۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

كه دپوليسوناسم سلوك دوام پيداكړي دلښكرګاه ښاراوسيدونكي به په خورازياتوستونزوكي راشكيل سي



په هلمندكي دامنيتي چاروترسپارلووروسته دملكي ادارو پرپياوړتياكار راون دي .
دغه ټكي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دهلمنداونيمروز ولايتونوله امنيتي چارواكوسره په يوورځيني كنفرانس كي څرګندكړ.
چارواكي وايي دوي پوره چمتوالي نيولي اودبيړنيوپيښودمخنيوي لپاره يي ځانګړي قطعي دپوليسواوملي امنيت په چوكاټ كي جوړي كړي دي .
خوبلخوادلښكرګاه ښاراوسيدونكي دپوليسودناسم چلندڅخه سرټكوي ددوي په وينادپوليسوكړني دخلګوسره دپخواپه پرتله ډيرخرابي سوي چي داكارددي جوګه سوڅوخلګ پرخپل دولت بي اعتماده كړي
ټاكل سوي چي دچنګاښ دمياشتي تر وروستيوپوري دلښكرګاه ښارمنځني اوشاوخواسيمي له بهرنيوځواكونوڅخه كورنيوځواكونووسپارل سي .

دهلمندوالي محمدګلاب منګل دهلمنداونيمروز ولايتونوله امنيتي چارواكوسره په يو ورځني كنفرانس كي له مرسته كوونكوادارو ملاتړوغوښتي ترڅوتر راتلوونكي ۲۰۱۴كال پوري له بهرنيوځواكونوڅخه كورنيوځواكونودامنيتي چارو ترسپارلووړاندي ملكي اداري پياوړي سي .
هلمندوالي وويل په ملكي ادارو كي دمسلكي كسانونه ګمارل،دزده كړوكمښت ،اوپه دولتي ادارو كي دځوانانونه علاقمندي هغه ستونزي دي چي له امله يي ملكي خدمات په سم ډول نه وړاندي كيږي .
هغه زياتوي چي په مركزي اداروكي ستونزي نه لري يواځي په ولسواليوپه ملكي ادارو كي څودندي يوكس ترسره كوي چي له همدي كارنه اداري فسادهم وده كړي ده
هلمندوالي وايي كه ملكي اداره په اوسني كمزوري حالت كي وي دوي نسي كولاي چي دامنيتي چارو سپارلوته تابياونيسي .
دهلمندوالي په داسي حال دلښكرګاه دامنيتي چارو سپارلواودملكي ادارو دپياوړي كولوخبر وركوي چي دلښكرګاه اوسيدونكي دپوليسوله چنلدڅخه شكايت كوي .
دغه اوسيدونكي وايي چي پوليس په ډيري وختونوكي دپيسوغوښتنه ځيني كوي اوكه يي ورنه كړي وهل ټكول اوسپكي خبري ورته كوي .

دلښكرګاه ښاردغه اوسيدونكي چي په احتجاجي ډول راټول سوي وويل يي كه دپوليسودغه اوسني چلندوي دلښكرګاه ښارامنيتي چاري به خرابي سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر