپه ديخوايي لس تنه وژل سوي دي .
دوي وايي چي پوښتنه يي نه كيږي اوتردي مهاله يي دشورا دوژل سوو غړو په تورهيڅ څوك نه دي نيول سوي
دوي ادعاكوي چي تورن كسان يي امنيتي ادارو ته ښودلي هم دي خوهغوي يي دنيولوهڅه هم نه ده كړي

دوي وايي چي له ولسوالي اوامنيه قومانداني سره هيڅ همږغي نه لري . په ولسوالي كي په پراخه كچه اداري فسادشتون لري اوپوليس غيرمسلكي دي په غلا اوجنايي پيښوكي لوي لاس لري .
دګرشك ولسوال اميرجان وايي چي دوي دسيمه ئيزي شورا دوژل سوو غړوپه تورتردي مهاله څوك نه دي نيول خووايي چي دغه پيښي دشخصي دښمنيوله مخي ترسره سوي .
ولسوال وايي چي په سيمه ئيزه شوراكي ستونزي دي دشوراغړي په رښتني ډول خپله دنده پرمخ نه بيايي خلك ورځيني شكايت كوي اودوي له شوراڅخه دشخصي ګټو استفادي كوي .
دګرشك ولسوال وايي چي نه يواځي دسيمه ئيزي شوراغړي وژل كيږي بلكي قومي مشران،ښوونكي،روغتيايي كاركوونكي اودولسوالي نور واوسيدونكي هم وژل سوي خولويه ستونزه داده چي دپوليسوپه ليكوكي ځيني كسان شتون لري چي په دغه ډول پيښوكي فعاله ونډه لري .
ګرشك ولسوالي دهلمنديوله هغه ولسواليوڅخه ده چي پدي ورستيوكي په رڼاورځ خلګ وژل كيږي چي ددي دجملي څخه دسيمه ئيزشورادپنځه څلويښت كسانوڅخه ترلسوتنوزيات وژل سوي خولادتردامهاله يې په تورنه يوازي څوك نيول سوي دي بلكي په نښه سوي لاهم نه دي .

۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه








په هلمندكي دتاريخي كلاګانودغصب به ولويوه نولس كسيزه ډله ونيول سول .
داطلاعات اوكلتوررئيس عليشامظلومياروايې نيول سووكسانودزړي كلاپه سيمه كي تاريخي كلاوي نړولي اوپرځايه نوي وداني جوړه ولي چي مخه يه ونيول سوه
خوبلخوانيول سوي كسان وايې دوي يوازي دپيسوپه بدل كي داكارپرمخ وړي اوخپل ځانونه مزدوركاران ياده وي .
دتاريخي كلاګانودغصب دمخنيوي كميسون يوه نولس كسيزه ډله هغه مهال ونيول چي دزړي كلاپه سيمه كي يه تاريخي كلاګاني نړه ولي اوپرځايه نوي وداني جوړه ولي
دهلمنداطلاعات اوكلتوررئيس عليشامظلومياروايې دۍ كسانودشپي لمخي غوښته چي تاريخي سيمي ونړه وي اومځكه يې غصب كړي
هغه زياته وي دوي پدي اړه پوره پلټني پيل كړي څوټول هغه كسان هم ونيسي چي پدي كاركيه لاس درلودلي وي

مظلومياركه څه هم ددي كسانونيول اوپه ډاګه كول ګرانه خبره بولي خوپه وينايې دوي به خپلوهڅوته دوام وركوي .
خوبلخوابيادتاريخي كلاګانودغصب پرمهال نيول سوي كسان خپل ځانونه ټول مزدوركاران بولي په وينايې چي دوي دپيسوپه بدل كي داكاركاوه
دوي زياته وي چي دشرف الله په نوم يوكس ورته داكارسپارلي ووچي په بدل كي ورته پيسي وركړي وه موغوښتل چي دشرف الله په نوم هغه كس چي ددي تاريخي كلاګانودغصب به ولوامريې كړي پيداكړوخودپوره پوره هڅوسره سره ونه توانيدوچي دهغه نظرهم دځانه سره ولرو
خودنيول سووكسان په خوله چي دشرف الله په نوم داكس په دولت كي كومه دنده نلري خودډيره وخته دزړي كلاپه سيمه استوګن دي .
په هلمندكي نه يوازي تاريخي سيمي غصب كړل سوي بلكي ډيرۍ زراعتي مځكي هم دځينودولتي اوغيري دولتي كسانوله لوري په ډيرمهارت سره غصب كړل سوي چي لادالړي داسي روانه پاته ده

۱۳۹۰ خرداد ۲۱, شنبه

په هلمند کې پوليسويوه اندازه نيشي توکي کشف او ونيول





په هلمند کې پوليسويوه اندازه نيشي توکي کشف او ونيول
١٥کيلوګرامه هيرويين اولسگونه کيلوگرامه نورنيشي توکي چې په يومازدا موټرکې په ډيرمهارت سره ځاى پرځاى سوي وو دجمعې په ورځ د هلمند د امنيه قوماندانى له نيشي توکوسره د مبارزې د پوليسولخوا د هرات کندها په لويه لاره د لښکرگاه له دوه لارې سره له دوو تورنوکسانوسره نيول سوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انگارپه وينا چې د روان کال له پيل څخه يې بيا تردې مهاله يې ٥٠٠٠کيلوگرامه تارياک،١٥٠کيلوگرامه هيرويين،٣٠٠کيلوگرامه چرس،٦٦٠کيلوگرامه کيمياوي توکي،٧٠٠کيلوگرامه جامد تارياک او٢١ميله وسلې يې په څلويښتوقضيوکې له ٥٥تنو تورنوکسانوسره يوځاى نيولي دي.
نوموړى وايي چې نيول سوي کسان دامهال ترعدلي تعقيب لاندې دي.

۱۳۹۰ خرداد ۱۸, چهارشنبه

كجكي ولسوالي ته كه دولت پوره پاملرنه ونكړي ډيرژربه دوسلوالوطالبانوپه ولكه كي ولويږي



كجكي ولسوالي ته كه دولت پوره پاملرنه ونكړي ډيرژربه دوسلوالوطالبانوپه ولكه كي ولويږي
ددي ولسوالي قوماندان دوهم څارن فيض الله اخندزاده وايې كه دوي ته درني وسلي په واكي ورنه كول سي دوي دوسلوالوطالبانودحملوتوان نلري .
هغه زياته وي چي پدي اړه څوڅوځلي ورسره ژمني سوي خوعملي كارتردم ګړيه نه دي ترسره سوي .
خوبلخوابيادهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاروايي دوي پلان لري چي ددي ولسوالي دپوليسودزياته ولوترڅنګ دهغويولپاره درني اوسپكي وسلي هم په واكي وركړي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
دكجكي ولسوالي امنيه قوماندان دوهم څارن فيض الله اخندزاده په خپله ولسوالي كي دشته ستونزه له كبله پردولت ني وكه كوي چي ددوي سره يې دحلكولوپه موخه مرسته نه دي كړي .
دقوماندان په خبره دمګړي دوي دوسلوالوطالبانوسره د مخامخ جګړه توان ځكه دلاسه وركړي چي دوي تردامهاله نه درني وسلي لري اونه هم ددي ولسوالي دامنيت دراويستلولپاره روزل سوي پوليس لري .
قوماندن زياته وي چي كجكي ولسوالي ته غځيدلي لويه لاره هم ددي باعث ګرځيدلي چي دكجكي ولسوالي امنيتي ستونزي زياتي كړي .

هغه وايې كه ددي ستونزي لپاره دحل لارونه لټول سي لري به نه وي چي يوه ورځ به يې لوي بهران زيږولي وي .
خوبلخوابيادهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارپه كجكي ولسوالي كي افغان نيوزته وويل چي دوي دكجكي ولسوالي دامنيت دټنګولولپاره چموتوالي لري ترڅوپدي ولسوالي كي ټولي شته ستونزي لمنځه ولاړي سي
قوماندان وايې دوي دكجكي ولسوالي لپاره دنووروزل سووپوليسوداستولوترڅنګ به ورته درني وسلي اولازم تجهزات په واكي وركړي .

دقوماندان په خبره دده دسفرموخه په كجكي ولسوالي كي دپرتوستونزودلمنځ تلواوهمدارنګه كجكي ولسوالي ته دغځيدلي لوي لاري دامنيت دراويستلودولسوالي دمسئولينوسره دنږدي ليده كاته وه .
بايدوويل سي چي دکجکي ولسوالي په هلمند کي يو له ډيرو مهيمو والسواليوڅخه ځكه شميرل كيږي چي دهيوادپه كچه دبريښنا ستر توليدونکي بند همدالته موقيعت لري .چي دامهال پوره ترميمه ولواوكاركولوته داړتيا درلودلوترڅنګ دوسلوالوطالبانوپه ولكه كي دراويستلوچانس ډيرترسترګوكيږي