۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه




دولسي جرګي ټاكني په ښه اوشفاف ډول ترسره سوي ،
داټكي هلمندوالي په يوه خبري ناسته كي خبريالانوته روښانه كړل
خبر...... سروري
په هلمندكي دولسي جرګي ټاكني بيله كومي درغلي ترسره سوي داخبره هلمندوالي محمدګلاب منګل دهلمندپه امنيه قومانداني كي پداسي حال كي خبريالانوته روښانه كړچي ددوه سوه پنځلسم ميوندقولي اوردوقوماندان ډګروال سعيدملوك ، دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، دهلمنددملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي واحيدي ، دسرحدي پوليسوقوماندان سلطان محمودنورزي ترځنګ دايساف ځواكونواستازوهم ګډون درلود،
هلمندوالي محمدګلاب منګل خوښي وښودل چي دولسي جرګي ټاكني دهيوادپه كچه ترنوروولايتونوپه ښه اوشفاف ډول ترسره سوي اونه هم كومهي امنيتي پيښي په مركزكي اوجوددرلود،
هلمندوالي همدارازپه خبري ناسته كي وويل چي په سنګين ګريشك اونادعلي ولسواليوكي دمخالفيونوله لوري اتلس ښاغلي منګل په مركزاوولسواليوكي دديرشوثبت كړل سوو پيښوخبره هم ياده كړه چي دځينوكانديدانودپلويانولخوايي دجيلي كاټونواوياهم ديولړنورودرغلوپه ترسره كولوسره غوښته چي دخپل نماندپه ګټه كاروكړي چي دځانګړي كميسون اوامنيتي ځواكونوپه مرسته وړاندي تردرغليوونيول سوه
هلمندوالي وويل چي دگډوځواكونوترصلاح مشوري وروسته به ديادوكسانوسره قانوني چلندترسره سي ،
ده دګډوځواكونود ښۀ همږغي څخه هم مننه وكړه چي په پوره ميړانه سره يي امنيت كابوكړي اوخلګوپه ښه ارامه فضاكي خپله رايه دخپلي خوښي وړنماندته وه كارول ،
ښاغلي منګل دسږكال ټاكني تربل هروخت شفافي اورڼي ځكه بللي هغه كسان چي غوښتلي جعلي كارټونه وكاروي سمدستي نيول كيده
دهلمندوالي دهلمندټولوخلګوته دولسي جرګي دټاكنودښۀ بهيردبشپړيدومباركي وويل
ديادوني وړده چي سږكال دولسي جرګي ټاكني په هلمندكي پرته له كومي امنيتي پيښي بشپړي سوي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر