۱۳۹۲ تیر ۳۰, یکشنبه

د هلمند په سنگين ولسوالى كې به د ښه امنيت په موخه دوې نوي ليوا گانې ځاى پرځاى سي



د هلمند په سنگين ولسوالى كې به د ښه امنيت په موخه دوې نويې ليوا گانې ځاى پرځاى سي
ځايي چارواكي وايي چې يادې سوې لیواگانې په نوموړې ولسوالى کي ځکه ځاى پرځاى كيږي ترڅويې امنيت د تيركلونوپه څيربيرته ډاډمن سي.
په همدې حال كې د نوموړې ولسوالى مسؤلين وايي چې د مركزپه گډون ددې ولسوالى په ځينوگڼ ميشتوسيموكې امنيت ښه دى خوپه ليرې پرتوسيموكې لاهم امنیتي ننګوني موجودي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند والي محمد نعيم په سنګین ولسوالي کي رسنیوته وویل چي ډیرژربه په دي ولسوالي کي د امنيتي ځواكونودوې نورې لیواگانې هم ځاى پرځاى کړي .
 والي دامني چې ددې ولسوالى د نيازۍ، جوشالي اوميان رودي سيمې د وسله والومخالفينوپه لاس كې دي خوزياتوي چې د نويولواگانوله ځاى پرځاى كيدوسره به سم نه يوازې د دولت له ولكې څخه وتلې سيمې بيرته ونيسي بلكې د سنگين د غزيدلې لويې لارې په امنيت کي به هم مثبت اغيزوكړي.
په همدې حال كې د سنگين ولسوال حبيب الله شملانى وايي چې دا مهال د سنگين مركزي سيمې له ډاډمن امنيت څخه برخمنې دي اوپه ليرې پرتوسيموكې لاهم په دې برخه كې ستونزې سته خودهڅه یي داده چې د سيمه ايزوپوليسوشميرډيراوامنيتي ستونزوته د پاى ټكى كښيږدي.
په سنګین ولسوالى كې په داسې حال كې د امنيت د ټينگښت گامونه پورته كيږي چې په یاده ولسوالی کیي د تيروڅلورمياشتوراپه ديخوا وسله والې نښتې رامنځ ته كيږي اوځينې سيمې د دولتي ځواكونوله لاسه وتلې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر