۱۳۹۲ مرداد ۳, پنجشنبه

په هلمند كې به له خوشي سويوسياسي بنديانوسره مالي مرستې ترسره کړو.



په هلمند كې به له خوشي سويوسياسي بنديانوسره مالي مرستې ترسره کړو.
دا څرگندونې د هلمند د والي مرستيال د هلمند د مركزي زندان څخه د ۸۰ تنو زندانيانود خوشي كيدوپرمهال وكړې.
چارواكي وايي چې په يادوخوشي سويوکسانوکي ډیری سياسي زندانيان و اوددي ترڅنگ د ۲۴ تنود بند په موده كې كموالى راغلى دى.
له هلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري نورحال راکوي .
د هلمند د والي مرستيال مسعود احمد بختورد پنجشنبې په ورځ خبريالانوته وويل چې خوشي سويوسياسي بنديانوته سربيره پردې چې د دريومياشتولپاره هره مياشت پنځه زره افغانى تنخوا وركول كيږي بلكې د شپږومياشتولپاره دوى ته د بيلابيلوحرفوي زده كړوزمينه هم برابريږي ترڅو په راتلونكي كې په مخالفت لاس پورې نه كړي اوخپل سوله ايزژوند پرمخ بوزي.
د نوموړي په وينا چې دغه چاره ددې لپاره پرمخ وړل كيږي ترڅوهغه كسان چې له بند څخه خوشي كيږي پخپلوسيموكې وسله وال مخالفين وهڅوي چې له مخالفت څخه لاس په سراود سولې له پروسې سره يوځاى سي.
هغه وايي چې د ولسمشرد ۳۳ مې گڼې فرمان له مخې د هلمند له مركزي زندان څخه ۸۰ تنه بنديان چې ډيره برخه يې په سياسي جرم نيول سوي ووخوشي سول.

بلخوا خوشي شوي زندانیان وايي كه په هلمند كې د سولې پروسه پياوړې سي نوښايي ډيرى وسله مخالفين له نوموړې پروسې سره يوځاى اوعادي ژوند پيل كړي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر