۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

په افغانستان کې د ناټوملکي استازي په هلمند کې دافغان ځواکونوپه روزلوټينگاروکړ




په افغانستان کې د ناټوملکي استازي په هلمند کې دافغان ځواکونوپه روزلوټينگاروکړ
د ناټوياد لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ دې ولايت ته د خپل سفرپه ترڅ کې د هلمند له والي محمد گلاب منگل سره د کتنې پرمهال له بهرنيوځواکونوڅخه افغانوځواکونوته د لښکرگاه د امنيتي مسؤليتونود ليږد،په دې برخه کې په ننگونواوتر٢٠١٤ميلادي کال پورې د افغان ځواکونود روزلواوپياوړي کيدوپه اړه خبرې وکړې.
تردې ليدنې وروسته د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې په افغانستان کې د ناټود ملکي استازي سايمن گيس د سفرموخه دې ولايت ته د امنيتي مسؤليتونود ليږد د پروسې ارزونه وه اوژمنه يې وکړه چې تر٢٠١٤ميلادي کال وروسته به هم دوى په بيلابيلوبرخوکې خپلومرستوته دوام ورکوي اوافغانستان به يوازې نه پريږدي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټوملکي استازي سايمن گيس په تيرودريوکلونوکې د ځايي ادارې لاس ته راوړنې وستايلې او په ډاگه کړه چې د امنيتي مسؤليتونود انتقال لړى به په افغانستان کې لومړى له لښکرگاه څخه پيل سي او دوى به د امنيتي مسؤليتونوله ليږد وروسته هم خپلومرستوته دوام ورکوي ،د امنيت اواقتصادي برخوکې به خپلې مرستې جاري وساتي.




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر