۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۸, جمعه

مدني فعالین دنړیوالي ټولني څخه دجنګ دختمیدو،اودسولي دراویستوغوښتنه کوي

راپور—۲۰۱۵—۵—۹—
دهلمندمدني فعالین دنړیوالي ټولني څخه دجنګ دختمیدو،اودسولي دراویستوغوښتنه کوي .
دوی دیوي احتجاجیه غونډي پرمهال په دې ولایت کې دروانوناامنیو،اداري فساد،دمځکودغصب اوځینونورورمسایلوته په اشارې وویل ،دهلمندخلک هره ورځ دپردیوپه تپل سوې جګړه کې مري خومرکزي دولت ،اوولایتي چارواکې یې ددایمي حلاري په لټولوکې پاته راغلي ،ددغه مدني فعالینوسره دناامنیواندیيښي په داسي حال کې راپورته سوې دي چې دامهال دهلمندپه ډيری سیموکې جنګ جګړو زور اخیستی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند مدني فعالینودیوي احتجاجیه غونډي پرمهال دمرکزي دولت ترڅنګ دنړیوالي ټولني څخه په دې ولایت کې دناامنیودمخنیوي اودسولي دراتلوټنګه غوښتنه وکړه ،ددغه مدني فعالینوسره دورځي په تیریدویادي اندیښنې په داسي حال کې ډیریږي چې اوس مهال په دې ولایت کې دپخواپه پرتله ناامنۍ ډيري سوي دي .دوی وایې سره له دې چې دوسله والوبریدونوزوراخیستی خوددې پرځای چې ولایتي چارواکې یه دمخنیوي په برخه کې هڅه وکړي هغیوپه نمرو،اودمارکیټوپه جوړولوبوخت دي چې له امله یې دجګړي زیان یوازي ملکي کسان وینې .


دغه مدني فعالین وایې که څه هم دولت دذافقارپه نوم عملیات وکړه خویوځل بیا دشمالي هلمند موسي کلا،سنګین ،اونوزادولسوالیوډیری سمي اوهمدارنګه دمارجې ولسوالۍ دسیستاني ډیره برخه وسله والوترخپلي ولکې لاندي راویستي ده،دوی نه یوازي ددولت څخه دعدل کولوتمه درلوده بلکې یه دوسله والوطالبانوڅخه هم دسولي اووربندغوښتنه وکړه ،دغونډي په ورستیوکې مدني فعالینوپه یوه ږغ دهغه لیکل سوې شعارلاندي خپل لاسلیکونه وکړه چې جنګ نه ،سوله غواړو.چارواکې هم دهواپه ګرميدوسره دناامنیودډيریدوخبره نه ردوي خوزیاته وي امنیتي ځواکونه دوسله والودبریدونوپروړاندي بشپړچمتوالي لري .

۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

ولایتي شوراپه دې ولایت کې دناامنیوډیریدل دولایتي چارواکوبي کیفایتي بولې .

راپور—۲۰۱۵—۵---۷—
دهلمند ولایتي شوراپه دې ولایت کې دناامنیوډیریدل دولایتي چارواکوبي کیفایتي بولې .
دوی وایې چارواکې مرکزي ادارې اوپه خاص ډول ولسمشرته په هلمندکې دروانوناامنیوپه اړه ناسم راپورونه ورکوي چې له امله یې دلته ورځ تربلې نه یوازي چې ناامنۍ ډيریږي بلکې ورسره سم ډيری سیمي هم ددوی دواکه وځي ،خوبیاهم مرکزته دپوره امنیت راپورورکوي ،په ورته وخت بیاچارواکې دلښکرګارښاه په ځینوسیمواودکرشک نهرسراج کې دڅوارلس ورځنیوعملیاتودپایته رسیدوخبرورکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایتي شورایوځل بیاوروسته له هغه پرولایتي چارواکوله دې کبله سخته نیوکه وکړه چې دکرشک په نهرسراج سیمه کې څوارلس ورځني عملیات بیله کومي خاصي لاسته راوړني پایته ورسول ،دولایتي شواردامنیتي کومیټي مشروایې ملکي اونظامي چارواکې په دې ولایت کي دروانو ناامنیو په اړه امنیت شورا اولسمشرته ناسم مالومات ورکوي چې له امله یې امنیتي حالت ورځ تربلې دخرابیدوپه حال کې دی

هغه دامینت شورا اودولسمشرڅخه دهلمندامنیتي حالت ته دپوره پام اړولوغوښتنه کوي ،پرهمدې مهال دهلمندمرستیال والي وایې دوه اونۍ وړاندي یه دګرشک په نهرسراج سیمه کې پراخ عملیات پیل کړه چې دشپاړسوکلیوپه نیول کیدواووسله والوته په درنه مرګ ژوبله یادعملیات پایته ورسول،هغه دپوره امنیت دراویستلوژمنه کوي .


که څه هم هرکال ګرمۍ په موسم کي دوسلوالو بریدونه زور اخلي خو دتیر لمریز کال په ټولوموسمونو کي دهلمند په شمالي ولسوالیو، دمارجي په سیستاني،اوتریخ ناور،دلښکرګاه ښاراړوند،دکلای سنګ دګرشک په نهرسراج ،میرمنداب اوځینونورسیموکې ډله ییز بریدونه او دوامداره ناامنیواندیښنې ډیري کړي دي ،خوولایتي مسولین بیا دامنیت دټنګښت ډاډورکوي .

۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

لسګونومدني فعالینودایران دلاس پوڅوپرضد اوداطلاعات اوکلتوردوزیرپه ملاتړلاریون وکړ.

راپور—۲۰۱۵—۵—۶—
په هلمندکې لسګونوکسانودایران دلاس پوڅوپرضداوداطلاعات اوکلتوردوزیرپه ملاتړلاریون وکړ.
لاریون کوونکونه یوازي ایران په افغان خاوره کې په نظامي برخوکې په لاس وهنه تورن کړبلکې یه په کلتوري برخه کې هم دهغویودلاس وهنویادونه وکړه ، دوی داطلاعات اوکلتوروزیرته سپکاوی دټول هیوادسپکاوی وباله خوغوښتنه یې داوه چې یادکسان بایدعدلي اوقضایې ارګانونوته وسپارل سي ،لاریون کوونکې وایې ایران غواړي دخپلولاس پوڅوپه مرسته نه یوازي دلته خپل کلتورته وده روکړي بلکې دافغان کلتوردوژل کیدوپوره هڅي یه هم راپیل کړي دي ،لاریون کوونکوځیني رسنۍ هم دایران لاس پوڅي اودهغویوملاتړکوونکې وبللې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندلسګونومدني فعالینودیوه لاریون پرمهال په افغان خاوره کې دایران دلاس پوڅوپرضد اودطلاعات اوکلتوردوزیرپه ملاتړدښارکوڅوته راوتي وه اوپه افغان خاوره کې یه دایران نظامي اوکلتوري لاس وهنې په کلکه وغندلې ،لاریون کونکودملي یوالي دحکومت څخه په افغان خاوره کې دنوروکلتورته وده ورکونکواشخاصو دنیول کیدواودقانون منلګوته دسپارل کیدوغوښتنه وکړه ،دوی وایې ایران دخپلولاس پوڅوپه مرسته په افغان خاوره کې خپل کلتورته پراخ والی ورکوي .

لاریون کونکې وایې که افغان دولت دایران دکلتوردودي اولاس پوڅومخه ونه نیسې  دوی به په هلمندکې خپلولاریونونوته دوام ورکړي،دهلمنددمدني ټولني مشرسردارمحمدهمدرد وایې په کوردننه ځیني رسنۍ سته چې دایران کلتورته په لوی لاس وده ورکوي ،هغه وایې نه یوازي چې دولت یې پروړاندي چپه خوله دی بلکې دځینوکړیوملاتړهم له ځانه سره لري .

نوموړی وایې که ددغه ډول رسنیواولاس پوڅومخه ونیول سي په هیوادکې به نه یوازي ژبني ،اوسمتي مسایل وده وکې بلکې به دوګړوترمنځ پریوه اوبل یوډول بي باوري هم رامنځته سي چې دغه چاره به په کوردننه بدي پایلې هم ولري .


۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه

دګرشک اوسیدونکې په خپله ولسوالۍ کې دامنیت دخرابوالي څخه اندیښنه لري .

راپور—۲۰۱۵—۵—۵—
دهلمنددګرشک ولسوالۍ اوسیدونکې په خپله ولسوالۍ کې دامنیت دخرابوالي څخه اندیښنه لري .
دوی وایې که څه هم دخپلوامنیتي ځواکونوسره پوره مرسته کوي خوپه ګرشک کې ناامنۍ ورځ تربلي دزیاتیدوپه حال کې که ورته جدي پاملرنه ونسي یوځل بیابه ګرشک ولسوالۍ هم دپراخو ناامنیوشاهده وي .
خوپه ورته وخت کې بیبادیادي ولسوالۍ امنیتي مسولین نه یوازي دپوره امنیت ډاډ ورکوي بلکې داهم وایې چې په هغه سیموکې به عملیات وکړي چې ناامنه دي ،ولي په دغه برخه کې دخلکوهمکاري هم اړینه بولي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دګرشک ولسوالۍ دپخواني امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل تروژل کیدووروسته دیادي ولسوالۍ اوسیدونکې دامینت دخرابوالي څخه اندیښنه نلري ،دوی وایې که څه هم دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکې دخپلوامنیتي ځواکونوسره پوره مرسته کوي خوپه دې ورستیوکې دیادي ولسوالۍ په ځینوسیموکې ناامنۍ اودوسله بریدونودوی اندیښمن کړي دي ،دوی غوښتنه کوي که دګرشک دامینت په اړه جدي پاملرنه ونسي لري نه ده چې داولسوالۍ به یوځل بیادناامنیوپه کوربدله سي . 

دغه اوسیدونکې وایې ګرشک ولسوالۍ ځکه مهمه ده چې دهرات اوکندهارپرسردهلمندترټولولویه ولسوالۍ ده نواړینه ده چې دامنیت دښه کیدوپه موخه یې کوټلي ګامونه پورته سي ،خوپه ورته وخت کې دیادي ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان په ګرشک کې دپوره امینت دټنګښت ډاډورکوي ،ولي زیاته وي په هغه سیموکې چې دوسله والوپټنځایونه دي دلمنځه تلولپاره یې دنوروامنیتي ځواکونوسره په ګده دعملیاتوتیاری هم نیولی دی .


دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکې په داسي حال کې دخپلي ولسوالۍ دامنیت دخرابوالې څخه اندیښنه لري چې اوس مهال دیادي ولسوالۍ په نهرسراج ،دمارجې په سیستانې ،دلښکرګاه ښارپه خوشک ابې سیمه کې ددولت اووسله والوترمنځ له شاه اوخوادوواونیوراپديخوانښتي دوام لري چې دواړې خواوې یوبل ته ددرنومرګ ژوبلوداړولوادعاوي هم کوي.

دکورنیوچاروزارت ژمنه کوي چې په کوردننه اوبهرکې یه دپولیسودروزني لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.

راپور—۲۰۱۵—۵—۴—
دکورنیوچاروزارت ژمنه وکړه چې په کوردننه اوبهرکې یه دپولیسودروزني لپاره پوره چمتوالی نیولی دی
دیادوزارت دپولیسودروزني عمومي قوماندان وایې داسي پلانونه ترلاس لاندي لري چې لمخي به یې په کوردننه اوبهرکې دپولیسودلاښه روزني په موخه په لاره واچوي ترڅوپولیس دمسلکیتوب کچې ته ځان ورسوي .
خوهاخوابیاپه لښکرګاه کې دپولیسودروزني دمرکزچارواکې وایې دتیروڅوکلونوراهیسې یه دیادمرکزڅخه ترلس زره ډیرپولیس په بیلابیلوبرخوکې فارغه کړي دي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکورنیوچارودوزارت دښووني اورزني عمومي قوماندان د۲۲۹ پولیسودپوځي زدکړوڅخه دفراغت په مراسیموکې وویل په ټول هیوادکې ۱۱ دپولیسودرزوني مرکزونه لري خوژمنه یې وکړه چې دکورنیوچارووزارت هڅي راپیل کړي ترڅودپولیسودلاښه روزلواومسلکتوب په موخه دالړۍ بهرنیوهیوادونوته هم وِغځوي ،چې په دغه کارسربه پرتي ستونزي تریوه بریده حل سي ،پرهمدي مهال دیادمرکزقوماندان وایې دیولړستونزواومشکلاتوسربیره یې بیاهم دیادمرکزڅخه ټول څه باندي ۱۳ زره پولیس په بیلابیلوبرخوکې فارغه کړي دي .

په ورته وخت کې دامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال پاچاه ګل بختیاروایې وروسته له هغه چې دپولیسودروزني لړۍ راپیل سوې ورسره سم په دې ولایت کې دخلکواوپولیسوترمنځ اړیکې هم ورځ تربلې دپراخیتاپه حال کې سوې ،هغه ډاډورکوي چې پولیس به ددې ولایت څخه په هرډول حالاتوکې کلکه دفاع وکړي .


نوموړی وایې که څه هم ترډيره یې پولیس دجنګ په لومړی کرښه کې دوسله والوسره په جګړه بوخت دي خوژمنه کوي چې دهلمند پولیسوته به مسلکي ښوونه اوروزنه ورکوي ترڅوپه دغه برخه کې کله ناکله دارمنځته سومرګونوپیښومخه هم نیول سوې وي .

۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

دهلمند خبریالان وایې معلوماتوته دنه لاس رسي په برخه کې له ګڼوستونزوسره مخ یو.

 راپور—۲۰۱۵—۵—۳—
په هلمندکې ځایې خبریالانووایې دبیان ازادي یوازي دشعارپه نوم پاته ده اومعلوماتوته دنه لاس رسي په برخه کې له ګڼوستونزوسره مخ دي .
دغه خبریالان په ولایتي چارواکوله دې کبله نیوکه کوي چې په هرډول حالاتوکې له دوی سره هیڅ معلومات نه شریکوي چې دغه چارې له یوې خوادوسله والودګواښونوسره مخ کړي دي  اوله بلې خواله ګڼومالي ستونزوسره هم لاس اوګریوان دي چې اړونده ادارو ورسره هیڅ مرسته نه ده کړې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دغه خبریالان وایې که څه هم په هلمندکې دنورستونزوترڅنګ هره ورځ امنیتي پیښي رامنځته کیږي خو امنیتي چارواکې رسنیو ته دمعلوماتو پرورکولوبندیز لګولی اوترډیره بیلابیل مسایل پټ  ساتل کیږي چې دغه چارې نه یوازي دبیان دازادۍ پروړاندي خنډدی بلکې خبریالان هم له پراخوستونزوسره مخ دي دوی وایې نه یوازي معلوماتوته دلاس رسي په برخه کې ستونزه لري بلکې له بلې خواد دوسله والوطالبانوفشارونه هم دویته لوی ګواښ متوجې کړی دی .

که څه هم معلومات په لاس راوړل دخبریالانوقانوني حق دی خودم ګړی په دې ولایت کې دشته پراخوننګونواوبي عدالتیوسربیره بیاهم دولتي چارواکې په بیلابیلوبرخوکې خبریالانوته درامنځته سوپیښو اولاسته راوړنوپه اړه معلومات نه ورکوي،چې ښه بیلګه یې له تیرې یونیمې اونۍ څخه دلښکرګاه ښارپه خوشک ابي ،دګرشک په نهرسراج،اودمارجې ولسوالۍ په سیستاني کې عملیات روان دي خودخبریالانوڅخه یې معلومات پټ ساتل سوې چې لاهم یادعملیات دوام لري ،خبریالان دملي یوالي دحکومت څخه غوښتنه کوي چې نه یوازي دي دخبریالانوپروړاندي پراته خنډونه لري کړي بلکې دي په افغانستان کې رامنځته سوې دبیان ازادي هم وساتي .

دتل په څیرموبیاهم هڅه وکړه چې په دې اړه دچارواکونظرواخلوخودهرډول هڅوسره سره بیاهم په دې کارونه توانیدو.

۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۲, شنبه

معیوبین اومعلولین وایې دکاراوټولنیزو چارودریاست چارواکوددوی پرحقونوخیټه اچولې .

راپور—۲۰۱۵—۵—۲—
په هلمندکې معیوبین اومعلولین تورپوري کوي چې اړونده چارواکوددوی پرحقونوخیټه اچولې .
یادکسان چې دخبریالانوپریس کلیب ته ورغلې وه وایې تراوسه یې دتیرکال تنخواګانې نه دي ورکول سوي په داسي حال کې چې دوزارت څخه پیسې راغلې خوچارواکې یه هغه کسانوته ورکوي چې واسطه لرونکې وي اویاهم ددوی خپلوان وي .خوچارواکې بیاپه دغه برخه کې دستونزوډيریدل دمالي وزارت یادووي اوپه یاده برخه کې هرډول درغلي اوفسادکول ردوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه معیوبین اومعلولین وایې که څه هم هره ورځ په دې ولایت کې دجګړوله امله دمعیوبینوکچه لوړه ځي خوپه دغه برخه کې دچارواکوتوجوکمه ده ،دوی وایې داړونده ریاست دچارواکودنه پاملرني اوبي پروایې له امله دپراخواقتصادي ستونزوسره مخ دي په داسي حال کې چې دتیرکال تنخواګاني تراوسه هم ندي ورکول سوې،اوچارواکې یوازي هغه کسانوته پیسې ورکوي چې ددوی خپلوان وي اویاهم واسطه ولري .

ددوی په خبره نه یوازي یه دولایت مقام ته خپل شکایتونه کړي بلکې یوشمیرنورواداروته هم ورغلي خوچایه په خبره غوږنه دی ګرولی ،پرهمدي مهال دکاراوټولنیزوچارودریاست چارواکې بیاددوی دحقونوپه برخه کې دهرډول درغلۍ خبره په کلکه ردوي اوزیاته وي له دوی سره ۶زره معیوبین اومعلولین ثبت دي چې یوازي یه تراوسه ۲ زره کسانودبانک کارټونه ترلاسه کړي دي ،چې ترډیره یادوکسانوته دپیسوپه ورکړه دمالي وزارت ستونزه جوړه کړې ده .


نوموړی وایې دیادوکسانودتیرکال نیمایې پیسې راغلي خودمالي دوزارت دامرسره سم به یې دلسوورځوپه اوږدوکې دویش لړۍ راپیل کړي ،یاده دي وي چې څوورځي وړاندي هم یادوکسانودخپلوحقونوددفاع په خاطرخپل ږغ پورته کړخولاتراوسه یې هم دغه ستونزه نه ده حل سوې .