۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبه

په هلمند کې د عامه نظم پوليسوپنځم لمبرلوا رسما پرانيستل سوه






دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ کې چې پکې د کورنيوچارو وزيرسترجنرال بسم الله محمدي،د عامه نظم د پوليسولوى رئيس مل پاسوال زمري پيکان ،د هلمند والي محمد گلاب منگل اويوشميرنورلوړپوړوچارواکوگډون درلود رسما د پټى په پريکولوسره پرانيستل سوه.
ددې مراسموپرمهال د عامه نظم د پوليسولوى رئيس زمري پيکان وويل چې د عامه نظم رياست په هيواد کې د ښه امنيت د ټينگښت په موخه په ١٣٨٦کال کې رامنځ ته شوچې دا مهال ٢٢ کنډکونه لري اود هيواد په يوشميرولايتونوکې دندې ترسره کوي.
د نوموړي په وينا چې په هلمند کې پنځم لمبرلواد پنځه کنډکونه لري چې له وړاندې يې د هلمند په ځينوسيموکې د امنيت د ټينگښټ په برخه کې دنده ترسره کوله اوپه پام کې ده چې ددې ولايت په ځينونورسيموکې به هم ځاى پرځاى سي اودا لوا د اړتيا له مخې د کورنيوچارووزارت ترمنظورى وروسته په دې ولايت کې رامنځ ته سوه.
ورپسې د هلمند والي محمد ګلاب منگل د خپلې وينا پرمهال وويل چې کورنيوچارووزارت هلمند ولايت ته ځانگړې پاملرنه کړې چې همدا لامل دى چې په هلمند کې د کميت اووړتيا له پلوه ترډيره په پوليسوکې ښه والى راغلى اوهمدا د پوليسواونوروامنيتي ځواکونوښه وړتيا ددې سبب سوه چې څوورځې وړاندې د لښکرگاه د امنيتي چارومسؤليت رسما افغان ځواکونوته وسپارل سو.
نوموړي وويل چې په هلمند کې د عامه نظم د پوليسود لوا رامنځ ته کيدل د پرمختگ اود امنيت د لا ټينگښټ په لوريوبل گام دى.
وروسته د کورنيوچارووزيرسترجنرال بسم الله محمدي د خپلې وينا پرمهال له پوليسووغوښتل چې نورهم په خپل چلند کې ښه والى راولي اولا د خلکوباوراواعتماد ترلاسه کړي اوددې ترڅنگ د نيشي توکوپه وړاندې کلکه مبارزه وکړي اوټينگ هود وکړي چې پخپله هم نيشي توکي استعمال نه کړي.
نوموړي وويل چې وړاندې په هلمند کې د عامه نظم پوليسود کنډوکونوپه ډول خپلې دندې پرمخ بيولې خوله دې وروسته به د لوا په چوکاټ کې د خپلوخدمت کوي.
د يادونې وړده چې په هلمند کې دامهال دعامه نظم لوا ٢١٧٠سرتيري لري چې په مارجې،نادعلي،سنگين ولسواليوکې ميشت په نږدې راتلونکي کې به په گرشک ولسوالى كي هم دنده پيل اويوشميرنوريې د سنگين اوگرشک ولسوالى ترمنځ د لويې لارې ساتنه کوي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر