۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبه

تاسوقومي مشران اوسپينږيري بايد په خپلوسيموکي دکوکنارو دنابود کښت په وړاندي په کلکه مبارزه وکړي دا خبره دهلمند والي محمدګلاب منګل په ګرمسير ولسوالي کي





تاسوقومي مشران اوسپينږيري بايد په خپلوسيموکي دکوکنارو دنابود کښت په وړاندي په کلکه مبارزه وکړي دا خبره دهلمند والي محمدګلاب منګل په ګرمسير ولسوالي کي ديوي غونډي پرمهال روښانه کړه .
خبر .......................................... سروري
دهملند والي محمدګلاب منګل دسي شنبي په ورځ ددې ولايت جنوب لور پرتي ولسوالي ګرمسير ته په داسي حال کي سفر وکړ.چي امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار او دولايتي شورا ريس محمدانور خان يي هم ملتياه کوله .
ښاغلي منګل او ورسره پلاوي لومړي ديادي ولسوالي په ميشته پي ، ار ، ټئ کي دامريکا دمرين ځواکونو دمسئولينو سره ترکتني وروستي دګرمسير ولسوالي په انګړکي په يوه جوړه شوي غونډه کي برخه واخيسته .
په غونډۀکښي دګرمسير ولسوال محمدفهيم ګربتي دهلمندوالي څخه مننه وکړه چي دمرکزلښکرګاه ترڅنګ يي دهلمند ولايت په يوشمير ليرو پرتو ولسواليوکي هم دبيارغاوني کارونه او ټولګټي پروژي پلي کړي اوخلکوته يي دکارکولوزمينه برابره کړي ده .
ده وويل دادهلمندوالي هلي ځلي دي چي په دي ولسوالي کي يي دخلکو داولادونو لپاره دزده کړي زمينه برابره کړي ده دده په وينا په ولسوالي کي يي دامهال اتلس ښوونځي دزده کوونکو پرمخ خلاصي دي . او دماينپشتي په سيمه کي يي دخلکو دصحي خدمت ترسره کولو په موخه کلينيک ، دپوليسوماموريت او ديوباب ښوونځي دجوړولو کار هم روان دي .
.
دګرمسير ولسوال هلمندوالي ته ډاډ ورکړ چي په سيمه کي بۀ دبيارغاوني دپروژو امنيت خوندي او نور پرمختګونه ترسره هم کوي ترڅوداولسوالي دسولي دکور په نوم ونومول سي.
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوڅرګندونوپرمهال دګرمسيرولسوالي دځان لپاره دوهم کور وباله ده ديادي ولسوالي دټولوامنيتي مسئولينو او دټولنيزي شورا دغړيو څخه مننه وکړه .چي ددې ولسوالي دپرمختګ په برخه کي يي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي ترسره کړي دي .
هلمند والي په ګرمسير ولسوالي کي دپوهني روان بهير ښه وارزاوه او ژمنه يي وکړه چي دولايت ادراه بۀ تل په دي هڅه کي وي چي دي بهير ته نورهم ګړنديتوب ورکړي .
ښاغلي منګل دقومي مشراو اوسپينږيرو څخه غوښتنه وکړه چي په خپلو سيموکي دکوکنارو دناوړه کښت په وړاندي کلکه مبارزه وکړي د ه وويل دولت ژمن دي ترڅو په ياده ولسوالي کي دترياکو دنابود کښت دله منځه وړلو په موخه دکرونده ګرو سره مرستي وکړي .
هلمندوالي وويل په ياد ه ولسوالي کي يو پراخ جماعت چي دجوړولو ژمنه يي دوړاندي سوي وه کار يي تمام او ډير ژربه يي دجوړيدو کار پيل سي .
ده روښانه کړه کچيري په دي ولسوالي کي دکوکنارو دکښت په وړاندي کلکه مبارزه وسي لازياتي دبيارغاوني پروژي پلي سي .

هلمندوآلي سوله دافغانانو لپاره ترټولومهمه خبره وبلل ده دقومي مشرآنو څخه غوښتنه وکړه ترڅو په سيمه کي مرور وروڼه پخلااوسوي په تغر کښينوي ترڅو په گډه دخپل هيواد په بيا جوړولو کي کار وکړي ښاغلي منګل خلکو ته دفوډزون دپروګرام په اړه وويل ده ديادي ولسوالي دعامو خلکو دمرستي څخه مننه وکړه اودهغوي څخه يي دلازياتو همکاريو غوښتنه وکړه .
دهلمنددولايتي شورا ريس محمدانورخان دخپلو خبروپرمهال دسيمي دخلکوڅخه غوښتنه وکړه ترڅو په خپلو ځمکوکي دترياکو ناوړه بوټي ونه کري او پرځاي نور حلال کښتونه کښت کړي . ده زياته کړه چي دولت په هلمندکي دکوکنارو کښت له منځه وړي او نه پريږدي چي کوم څوک دترياکو کښت وکړي .

دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار غونډي ته دويناپرمهال وويل چي دګرمسيرولسوالي پوليس ستاسوپه خدمت کي دي څودګرمسيرولسوالي خلګ يوښه اورام ژوندولري ده پدي ولسوالي کي هغه کرونده ګر چي پخپله ځمکه کي يي دکوکنارو کښت کړي وي دقانون سرغړونکي وبلل ده زياته کړه چي دقانون سرغړونکي بۀ دپوليسو لخوا نيول کيږئ اواصولي چلند به ورسره کيږئ .
وروسته په وار سره په هلمندکي دمجاهدينودسولي دعالي شورا ريس عبيدالله زيارمل ، دګرمسير دولسوالي دټولنيزي شورارئيس ډاکټرحبيب الله دګرمسيرولسوالي دادري اودعاموخلګويوتربله دښه همکاري ستاينه وکړه دوي پخپلو خبروکي دمخالفينوڅخه غوښتنه وکړه چي ددولت سره يوځاي او دخپل هيواد په جوړولو کي برخه واخلي .
وروسته دهلمند والي محمدګلاب منګل اوورسره پلاوي دګرمسير ولسوالي په اته کيلومتري ليري پرتي سيمي لوي درويشان کي دامر اغا دزيارت او په سيمه کي دښوونځي دزده کوونکو سره دنژدي ليدني وکړي دهغوي ستونځي يي واوريدي او ژمنه يي وکړه چي ډير ژر بۀ په ياده ولسوالي کي ټولو ښوونځيو ته درسي لوازم ورسيږي .
ديادوني وړ ده چي دګرمسير ولسوالي ددي ولايت يودامن او ثبات څخه برخمنه ولسوالي ده چي دمرکزلښکرګاه جنوب لور ته په پنځه شپيته کيلومتري کي پرته ده .
١٣-٧-٨٩

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر