۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه

په هلمندكي دحرفوي زدكړوڅخه فارغه سوي ځوانان وايي دويته سامانونه وركول كيږي ولي دغه سامانونه دمسولينولخواپه بازاركي خرڅيږي





په هلمند كې له حرفوي زده كړوڅخه فارغه ځوانانوته اړونده سامانونه نه دي وركړل سوي
په دې ولايت د حرفوي زده كړوڅخه شاوخوا دوه زره تنه ځوانان څه موده وړاندې له بيلابيلوڅانگوڅخه فارغه سوله چې اوس مهال ياد سوي كسان وايي چې له دوى سره دژمنو سووسامانونه نه دي وركړل سوي اوپه بازاركې پلورل كيږي.
خوددې ولايت د كاراوټولنيزوچارو ت رياست چارواکي د ځوانانودغه ادعا نه مني.
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په لښكرګاه ښاركي دحرفوي زده کړونه دوه زره فارغه سوي ځوانان وايي چې د حرفوي زده كړومركزد شامليدوپرمهال ورسره د اړوندوكسبونود سامانونود وركړې ژمنې سوې چې له فراغت وروسته ځينوكسانوته سامانونه نه دي وركړل سوي اوكه وركړل سوي كم دي اوياهم دي په هغه كيفيت نه دي لكه څنگه چې ورسره ژمنه سوې وه،
د دوى په وينا چې د دوى سامانونه ددې پرځاى چې فارغ سويوكسانوته وركړل سي د اړوندومسؤلينولخوا په بازاركې پلورل كيږي اودويته يې د نه وركړې ځواب وركړل سوي دي ،.
خود هلمند د كاراوټولنيزوچارورئيس محمد نادروطنوال د دوى دغه ادعانه نه مني اووايي چې د دوى سامانونه د يوې موسسې لخوا چې د حرفوي مركزچارې پرمخ بيايي وركړل سوي اوكوموكسانوته چې تردې مهاله سامانونه نه دي وركړل سوي د ويش لړى يې روانه ده.
د نوموړي په وينا كه چيرې په دې برخه كې د كوم مسؤل لخوا درغلي سوې وي نوورسره به قانوني كړنه وكړي.
په هلمندكي دحرفوي زدكړودفارغه سووځوانانودستونزي دحل په موخه تردامهاله كوم مثبت ګام نه دي پورته سوي اودحرفوي زدكړوپه نوم پيسي اخيستل سوي اوځوانان دفراغت وروسته داسي لاس ترزني ناست دي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر