۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

د كندهار د ولايتي شورا ريس احمدولي كرزى د عبدالحد خان كرزي زوى او د مرحوم خيرمحمدخان لمسى وو .









د كندهار د ولايتي شورا ريس احمدولي كرزى د عبدالحد خان كرزي زوى او د مرحوم خيرمحمدخان لمسى وو .
نوموړي پوره ۴۸ كاله مخكي په ۱۳۴۱ هجري شمسي كال په خپله پلرنۍ مېنه كرز كي وزيږد .
احمدولي كرزى ماشوم وو چي د خپل پلار او كورنۍ سره پلازميني كابل ته ولاړ او هلته يي هستوګنه غوره كړ زده كړي يي د كابل په حبيبيه ليسه كي تر سره او د همدي ليسي فارغه سو .
وروسته يي د كانكور ازموينه وركړه چي د اقتصاد پوهنځۍ ته بريالى سو .
احمدولي كرزي د كابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځۍ كي د دوهم كال محصل وو چي سرو لـښكرو پر افغانستان يرغل وكړ او د نورو ميليونونو افغانانو سره يو ځاى يي احمدولي كرزى هم د زده كړو څخه محروم او د خپل پلار سره پاكستان هيواد ستون سو .
هلته د څه مودي مهاجرت څخه وروسته امريكا ته ستون او د خپل ژوند لس كاله يي په امريكا كي تير كړه .
تر څه مودي وروسته د پاكستان هيواد په كويټي ښار كي هستوګن سو او د خپل پلار او اوسني جمهور ريس حامد كرزي سره يو ځاى د خپل هيواد حالات د نژدي وڅارل .
هغه وخت چي حامد كرزى د افغانستان دپاره د ولس مشر په توګه وټاكل سو نو احمدولي كرزى په ولس كي د شته بلديت له امله د كندهار د ولايتي شورا ريس وټاكل سو .
احمدولي كرزى تير كال د حج د مقدسي فريضي دپاره بيت الله شريفي ته ولاړ .
د احمد ولي كرزي څخه دا مهال پنځه ماشومان او يوه ميرمن پاتي دي چي په اولادونو كي يي دوه زامن او دري يي لوڼي دي .
پر احمدولي كرزي باندي تر دي مخكي هم څو څو ځلي بريدونه سوي وه خو نوموړى تري روغ ووت .
هغه وو چي د روان كال د رواني مياشتي پر يويشتمه نيټه د سه شنبي په ورځ هغه ته نژدي كس سردارمحمد په نښه او ويي واژه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر