۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبه

دولايت دمقام مرستيال ديوځانګړي پلاوي سره يوځاي مارجي ولسوالي دمځکي له لاري سفروکړ،







دولايت دمقام مرستيال ديوځانګړي پلاوي سره يوځاي مارجي ولسوالي دمځکي له لاري سفروکړ،
ددي سفرموخه دمارجي ولسوالي اوسيدونکي ته دفوډزون ياحاصلخيزوسيموترنامه لاندي دپروګرام دعامه پوهاوي په هکله ښودل سوي وو،
پدي سفرکي دولايتي شورا درئيس ترڅنګ دملي امنيت مرستيال اوديوشميردولتي ادراومسئولينويي هم ملتياکوله ،
خبر.......................................... سروري
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال ديوپلاوي په مشري مارجي ولسوالي ته دمځکي له لاري سفروکړي پدي سفرکي دولايتي شورارئيس محمدانور، دهلمنددملي امنيت مرستيال ډګروال سعد ملوک ، دمارجي ولسوالي اوسيدونکي اودهلمندداطلاعات اوکلتوررئس عليشامظلوميار، دفوډزون ياحاصلخيزوسيموترنامه لاندي دپروګرام مسئول اودهلمنددوالي دنشي توکوپرضددمباريزي په چاروکي سلاکارسيدسيف الله سادات اودهلمنددامنيه قومانداني دامنيت امرسمنوال کمالدين شيرزي هم ديادپلاوي سره ملتياکوله ،
دولايت دمقام مرستيال لومړي دمارجي ولسوالي دولسوال سره دهغه دکارپه دفترکي ددي ولسوالي دامنيت ، بيارغاوني ، په سيمه کي دخلګولپاره د ژوندکولودزميني دبرابرولوپريولړاړينوموضوعاتوباندي تربحث اوخبروورسته يي په هغه غوندکي هم ګډون وکړکوم چي دمارجي ولسوالي اوسيدونکي څخه جوړه سوي وه ،
دمارجي ولسوال عبدالمطليب دښه راغلاست ترويلوورسته يي دولايت مقام څخه ورغلي پلاوي ته ډاډورکړچي ددي ولسوالي خلګ نوردکوکنارددي بداونارواکښت دکرلوڅخه ستړي سوي اونه غواړي چي نورپه خپلوځمکوکي دکوکنارکښت وکري ،
ده همدارازدمارجي ولسوالي دخلګوڅخه وغوښتل څوپه سيمه کي دکوکناردکښت په نه کرلوکي پوره همکاري
دي وايي ترخپله وسه به هخه کوم چي پدي ولسوالي کي دهررنګه ننګونومخه به نيسم اوهيچاته به داحق ورنکړم چي دمارجي ولسوالي دخلګوخوږژوندناارامه کړي ،
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال دخپلوخبرپرمهال وويل چي په مارجي ولسوالي کي دورځي په تيريدوسره به دهررنګه ستونزومخه نيول کيږي ،
ښاغلي ميرزکوال دمارجي ولسوالي خلګوته ډاډورکړچي دولايت ادره تل هڅه کوي څوپه ټول هلمندکي دخپلوهلمندوالولپاره به په هربرخه کي دهمکاري هڅي ونه سپمه وي دولايت دمقام مرستيال کوکناراوناامني يوتربل سره تړلي وبلل دي زياته وي چي په کومه سيمه کي دکوکنارکښت زياتيږي هلته به ناامني جنګ جګړي اويولړنوري هغه ستونزي به شتون ولري چي ددي ولايت خلګ به دستونزوسره مخ وي ،
ميرزکوال دمارجي ولسوالي داوسيدونکو څخه ددي بداوناروابوټي په لمنځه وړلوکي دپوره مرستي غوښتنه وکړه ،
دولايت دمقام مرستيال عبدلستارميرزکوال غونډي ته دويناپرمهال وويل کچيري په هلمندکي داصلاح سووتخمونواوکيمياوي سري برسيره چاپه خپلومځکوکي کوکناروکرل کښت به لمنځه ځي خودي زياته وي چي نه يوازي به يي دکوکنارکښت اړول کيږي بلکي به ورسره قانوني چلندهم ترسره سي ،
ښاغلي ميرزکوال په مارجي ولسوالي کي دبيارغاوني کارونه په چټکي سره روان وبلل وويل چي پدي ولسوالي کي دکليواوپراختيارياست له لوري اتلس (١٨) دکارپه بدله کي خلګوته دپيسودورکړي ياکيشت پاروړک پروګرام اوهمدارنګه اتياداني دپاکواوبوڅانان هم کښل سوي څوددي ولسوالي خلګ ورنه په صحي توګه ګټه واخلي ،
ښاغلي ميرزکوال همدارازپه هره ولسوالي کي دټولنيزي شوراجوړيدل اړين دهغي ولسوالي داوسيدونکي لپاره يادکړ،
دهمدارازدپي ار ټي اودامريکايي سمندري ځواکونواونورومرسته کونکوهيوادونودمرستوڅخه هم مننه وکړه چي دهلمندولايت دپرمختګ اوبياودانه ولولپاره پوره هلي ځلي کړي ،
دولايتي شورارئيس محمدانوردمارجي ولسوالي دخلګوڅخه په مارجي ولسوالي دکوکناردکښت په لمنځه وړلوکي دپوره مرستي دغوښتلوترڅنګ يي دامنيتي چاروپه لاښه کيدوکي يي هم ددي ولسوالي خلګ ونډه لاظمه وبلل ،

دولايتي شورارئيس ددي ولسوالي دخلګوڅخه ددولت پرضددمخالفينوپه روغه جوړه کي دهمکاري غوښتنه هم وکړه وويل چي جنګ اوجګړي هلمنداومارجي ولسوالي ته بيله وراني بل څه نسي ورکولي ده سوله دانسانانوپه ژوندکي ترهرڅه اړينه وبلل ،
دمارجي ولسوالي اوسيدونکي اودهلمندولايت داطلاعات اوکلتوررئيس عليشامظلومياردخپلي سيمي دخلګوڅخه پدي ولسوالي کي دپوره امنيت دراويستلوترڅنګ يي پدي ولسوالي کي دکوکناردکښت په لمنځه وړولوکي دلازياتي همکاري هيله وکړه
دمارجي ولسوالي قومي مشرحاجي عبدالسلام په خپلوخبروکي وويل چي دمارجي ولسوالي اوسيدونکي نورپه خپله سيمه کي کوکنارنه غواړي اونه يي هم په خپلومځکوکي دکوکنارکښت کري خوپه وينايي چي کچيري ددي ولسوالي دخلګوسره اړينه اوکافي مرسته ترسره نسي نوخلګ به بيرته دکوکنارکښت ته مخه کړي ،
دى زياته وي چي پدي ولسوالي کي بايددبيارغاوني کارونه نورهم ګړندي سي څوپدي ولسوالي کي دخلګولپاره دکارکولوزمينه هم برابرسي
ده په خپله ولسوالي کي دروپيښوسووستونزوپه اړه وويل چي دکانالونونه کاريدل و داوبونشتوالي اويولړنوري هغه ستونزي وي چي دمارجي ولسوالي خلګ ورسره لاس اوګريوان دي خوده ددي هرڅه لپاره ډيرژردحل کولوغوښتنه يي وکړه ،

ديادوني وړده چي مارجي ولسوالي دورځي په تيريدوسره دپرمختګ په حال کي ده چي وړاندي تردي مارجي ولسوالي دهواله لاري سفرکول هم ديولړستونزوسره مخ ووخواوس مهال دمارجي ولسوالي ته دمځکي له لاري هرڅوک کولاي سي بيله کومي امنيتي پيښي دي ولسوالي ولاړسي ،

١٣٨٩-٧-١٢

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر