۱۳۹۰ بهمن ۱۲, چهارشنبه





په هلمندکي دحرفوي زده کړوله مرکزه شاوخوادوه زره ځوانانوورسته له شپږمىاشتنىوزده کړوفارغ سول
پرهمدې حال داووه سوه نوروښځىنه وولپاره هم ىومرکزدهلمندوالي له خواپه داسي حال کي چي دداىکندي والي هم حاضروه پرانىستى .
پدغه مرکزكي به ښځوته په شپږوبىلابىلوبرخوکي حرفوي زده کړي ورکول کىږي .
هلمندوالي وايي هغه وسلوال طالبان چي دسولي دپروسي سره يوځاي كيږي دهغويولپاره به دزدكړوزمينه هم برابره وي ،
دلښکرګاه ښاردحرفوي زده کړوله مرکزنه دوه زره تنه ځوانان ترشپږمياشتنيو زده کړو ورسته فارغ او ديوې غونډي په ترڅ کي ورته بري ليکونه ورکول سول .
هلمندوالي محمدګلاب منګل فارغه سوو زده کونکوته په خپله ويناکي وويل ځوانان دي چي ديوه هيواددودانولو اوپرمختګ لامل ګرځي منګل زىاته کړه چي دحرفوي زده کړوپه ترلاسه کولوبه نه ىواځي ځوانان دمسلک خاوندان سي بلکه له دې لاري به خپلي کورنى اوهىوادوالوته هم دخدمت جوګه وګرځي
هغه وايي دوه زروځوانان چي هرىوه يې ،د ګلدوزى ، خطاطي ، انګلىسي کمپىوټر، موباىل جوړول ، مشىنىرى ، اونوروتخىنکي چاروکي روزنه ترلاسه کړي ، چي له دي لاري به خپل اقتصادي ستونزي حل کړي .
ديوبل خبرلمخي په لښكرګاه ښاركي داوه سوه ښځولپاره ديوه حرفوي كورس دجوړه ولوچاري هم پيل سوي
هلمندوالي وايي دامرکزبه دهغو ښځولپاره چي دکورني دغړوساتل يي په غاړه وي دهغو داقتصادپه برابرولو کي مرسته وکړي،
دمنګلپه خبره موږبه ټوله هغه وسلوال طالبان چي دسولي دپروسي سره يوځاي كيږي دهغويولپاره به دزدكړي زمينه دهمدي لاري برابره وو،
دىادونې وړده چې څه موده مخكي دګرشک ولسوالۍ ګڼومىرمنولپاره هم دام سي مرستندوىه ټولني په مرسته حرفوي مزکزجوړسوى اوګڼې مىرمني تري فارغه سوي چي په وسىله يي خپله کورنۍ ته حلاله نفقه پيداكوي ،

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر