۱۳۸۹ شهریور ۲۴, چهارشنبه







په بشران كي يوښوونځي دزدكونكوپرمخ پرانستل سوو،
دلښكرګاه ښاراړونده دبشران په سيمه كي يوښونځي دزدكونكي پرمخ دپټي په پريكولوسره پداسي حال كي پرانستل سووچي دپوهني درئيس ترڅنګ ديادي سيمي څوتنوقومي سپين ږيروهم ګډون درلود،
خبر................................................ سروري
دلښكرګاه ښاراړونده دبشران په سيمه كي دشمس العلوم په نوم يوښوونځي چي دڅلوروكلونوراهيسي دزدكونكوپرمخ تړل سوي وودچهارشنبي په ورځ پداسي حال كي پرانستل سووچي دهلمند دپوهني رئيس شيراغاصافى ترڅنګ دبشران دسيمي څوتنوقومي سپين ږيروځوانانواودپي ار ټي استازوهم ګډون درلود،
دښوونځي دتړل كيدواصلي عوامل په سيمه كي دپوره امنيت اوثبات نه راويستل هغه ستونزي وي چي ديادي سيمي خلګ ورسره لاس اوګريوان وه ،
داچي اوس په سيمه كي امنيت تامين سوي خلګ هوسااورام ژوندلري نوورسرجوخت دبشران دخلګودبچيانوپرمخ يوځل بيادښونځي دروازي خلاسي سوي ،
داښوونځي چي دپنځه پنځوس زره امريكايي ډالره په مالي لګښت دبريتانياهيوادپه مرسته دسره څخه رغول سوي چي داوس مهال لپاره پكښي څه كم پنځه سوه زده كونكي خپلي درسي چاري به په ښه توګه پرمخ بيايي ،
دشمس العلوم په نوم دبشران په سيمه كي دنوي ښوونځي په انګړكي دهلمند دپوهني رئيس شيراغاصافي هلمندتلويزيون ته وويل چي دپوهني رياست به ډيرژروتوانيږي په ټول هلمندكي دپوهني په برخه كي دپرتوستونزولپاره دحل لاري چاري ولټوي چي ښه بيلګه همدادبشران په سيمه كي دڅلوركلونوراپديخوادشمس العلوم په نوم داتړل سوي ښوونځى يادكړ،
دپوهني رئيس وايي چي په هره سيمه كي بيله ددعامووګړودهمكاري نه پرته هيڅ يوډول كاركول ناشوني خبره ده دبشران دسيمي پرخلګوږغ وكړچي نورلاس په كارسي اودهرنګه ستونزوپه حلولوكي دخپل دولت سره اوږه پراوږه كاروكړي ،
دښاغلي صافي په خبره يادښوونځي دهغه شلوتړلوسووښوونځي دجملي څخه دي چي ددي څوكلوپه تيريدوسره ددولت پرضددمفالفينوله لوري ياخوپه كلي توګه لمنځه تللي اويايي هم وداني ددوي له لوري نړول سوي دي ،

۱۳۸۹-۶-۲۴

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر