۱۳۸۹ خرداد ۱۹, چهارشنبه

دعامى روغتىا رىاست کى دموردخوندى توب ورځ ولمانځل سوه .


دعامى روغتىا رىاست کى دموردخوندى توب ورځ ولمانځل سوه .
په ټول هىواد په خاص ډول په هلمندکى هرکال دزىږون پرمهال سلګونه مىندى خپل ژوندله لاسه ورکوى .
ددى ستونزى دمخنىوى په موخه ىوه غونډه جوړه سوى وه ټولوروغتىاپلانوژمنه وکړه چى په دى ولاىت کى دزىږون پرمهال دمىندودوژنى کچي په ټىټولوکى خپلى هڅى ونه سپموى .
دعامى روغتىا وزارت اندىښنه ښودلى چى په هىوادکى دزىږون پرمهال هرکال سلګونه ښځي خپل ژوندله لاسه ورکوى .
په دى اړه دهلمندعامى روغتىا رىاست کى غونډه جوړه سوى وه چى په دى غونډه کى دولاىت مقام مرستىال روغتىاىى کارکوونکواوګڼ شمىرښځىنه خوندو ګډون کړى وه .
دولاىت مقام مرستىال دى غونډى ته دخپلوخبروپرمهال ووىل ښځه دټولنى هنداره اودټولنى بنسټ اىښودونکۍ ووبلل زياته يي كړل چي که مورخپل بچىان په رښتنى ډول وروزى نو ددى هىوادراتلوونکى به روښانه وى .
ده زىاته کړه په هىواد کى نارىنودښځوحقوقوته خاصه پاملرنه نه ده کړى چى له دى امله ډىرى ښځى دزىږون پرمهال خپل ژوندله لاسه ورکوى ..
دهلمنددعامى روغتىارىس ډاکټرعناىت الله غفارى دعامى روغتىا وزارت سرپرست وزىرى دوکتور ثراىا دلىل پىغام ولوست په پىغام کى راغلى کى هرکال په افغانستان کى زىاتى مىندى دزىږون پرمهال خپل ژوندله لاسه ورکوى .
دښځوچارو رىسه فوزىه علومى دښځوپه وړاندى ځىنوستونزوته اشاره وکړه اوزىاته ىى کړه په دى ولاىت کى دکورونوخاوندان زىات په نشه ىى توکو روږدى چى داد ښځوپه وړاندى ىوه لوىه ستونزه ده اغلى علومى روښانه کړه چى هره ورځ ىى ادارى ته ښځي دکارموندونى په موخه ورځى خو دوى ددى توان نه لرى چى په ىوه وخت ښځوته پوره کارى زمىنه برابره کړى .
وروسته دنرسنک دقابلګى ښوونکى معصومى اودانجونوښوونځى ښوونکى سىمامظلومىار له مسولىنوڅخه وغوښتل چى دزىږون پرمهال دمىندو دروزنى کچي په ټىټولوکى وروسره مرسته وکړى دوى غوښتنه وکړه چى په دى ولاىت کى دى زىږون روغتون جوړسى .

۱۳۸۹-۳-۲۰

دامنيه قومانداني دنشي توكوپرضددمباريزي پوليسويوه اندازه كيمياوي مواد ددوتنوسره نيول اوهمدارنګه پوليسوپه موسي قلعه ولسوالي كي هم يوه اندازه كيمياوي موا


دامنيه قومانداني دنشي توكوپرضددمباريزي پوليسويوه اندازه كيمياوي مواد ددوتنوسره نيول اوهمدارنګه پوليسوپه موسي قلعه ولسوالي كي هم يوه اندازه كيمياوي موادديوه تن سره يوځاي نيولي ،
خبر.................... سروري
دهلمندامنيه قومانداني دنشي توكوپرضددمباريزي پوليسودچهارشنبي په ورځ دهلمندكندهارپرلوي لاري دتلاشي پوستي باندي هغه مهال دوه شكمن كسان ونيول چي داطلاع لمخي يي يوه اندازه كيمياوي موادچي په ټونيس موټركي يي په ډيرمهارت سره ځاي پرځاي كړي وه كشف اودپوليسولخواونيول سول ،
داموادچي نه ديرش كيلوګرامه وه دترخي مصالي په نوم ياديږي چي دكريسټال په نوم يوقيسم كيمياوي مواددي په هغه كي ورنه كاراخيستل كيده چي په توري دوه كسه هريولكه حيات خان دعبدالقيوم زوي اوعبدالمجيددخواص زوي دموسي قلعه ولسوالي اسيدونكي چي اوس مهال په لښكرګاه ښاركي اوسيږي يادموادي يي دلښكرګاه ښارنه ګرشك ولوسالي ته ليږدول ،
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاردامنيه قومانداني دنشي توكوپرضددمباريزي دپوليسودهڅواوزيارايستلوڅخه دمنني ترڅنګ يي ديادوپوليسوڅخه په خپلوكارونوكي دلاښه ګړندي كيدووغوښتنه وكړه ،
انګاروايي چي پوليس اوس داتوان لري ترڅوهغه كسان ونيسي چي هغه په نشيي توكواوورانكارواعمالوكي لاس لري اوغواړي چي زموږدبي ګناهلمندي وګړوژونددخطره سره مخ كړي خوپه وينايي چي پوليسوتل دهرنګه پيښي اودورانكارواعمالومخه په كلكه نيولي ،
بلخوادهلمندموسي قلعه ولسوالي پوليسوديرش كيلوګرامه مايع تارياك ديوه كس چي محمدولي دخان محمدزوي دي هم نيولي ،
دهلمنددامينه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارپه خبره ياددري واړه تورن كسان دپوليسوپه واكي دي چي پښتني اوګرويږني رواني دي او ورسره به قانوني چلندترسره سي ،

۱۳۸۹-۳۱۹





۱۳۸۹ خرداد ۱۷, دوشنبه

دهلمندله مارجې ولسوالى څخه يو ځل بيا له ناامينو څخه دکډوالو لړي پيل سوي
















دهلمندله مارجې ولسوالى څخه يو ځل بيا له ناامينو څخه دکډوالو لړي پيل سوي
له مارجې څخه هغه كډوالې سوي کورنى چي سيمه يې دناامنيو له کبله پريښي ده وايې دجګړو ترورونو او په جګړه کي ددواړولوروله گواښونوسره مخ دي
په دي اړه په لښکرګاه کي ځايې دولتي چارواكي په مارجي کي امنتي ستونزي مني خوا وايې چي په نږدې راتلونكي كې به په مارجې کي امينت ډاډمن سي .

له مارجي څخه بيځايه شوي کورني په داسي حال کي دامينت له نشتون څخه سرټکو ي چي د ځايې چارواکي په وينا چي په مارجي كي امينت ډاډمن سوي بيارغوني اوپرمختګ ته لاره هواره سوي ده
دغه اوسيدونکي وايې چي په مارجي کي امينت خراب دي جګړي ، دماين پيښي ، او په جګړه کي ښكيلي دواړو غاړو لخوا له ګواښ سره مخ دي ځکه دسيمي پريښودلو ته اړ سوي دي .
بل پلو په لښکرګاه کي دګډوالو او راستنيدونکو چارو ريس غلام فاروق نورزى وايې چي ديو ي مياشتي په اوږدو کي تر ٥٠٠ کورنيو زياتي دمارجي بيځايه سوي کورنى لښکرګاه ته راکډوال سوي او ددي تر څنګ نورو باامنو سيمو ته هم کډوالي کيږي .
همداراز دهلمنددوالي مرستيا ل عبدالستار ميرزکوال په مارجي كي دناامنيو خبره مني خو وايې چي په ډير نږدي راتلونکي به يو لوړ پوړى پلاوي دامينتې ستونز و دحل په موخه مارجي ته ولاړسي
دچارواکو په خبره تر دي مهاله لښکرګاه ته دکډوالو شويوکورنيو سره هيڅ ډول مرسته نده تر سره شوي خو په دي لټه کي دي چي دسرپنا او خوراکي توکو لپاره ورته مرسته تر لاسه کړي .
ديادونی وړده چی په مارجی ولسوالی کی دمشترک تر عملياتو وروسته نا امنی زياته سوی هر ورځ دوسله والوطالبانو اوبهرنی ځواکونو ترمنځ جګړی رامنځ ته کيږی .
دسيمی اوسيدونکی خبر داری ورکوی که ددی ولسوالی په امنيت کی مثبت تغير رانه سی نو دوی اړدی چی يوځل بيا له دی ولسوالی څخه نورو سيمو ته ستانه سی .

۱۳۸۹-۳-۱۸ سروري هلمند

په هلمندكي دمرين ځواكونوعمومي قوماندان دهلمندامنيه قوماندان سره دهغه دكارپه دفتركي وكتل ،

په هلمندكي دمرين ځواكونوعمومي قوماندان دهلمندامنيه قوماندان سره دهغه دكارپه دفتركي وكتل ،
سروري
په هلمندكي دمرين ځواكونوعمومي قوماندان تورن جنرال ميلزددوشنبي په ورځ دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارسره دهغه دكارپه دفتركي وكتل ،
په كتنه كي دواړوغاړودهلمندولايت په ټولو ولسواليوكي دسراسري امنيت په راويستلوټنگاوكړ،
په هلمندكي دمرين ځواكوعمومي قوماندان تورن جنرال ميلزپه خپل خبروكي دمارجي ولسوالي ته په ايشاري سره وويل چي ددي ولسوالي ترڅنګ په ټول هلمندكي بايددښه ژوندكولوزمينه برابرسي ترڅوخلګ په سوله اوامن كي خپل ژوندكول دسره پيل كړي ،
ميلزهمدارنګه دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارته ډاډوركړي چي ډيرژربه په هلمندكي پوره سوله تئمين سي ،
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاردمرين ځواكونودمرستواوهمكاريوڅخه دمنني ترڅنګ يي دهغيوڅخه وغوښتل ترڅونورهم دوي ورسره پوره مرسته وكړي چي دعاموخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره سي
ښاغلي انګارهمدارازدهلمندي وګړودهمكاريو څخه هم مننه وكړه چي تل يي دپوليسوسره خپله مرسته نه ده سپمه ولي خوانګارلادنورومرستواوهمكاريوغوښتونكي سووترڅودهررنګه ظلمونومخه په كلكه ونيول سي ،
پدي ناسته كي دمرين ځواكوعمومي قوماندان تورن جنرال ميلزاوهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاردلښكرګاه ښار اودورايي ترمنځ دغځيدلي لوي لاري دلاښه امنيت دراويستلوپرلاروچاروبحث اوخبري وكړي خودمرين ځواكونومشرتورن جنرال ميلزدهلمندامنيه قوماندان ته ډاډوركړچي ډيرژربه دلښكرګاه اودورايي ترمنځ پرلويه لا ره باندي دمرين ځواكونوپوستي هم ځاي پرځاي سي چي پدي سره به نه يواځي دلاري امنيت خوندي سوي وي بلكي به دعاموخلګولپاره به دښه ژوندكولوزمينه هم برابرسي ،

۱۳۸۹-۳-۱۷

په هلمند کي دماينونو په چاودنو کي دري تنه ووژل سوه اودولس تنه ټپيان سوي دي .


په هلمند کي دماينونو په چاودنو کي دري تنه ووژل سوه اودولس تنه ټپيان سوي دي .
دهلمنددوالي وياند داود احمدي وايي په نوزاد ولسوالي کي دالکوزو دقومي مشر حاجي عصمت الله خان دکورني دري تنه ورور،خور او اخښي ددي ولسوالي دسلام بازارپه سيمه کي دماين په چاودنه کي وژل سوي دي او اوه تنه ټپيان سوي دي .
اوهمدارنګه احمدي زياتوي چي دکرشګ ولسوالي دسيد تاجدار اغا زيارت کي ديوه ماين دچاودني له امله دوتنه دملي ارود سرتيري ټپيان سوي دي او په همدي چاودنه کي دري تنه عام وکړي ټپيا ن سوي دي .

داپداسي حال كي ده چي په همدي اوني كي دماين دچاودني له امله دملكي وګړومرګ ژوبله زياته سوي چي په سنګين ولسوالي كي دري تنه مړه دوه ټپيان سوي دباباجي دوليزوپه كلي شپزتنه مړه سوي اوهمدارنګه دنوزادپه ولسوالي كي دري تنه مړه اودولس هم ټپيان سوي

سرروي

۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبه

په هلمند کي دمجاهدينودعالي شورا ديوي غونډي پرمهال دسولي ملي مشورتي جرګي ملاتړ وکړ اوغوښتنه يي وکړه چي ددي جرګي پايلوتطبيق ته جدي پاملرنه وسي .




په هلمند کي دمجاهدينودعالي شورا ديوي غونډي پرمهال دسولي ملي مشورتي جرګي ملاتړ وکړ اوغوښتنه يي وکړه چي ددي جرګي پايلوتطبيق ته جدي پاملرنه وسي .
اوپه دي غونډه کي ددولت له مخاليفوافغانانوڅخه غوښتنه وسوه چي له مخالفيت څخه لاس واخلي اودافغانستان له اسلامي دولت سره يوځاي سي .
په هلمند کي مجاهدينوعالي شوراديوي غونډي پرمهال دسولي ملي مشورتي جرګي ملاتړي وکړي اوهيله يي وښوده چي د دي جرګي په مرسته به په هيواد کي نا امني ورکه سي .
په هلمندکي دمجاهدينوعالي شورا ريس عبيدالله زيارمل دي غونډي ته دخپلوخبروپرمهال وويل سوله دهرافغان قانوني حق دي اوهرافغان ددي حق لري چي په دي هيوادکي هوسا ژوندولري .
ده وويل په دي هيوادكي اوسني نا امني دسولي ملي مشورتي جرګي په مرسته حل کيدايي سي ترڅو ټول افغانانوپه خپلومنځوکي دملي يووالي رويه خپله کړي .
ده له مروروافغانانووروڼوڅخه وغوښتل نورله مخالفت څخه لاس واخلي دافغانستان له اسلامي دولت سره اوږه په اوږه دهيوادپه بياجوړني کي خپله ونډه واخلي .
ده همداراز وويل په دي جرګه کي دافغانستان دبيلابيلوولايتونوڅخه داولس استازوبرخه اخيستي وه اوددوه ورځو په اوږدوکي يي شپارلس مادي يزپريکړه ليک په صادرولوسره په هيوادکي دسراسري سولي غوښتنه کړه وه .
زيارمل وويل دهلمندولايت اوسيدونکي ددي جرکي له پريکړه ليک څخه پوره ملاتړ کوي اوغوښتنه کوي چي نوموړي پريکړه ليک عملي کولوکي دي اړونده اداري کوټلي ګامونه واخلي .
همدارنګه ددي ددي شورا ريس په هيوادكي دولسي جرکي وروستيوټاکنوته هم اشاره وکړه او دټولواوسيدونکوڅخه يي وغوښتل چي داسي چاته خپله رايه استعمال کړي چي دي اولس ته رښتني خدمت وکړي .
وروسته دغونډي ويناوالوهم دسولي ملي مشورتي جرکي پراهميت خبري وکړي
جهادي قوماندانانو هريوه عبدالاحدخان اورحمت الله دغه جرګه په دي وخت خورا مهمه وبلل اوزياته يي کړه چي دغه جرګه پايلي دتيري امن جرګي په شان نسي .
ده ددولت له مخاليفوډلوڅخه هم غوښتنه وکړه چي ددي جرګي پايلوته غاړه کيږدي اودسولي له ملي پروګرام سره يوځاي سي او سلاوي په ځمکه کښيږدي
دغونډي يوشمير وينا والودسولي ملي مشورتي جرګي ملاتړ ترڅنګ له بهرنيوځواکونو هم غوښتنه وکړه چي په سيموکي دي بهرني ځواکونو خپلسري تلاشي اوعمليات نه کوي دوي وويل افغان ځواکونواوس ددي توان لري چي له بهرني ځواکونوسره يوځاي کار وکړي

سروري هلمند لښكرګاه

۱۳۸۹ خرداد ۱۵, شنبه

دسولې دملي مشورتي جرګې دپرېکړه لیک مکمل متن

دسولې دملي مشورتي جرګې دپرېکړه لیک مکمل متن
د سولې ملي مشورتي جرګه د جمعې په ورځ ناوخته د یو پرېکړه لیک په صادرولو چې درې فصلونه او ۱۶ مادې لري، پای ته ورسېده. په دغه پرېکړه لیک کې، پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره مفاهمه، مذاکره او موافقه، له ناراضیانو سره د مذاکرې د چوکاټ جوړول او له ناراضیانو سره د مذاکرې لپاره د میکانیزم جوړولو پر موضوعګانو بحث شوی، چې لاندې یې لوستلی شئ.د سولې د ملي مشورتي جرګې پرېکړه لیکد ۱۳۸۹ لمریزکال د غبرګولي له ۱۲ څخه تر ۱۴ پورې
د سولې ملي مشورتي جرګه د افغانستان د رنځېدلي ملت د ۱۶۰۰ تنو پېژندل شویو استازو په ګډون چې د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې د ملت د منتخبو استازو، ولایتي شوراګانو، علمای کرامو، قومي مخورو، د مدني ټولنې د نهادونو، په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو د استازو او د ټولنې د نورو پرګنو په شمول چې په ۱۳ کټګوریو کې تنظیم او دعوت شوي وو، له موجوده ناامنیو څخه د وتلو د لارو د لټون او په هېواد کې پایدارې سولې ته د رسېدو په مقصد د مشورې لپاره د پروفیسور برهان الدین ربانی تر مشری لاندی جوړه شوه.
د سولې د ملي مشورتي جرګې غړو د دریو ورځو په ترڅ کې د طرحه شوې اجندا مطابق د کاري کمیټو په ګڼ شمېر غونډو او عمومي غونډه کې هراړخیزې خبرې اترې وکړې او په لاندې موادو موافقې ته ورسېدل:
موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي د خپلو دیني او ملي مکلفیتونو په درک کولو او دې ته په پاملرنې سره چې سوله د ژوندانه یوه اړتیا او د دې ملت د هر فرد غوښتنه ده، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس له نوښت او ژمنې څخه چې له ملت سره د مشورې پر بنسټ په هېواد کې د جګړې او وینې تویولو د پای ته رسولو او له سوله ییزې لارې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره یې کړې ده، هراړخیز ملاتړ کوو.
موږ سولې، خپلواکۍ او د هېواد عامه سوکالۍ ته د رسېدو لپاره، د افغانستان د مسلمانو خلکو د زغم، صبر او قربانیو قدرداني کوو.
د افغانستان خلک د هېواد د ملي نهادونو او بنسټونو په بیارغاونه کې د نړیوالې ټولنې په خصوص د امریکی له متحده ایالاتو له هراړخیز ملاتړ څخه قدرداني کوي او د افغانستان د دولت په ځان تر متکي کیدو پورې د هغوی د پراخو، اغیزمنو او بنسټیزو همکاریو د دوام غوښتونکي دي.موږ د اسلامي هېوادونو له زړه سواندو هڅو، په ځانګړې توګه، د حرمین شریفین د خادم د سعودي عربستان د پاچا او د ترکیې د جمهوریت له اقداماتو او نوښتونو څخه د هغه ملاتړ له امله، چې زموږ په جنګ ځپلي هېواد کې د سولې سبب کېږي قدرداني کوو او د هغوی د ډېرو همکاریو د دوام، تسریع او پراخوالي غوښتونکي یوو.
موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي د لاندې مواردو په اړه پرېکړه کوو او د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت او له هغه سره له ښکېلو مخالفو اړخونو هیله کوو، څو په عملي کولو کې یې چټک، صادقانه او د لمس وړ اقدام وکړي.
پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره مفاهمه، مذاکره او موافقه:
۱. موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي په جګړه کې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کوو، څو د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو مطابق، د افغانستان د خلکو غږ او غوښتنې ته د جګړې، ورور وژنې د بندولو او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره لبیک ووایي او د مفاهمې او مذاکرې لاره خپله کړي. دا د ټولو افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې نوښت دی او په هېڅ توګه بهرني افراطي عناصر او نړیوالې ترهګرې شبکې نه رانغاړي.
۲. دولت باید د سولې د پروسې د پیل لپاره د سولې د ملي مشورتي جرګې دپرېکړو په پام کې لرلو سره یو هراړخیز پروګرام جوړ او د سولی د تامین لپاره دوامداره برنامی د یوې ملي او دایمي ستراتیژۍ په توګه اعلان کړي.
۳. د سولې هڅې باید د نظام لاسته راوړنې او د هغه قانوني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې رانه ولي چې په هېواد کې د تازه کړکېچ د رامنځته کېدو سبب شي.
۴ . پایه دارې سولې ته د رسېدو په مقصد د ټولو اړخونو هراړخیزې او صادقانه ژمنې یو ضروري کار دی. موږ ګډون کوونکي جدي هیله لرو، څو د افغانستان د خلکو او د سولې د ملي مشورتي جرګې د ګډون کوونکو غوښتنو ته درناوی وشي او د دې جرګې پرېکړې په جدي توګه په عمل کې پلې شي. پرته له دې به د جرګو تاریخي ارزښتونو ته زیان ورسیږي.
۵. موږ له ټولو ښکیلو خواوو څخه هیله کوو څو له هغو مخکې شرطونو څخه چې د مذاکرې او مفاهمې د پیلولو زمینه ناشونې کوي، ډډه وکړي او د تفاهم د پیل لپاره جوړونکي او انعطاف منونکي چلندونه ترلاس لاندې ونیسي او خپل ښه نیت څرګند کړي.
۶. قومي، سیمه ییزو، ژبني، سمتي، تنظیمي، مذهبي او سیاسي مسایلو ته د لمن وهلو مخنیوی ، چې د ملي وحدت د زیانمنولو سبب کېږي، د ښکیلو خواوو په کاري لومړیتوبونو کې ونیول شي.
۷. د اقتصادي بنسټ د پیاوړي کولو لپاره د پانګې اچونې د زمینو برابرول، د بوختیا د پیدا کولو په مقصد د بشري منابعو او د هېواد د بنسټونو پرمختیا او وده، د بې وزلۍ کمول او د اسلامي او عمومي تعلیماتو د ظرفیتونو لوړول دې د دولت د برنامو په سر کې ځای کړای شي.
له ناراضیانو سره د مذاکرې د چوکاټ جوړول:
۸. موږ د افغانستان له دولت او په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونو څخه غوښتنه کوو چې:
- د ښه نیت په عنوان دې دولت د هغه شمېر افرادو د آزادولو په اړه چې د غلطو رپوټونو او یا ناثابتوتورونو پر بنسټ په بېلابېلو جېلونو کې پراته دي سملاسي او جدي اقدام وکړي.
- دولت باید له نړیوالې ټولنې سره په تفاهم کې له تور لست څخه د مخالفینو د نومونو په وېستلو کې چټک اقدام وکړي.
- دولت او نړیوال ځواکونه باید د هغوکسانو چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي د امنیت او خوندیتوب د تامینولو ضمانت وکړي او د هغوی لپاره دې، خوندي ژوندانه ته د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.
- له نړیوالو او افغاني ځواکونو څخه جداْ غوښتنه کېږي، څوله بې مورده نیونو او د کورونو پخپل سرو تالاشیو او د استوګنې په سیمو باندې له بمبارۍ څخه چې د ملکي تلفاتو سبب کېږي، په کلکه ډډه وکړي.
- دولت باید د پوځي عملیاتو د رهبري کولو او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ لپاره جدي اقدامات وکړي.
- وسله وال ناراضیان باید تاوتریخوالی او هغه ټول فعالیتونه چې د ګرانو هېوادوالو د وژلو او د بنسټونو د تخریبولو سبب کېږي، پرېږدي اوخپلې اړیکې دې له القاعده او سیمه ییزو ترهګرو شبکو سره پرې کړي.
- له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کېږي څو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تجهیزولو، روزلو او پیاوړي کولو کې جدي همکاري او اقدامات وکړي څو دا ځواکونه وکولای شي د هېواد او خلکو د امنیت د تامینولو مسوولیت پخپله غاړه واخلي.
- موږ له نړیوالې ټولنې څخه د اوږدمهالو ژمنو غوښتونکي یوو څو افغانستان بیا د سیمه ییزو سیالیو د کړکېچونو په ډګر بدل نه شي، د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی وشي او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړي کولو لپاره زمینه مساعده شي.
- موږ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو څو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر مشرۍ لاندې د سولې له پروسې څخه هراړخیز ملاتړ وکړي.
- دولت دې د خلکو په همکارۍ د ښې حکومت دارۍ د جوړولو، کار د کار اهل ته د سپارلو لپاره او له اداري او اخلاقي فساد سره د مبارزې او د مرکز او ولایتونو په کچه د ځمکې د غاصبینو پرضد اقدام وکړي. دا اقدامات پر دولت د خلکو د باور په ترلاسه کولو او له دولت سره د ملت په نږدې کولو او د سولې د پروسې په بري کې کلیدي رول لوبوي.
- د افغانستان خلک د عادلانه سولې غوښتونکي دي چې په هغې کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هېواد د ټولو اتباعو حقونه په پام کې نیول شوي وي او د ټولنیز عدالت د تامینولو په مقصد جرګه ټینګار کوي څو قوانین پرټولو اتباعو یو شان تطبیق شي.
۹. موږ د دې جرګې ګډون کوونکي له علمای کرامو، د چاپي، صوتي او تصویري رسنیو له مسوولینو او کارکوونکو څخه غوښتنه کوو څو د سولې د تبلیغ او تاوتریخوالي د پرېښودو لپاره د جوماتونو له منبرونو او ډله ییزو رسنیو څخه رسالتمنده او مسوولانه استفاده وکړي.
۱۰. موږ د دې جرګې ګډون کوونکي له خپلو ټولو دیندارو خلکو څخه غواړو څو له دولت سره یو ځای د هېواد د اوسنیو ناارامیو د پای ته رسولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي او د دې پروسې د بري لپاره هڅه وکړي. دولت باید د خلکو په همکارۍ ټول لازم تدبیرونه د امنیت د تامینولو لپاره تر لاس لاندې ونیسي څو د جنایتکارانه او ترهګریزو اعمالو مخه ونیول شي.
له ناراضیانو سره د مذاکرې لپاره د میکانیزم جوړول:
۱۱. په هېواد کې د سولې د پروسې د پرمخوړلو او د جرګې د مشورو د عملي کولو لپاره دې د ولایتونو او ولسوالیو د نمایندګیو په لرلو سره، واکمن کمېسیون یا د سولې عالي شورا جوړه شي، چې د هغه په ترکیب کې دې د خویندو او ورونو په شمول مصلح، زړه سواندي شخصیتونه، علمای کرام، قومي مشران، د ملي شورا له دواړو مجلسونو څخه یوـ یو تن استازی او هغه مخالفین چې له تاوتریخوالي څخه یې لاس اخیستی وي، شامل شي. دا شورا باید بندیانو ته د رسېدګۍ، خلاصولو او عادي ژوند ته د هغوی بېرته ستنیدو لپاره د رسېدنې په مقصد ځانګړې کمیټه جوړه کړي.
۱۲ . موږ د دې ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي ژمنه کوو څو د دې جرګې د سولې د پیغام ورکوونکو په توګه خپلو سیمو او ځایونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال د دې جرګې پیغام خپلو خلکو ته ورسوو او په دې لار کې به د سیمه ییزو ادارو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او ښځو په همکارۍ هراړخیزې هڅې وکړو څو خپله ملي او دیني ونډه د سولې په تامینولو کې ادا کړو.
۱۳ .د سولې د ملي مشورتي جرګې له پرېکړه لیک څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مکلفیت لري څو هغه د کابل د کنفرانس په اجندا کې شامل کړي.
۱۴. دولت باید د هغه میکانیزم له لارې چې جوړېږي، د سولې د برنامې د پرمختګ په اړه خلک په دوامداره او روښانه توګه خبر کړي.۱۵. د جرګې د ۲۸ ګونو کمیټو سپارښتنې د سراسري سولې د عمل د برنامې او د سولې د ستراتیژۍ د جوړولو او تعقیبولو په مقصد له دې پرېکړه لیک سره مل دي.
۱۶. په پای کې د سولې ملي مشورتي جرګه د افغانستان د مسلمان ملت په استازیتوب، په نړیوالو اوبو کې د فلسطین د بېوزلو او محاصره شویو خلکو لپاره د غزې په تړانګه کې د بشردوستانه مرستو پرکاروان د اسراییلو د پوځي ځواکونو وحشیانه برید چې د لسګونو تنو د وژلو او ټپي کېدو سبب شو په کلکه غندي، د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره خپله همدردي څرګندوي او د لوی خدای له در بار څخه هغوی ته صبر او استقامت غواړي.
له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کېږي څو د غزې د تړانګې ظالمانه محاصرې ته د پای ټکی کېږدي.