۱۳۸۹ آبان ۴, سه‌شنبه

دبرتانيا هيواد دسنا دمجلس غړيو دهلمندوالي سره دهغه دكار په دفتركي وكتل دبرتانيا څخه دراغلي پلاوي مشر وايي چي دسفر موخه يي دافغانستان او هلمند څخه دورو




دبرتانيا هيواد دسنا دمجلس غړيو دهلمندوالي سره دهغه دكار په دفتركي وكتل دبرتانيا څخه دراغلي پلاوي مشر وايي چي دسفر موخه يي دافغانستان او هلمند څخه دوروستيو پرمختګونو ليدنه وه
خبر......................سروري
دبرتانيا هيواد دسنا دمجلس څلوركسيز پلاوي چي مشري يي د ريچارډ اوټاوي په غاړه وه دسه شنبي په ورځ دهلمند والي محمد ګلاب منګل سره په داسي حال كي دهغه دكار په دفتر كي وكتل چي دولايتي شورا ريس محمدانورخان هم حاضر وو . دوي وايي چي دسفر موخه يي په افغانستان او هلمندكي دوروستيو پرمختګونو څخه ليدنه وه
برتانيا چي دناټو دغړيو هيوادونه څخه پياوړي هيواد ياديږي دامهال يي په هلمند كي دامنيت تر څنګ ډيري دبيارغوني كارونه تر سره كړيدي او لا هم پرخپلو مرستو ټينګار كوي دهلمند والي محمد ګلاب منګل راغلي پلاوي ته ددي ولايت په هر اړخيزو برخو كي معلومات وړاندي كړه دي وايي د دې ولايت په ټولو چارو كي دپخوا په كچه دپام وړبدلون رامنځته سوي امنيت پرمختګ كړي او په ليرو پرتو ولسواليو كي دنړيوالو په مرسته دبيارغوني ستري او ټولګټي پروژي تر كار لاندي او پكي زرګونه ځوانان كار كوي ښاغلي منګل دبرتانيا هيواد دمرستو څخه مننه وكړه او وويل چي ډيري مرستي دهلمند سره دبرتانيا هيواد له لوري ترسره شوي چي لاهم رواني دي .

راغلي پلاوي وويل چي دسفرموخه يي په افغانستان او هلمندكي دورستيو پرمختګونو اوبيارغاوني دكارونو څخه ليدنه ده دوي دهلمندوالي څخه خوښي وښوده چي په دي وروستيو كي يي دهلمند ولايت په هره برخه كي دپام وړبدلونونه راويستي خلكوته يي دكاركولوزمينه او دژوندانه اسانتياوي برابره كړي دي .

راغلي پلاوي دبرتانيا هيواد لخوا دمرستو پرژمنو بياهم ټينګار وكړ دوي وويل چي هيواد به يي دافغانستان په ځانګړي توګه دهلمندولايت سره په هره برخه كي مرستي كوي ترڅو هلمندي اولس ته په هره برخه كي اسانتياوي رامنځته سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر