۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه

قاري محمدعلي خسروي د(۷۲) اسلامي هيوادونوترمنځ دقرانکريم اوحديث په اووه لسمه دوره سياليوکي دوهم مقام خپل کړ.





قاري محمدعلي خسروي د(۷۲) اسلامي هيوادونوترمنځ دقرانکريم اوحديث په اووه لسمه دوره سياليوکي دوهم مقام خپل کړ.
دغه سيالۍ چې دايران په هيوادکي پيل سوي وي څلورورځې يې دوام وکړ، داندونيزياهيوادلومړي مقام ، افغانستان ، دوهم اوعراق دريم مقام دقرانکريم په تلاوت کي وګټي .
قاري محمدعلي خسروي هلمندته راستون سواودهرکلي لپاره يې دهلمندوالي محمدګلاب منګل ګڼ شميرچارواکي ديني عالمان قومي مشران اودهلمندګڼ اوسيدونکي ورغلي وه
خبر................................
قاري محمدعلي خسروي دايران له هيوادورسته ترڅلورورځنيوسياليودشنبې په ورځ خپل ولايت هلمندته راستون سو.
ښاغلي خسروي ددوه اوياهيوادونوترمنځ دقرانکريم اوحديث په اولسمه دوره علمي سياليوکي دوهم مقام خپل کړ،
نوموړي پخپل خواږه ږغ اودقرانکريم دتلاوت دښه ويلوپه وياړافغانستان نوم په نړي کي روښانه کړ.
دهلمنددعلماووشوراريس مولوي خداينظروويل قاري محمدعلي خسروي پخپلوهڅودافغانستان نوم دنړي په ډيرواسلامي هيوادونوکي وځلاوه هغه له دولت نه وغوښتل چي په هلمندکي ديني چاروته نوره هم پاملرنه وکړي څونورهم ځوانان په ديني زده کړوسمبال سي ، مولوي خداينظرځوانان له هره پلوه دزده کړي په بهيرکي يوغښتلى قشريادکړاوهغوي ته يې پاملرنه اړينه وبلل .
قاري محمدعلي خسروي وويل ددوه اوياهيوادونوپه منځ کي دقرانکريم اوحديث په اولسمه دوره سياليوکي ددوهم مقام ګټل دخداي له لوري يولورينه وه چي دافغانستان په ځانګړي توګه دهلمنديوه ځوان ته يې ورکړه هغه له ټولوخلکووغوښتل چي خپل بچيان دقرانکريم تلاوت ته وهڅوي ،
نوموړي وويل دابريادافغانستان دټولوخلکوبرياده اوافغانستان لکه څنګه چې په ديني چاروکي وړاندي هم په نړي کي ځليدلي وو لابه هم وه ځليږي .
قاري خسروي دافغانستان پرمخاليفينوږغ وکړچي دجګړي پرځاي سولي بهيرته راسي اودويني تويوني پرځآي په افغانستان کي ديني زده کړوته پرمختګ ورکړي .
دغه سيالۍ چي دايران په (کوم ) ښارکي پيل سوي وي څلورورځي يې دوام وکړاودشاوخوادوه اوياهيوادونوپه منځ کي اندونيزيالومړي مقام افغانستان دوهم ، اوعراق دريم مقام خپل کړ.
تردې وړاندي قاري محمدعلي خسروي په ټول افغانستان کي دقرانکريم دتلاوت په سياليوکي لومړي مقام ګټلي وو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر