۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه

ملي امنيت دانسان تښتوونكويوه ستره ډله نيولۍ ده







دهلمند دملي امنيت کا رکوونکو دواشير ولسوالي په لر کاريز کي دانسان تښتونکو يوه ستره ډله نيولي ده.
دهلمند دوالي وياند وايي دوي دتښتوني په برخه کي سابقه لري او تازه يي ديوي کورنۍ 11يولس تنه تښتولي وه.
احمدي ويلي ددغه ډلي په نيولو سره دکندهار او هرات ترمنځ دلويي لاري پرسر دټولو تښتونو او غلاو مخه نيول کيږي.
تيرماښآم دملي امنيت کا رکوونکو واشير ته نږدي دلر کاريز په سيمه کي دانسان تښتونکوهغه اته کسيزه ډله ونيول چي دکندهار هرات پرلويه لاري يي انسانان نيول او بيا يي دپيسو په بدل بيرته خوشي کوله.
دهلمند دوالي وياند داود احمدي وايي دملي امنيت کار کوونکو له ډيري مودي راهسي دانسان تښتونکو ددغي ډلي په اړه پلټني درلودي چي داحمدي په خبره تيره شپه دميرزامحمد په شمول چي دانسان تښتونکو دډلي مشر دى دخپل اته تنه ملګرو سره ژوندي ونيول سول او ددوي سره بنديان يولس تنه چي ښځي او نارينه دي ازاد کړل.
احمدي وويل انسان تښتونکي ټول دبادغيس ولايت دبالامرغاب دولسوالي اوسيدونکي دي او دايي منلي ده چي دوي له ډيري مودي راهسي انسانان تښتول او له هغوي څخه يي دخوشي کيدو په بد ل کي پيسي غوښتلي.
دوالي وياند داود احمدي وويل انسان تښتونکو په خپلو لمړنيو تحقيقاتو کي منلي ده چي دکندهار او ګرشک يو شمير اوسيدونکي يي لا له وړاندي دپيسو په مقابل کي خوشي کړي دي.
په ګرشک کي په دي وروستيو کي ګڼ شمير انسانان وتښتول سوه چي دچارواکو په خبره ددغه اته کسيزي ډلي له لوري رهبري کيدل .چي له دي جملي يي دګرشک ولسوالي يو تن اوسيدونکي همدي ډلي هغه مهال وواژه چي کورنۍ يي دپيسو دورکولو څخه انکار وکړ.
دانسان تښتونکو له دي ډلي سره پنځه عرادي موټرونه،دري عرادي موټر سکلان،دري ميله کلاشنکوفونه او يو ميل ميګاروف توپنګچه او ګڼ شمير نور دانسان تښتولو اسباب چي رسۍ او نشه يي ګولۍ هم په کي شاملي دي نيول سو يدي.
داپه هلمند کي لمړي ځل نه دي چي دانسان تښتونکو پوره ګروپونه نيول کيږي تر دي وړاندي دپوليسو يو قوماندان ديوه ملي تجار دتښتولو په تور ونيول سو.چي دچارواکو په خبره دوسيه يي دمحکمي تر څيړنو لاندي ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر