۱۳۹۰ فروردین ۱۵, دوشنبه

په لښكرګاه ښـاركي ځانمرګي بريد ۵تنه ژوبل كړل








په لښكرګاه ښاركي ځانمرګي بريد۵ تنه ژوبل كړل

دهلمندوالي محمدګلاب منګل دپيښي په ځاي كي خبريالانوته وول چي ننسهاريولس نيمي بجي دووتنوځانمرګوبريدوكوونكوغوښتل چي دمحاكمي رياست وداني ته وخيږي اوورسته دولايت پروداني بريدترسره كړي

دوالي په وينايوه ځانمرګي بريدترسره كړي چي په پايله كي يي ددريوپوليسوپه ګډون دوه ملكي وګړي ژوبل سوي دي دده په ويناچي بل تن ځانمرګي بريدكوونكي ډيرسخت ټپي سوي چي ددرملني لپاره روغتون ته انتقال سوي هغه وايي دپيښي په اړه پلټني رواني دي

دوالي محمدګلاب منګل په خبره چي له يوي خوانن سهارپه لسګونوكسانوغوښتل په لښكرګاه ښاركي مظاهرهم ترسره كړي اوددغومظاهروپه ترڅ كي يوشميرخلګوته مالي اوځاني تاوانونه واړه وي

دده په خبره چي ددغودواړوهدف يووواودپوليسوله لوري دواړي دوسيسي شنډي سوي دي ددغي پيښي په اړه لاتردامهال كومي مخالفي ډلي وسلوالوهم څه نه دي ويلي

په لښكرګاه ښاركي ځانمرګي بري پداسي حال كي ترسره كيږي چي ويل كيږي په راتلونكودريومياشتوكي به دافغانستاددريوولايتونوترڅنګ ديوشميرولايتونوامنيتي چاري داساف ځواكونوڅخه افغان لوريته سپارل كيږي


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر