په
هلمند كې د ځمكو د غصبولولړى خورازوراخیستيی
.
ددې
ځمكود غصب په غبرگون كې د چهارشنبې په ورځ د لښكرگاه ښارد مختارد سيمې اوسيدونكود
احتجاج پرمهال وويل چې د دولتي چارواكولخوا د دوى شخصي ځمكې غصب اوورباندې سودا
گريزماركيټونه جوړيږي.
خوبلخواد لښكرگاه ښاروالى چارواكي وايي چې په لښكرگاه كې ډيرى دولتي ځمكې د خلكو
لخوا غصب سوې دي.
نورحال زموږدهمکار سردارمحمد سروري په راپورکي
.
دلښکرګاه ښاردمختاردسیمي اوسیدونکي وايي ددوي شل جریبه
ځکمه چي اوس مهال ښه اقتصادي ارزښت لري د ښاروالى لخوا يوه كس ته وركړل سوې اود هغه لخوا ورباندې چې د لښكرگاه ښاروال هم ورسره شريك دى سودا
گريزماركيټ جوړيږي.
د دوى
په وينا چې دوى ددې ځمكې شرعي قباله او سندونه هم په
واکي لري اود احمد شاه باباه له وخته څخه دوى ته پاتې سوې دي.
د دوى
په وينا چې اوس مهال په ښاركې دولتي ځمكې غصب
سوي
دي اودولتي چارواكي د خلكو شخصي ځمكې د دولتي ځمكوپه نوم ترخپل ستوني تيروي.
دوى
له دولت اود پارلمان له وكيلانوڅخه غوښتنه كوي چې نورد ځمكوغصب اوغلاوته د پاى ټكى
كښيږدي اوپه كلكه يې مخه ونيسي.
خوپه
دې اړه د لښكرگاه ښاروال محمد فاضل صافى وايي چې ياده سوې شل جريبه ځمكه
دولتي ده او۷ كاله وړاندې د وخت د مسؤلينولخوا د سودا گريزماركيټ لپاره ويشل سوې ده.
د
نوموړي په وينا چې په لښكرگاه ښاركې په ډيرى دولتي ځمكود طالبانود واكمنى پرمهال د
محمكولخوا د خلكوپه گټه فيصلې صادرې سوې اودولتي ځمكې يې
د خلكوشخصي ملكيتونه بللي خوتردامهاله وره كره اسناد نه دي
وركړل سوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر