۱۳۹۲ تیر ۲۹, شنبه

په هلمندکې په بيلابيلو پيښوکې ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.


په هلمندکې په  بيلابيلو پيښوکې ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

دهلمند دملي امنيت يوه سرچينه وايې دشنبي په شپه  دسنګين ولسوالۍ کې مرکز ته نږدي ددوى دسرتيرو په ګزمه  چاودنه سويده چې په ترڅ کې يې پنځه  تنه سرتيري او يو سيمه يز پوليسو وژل سوى دى.
دسرچيني په وينا چې پيښه  دشپي اته  بجي رامنځته  سوي ده.
دغه راز دسنګين ولسوالی اوسيدونکې وايې دجمعي په ورځ دجګړي پرمهال دهاوان دمرميو د لګيدو له امله  يوه ميرمن وژل سوي او اته ماشومان ټپيان  سو يدي.
بل پلو ددې  ولايت ددفتر ريس محمد لعل احمدي وايې دجمعي په ورځ ناوخته  دروژه مات پرمهال په مارجي ولسوالۍ کې دخلکو په ګنه ګوڼه کې دماين چاودنه سوي ده چې په ترڅ کې يې دوه ملکي وګړي وژل سوي دري پوليسو او دري ملکي وګړي ټپيان  سوي دي.
بل خوا د سيمه اوسيدونکې وايې دمارجي په پيښه کې ٣ تنه وژل سوي او ١٣ نور ټپيان  دي چې په ټپيانوکې يو پوليس شامل دى او  نور ټول ملکي وګړي دي.
ديوه بل خبر له مخي  دهلمند دوالي وياند عمر ځواک وايې پر همدي مهال په نادعلي ولسوالۍ کې دپوليسو او وسله والو طالبانوتر منځ  په  جګړه کې يو پوليس ټپي سوى او يوملکي وګړى وژل سوى دى.
ددي پيښو په اړه  په لښکرګاه کې دايمريجنسي روغتون مسولين وايې   دمارجي له پيښي ١١ تنه ټپيان ورته  راوړل سوي دي چې يوه  ماشوم په روغتون کې ساه ورکړه او دغه راز دجمعي او شنبي په ورځ دوه مړي او اوه  تنه ټپيان نور هم له سنګين ولسوالۍ څخه ورته  راوړل سو يدي .
بل خوا وسله والو طالبان وايې په سنګين کې يې اته تنه دولتي سرتيري وژلي او شپږ يي ټپيان کړي دي او دغه  راز لښکرګاه ښارته نږدي يې ديوه لاسي بم په چاودنه کې  دوه پوليس په خپله  پوسته کې وژلي دي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر