۱۳۸۹ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

په افغانستان كي دناټوملكي استازي مارك پليپ سيډويل هلمندته دخپل سفرپرمهال دهلمندوالي اونورودولتي چارواكوسره يوځل بياپرخپل مرستوټينګاروكړ


په افغانستان كي دناټوملكي استازي مارك پليپ سيډويل هلمندته دخپل سفرپرمهال دهلمندوالي اونورودولتي چارواكوسره يوځل بياپرخپل مرستوټينګاروكړ.

په افغانستان كي دناټوملكي استازي مارك پليپ سيډول هلمند ته دخپل يوسفرپرمهال دهلمندوالي محمدګلاب منګل اونورو دولتي چارواكوسره يوځل بياپرخپلوپوځي اوملكي مرستوټينګاروكړ.
نوموړي لومړي دهلمندوالي سره وكتل اوورڅخه يي ددي ولايت دامنيت بيارغوني اونوروحالاتوجاج واخيست .
دهلمندوالي محمدګلاب منګل وايي چي دناټودملكي استازي دسفرهدف دې ولايت ته دامنيت ټينګښت ،دبيارغوني اوپرمختګ كارونوته وده وركول ،دنشه يي توكوسره مبارزه اودهلمندي اوسيدونكوستونزي ترلوړپوړوكورنيواوبهرنيوچارواكوپوري رسول دي .
ښاغلي منګل دنړيوالي ټولني مرستي دهلمندوالولپاره بنسټيزي وبللي او ورڅخه يي وغوښته چي ددي ولايت دپرمختګ اوترقي لپاره په همږغي دافغان دولت سره په څنګ كي خپلوهڅوته ادامه وركړي .
په افغانستان كي دناټوملكي استازي سيډول دخپلو خبرو په ترڅ كي وويل چي په دي ولايت كي پارلماني ټاكني په پوره امن اوډاډمنه فضاكي ترسره سوي اولاهم دناټوغړي هيوادونه ژمن دي چي دافغان وسله وال پوځ په تقويي اوروزني كي خپلي ټولي مرستي په كارواچوي .
ښاغلي سيډويل همدارنګه دهلمندوالي محمدګلاب منګل هلي ځلي وستايلي چي په نه ستړي كيدونكي توګه يي ددي ولايت اولس ته خدمتونه وړاندي كړي اولاهم په خپلوچاروكي بريالي دي.
په افغانستان كي دناټوملكي استازي سيډويل زياته كړه چي نوربه هم نړيواله ټولنه دافغان دولت ترشاه ولاړه وي اوپه ګډه به دګډدښمن په وړاندي مبارزه كوي
دده په خبره چي دامهال په هلمندكي ډيرلوي پرمختګونه رامنځته سوي چي دنشه يي توكوسره مبارزه دامنيت ټينګښت ،پرمختګ اوابادي يي ښه بيلګي دي اونوربه هم دي لړۍ ته پراختياوركول سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر