۱۳۹۰ فروردین ۲۴, چهارشنبه

پوليسوته تراته اونيوپوځي زدكړووروسته دفاراغت سندونه وركول سول



پوليسوته تراته اونيوپوځي زدكړووروسته دفاراغت سندونه وركول سول په هلمندكي دپوليسودښوونيزمركزڅخه يوسل نه څلويښت سربازان اودروديرش تنه هم ساتن منانوته دكورنيواوبهرنيوښوونكوله لوري پوځي زدكړوركول سوي چارواكي وايي دوي به نوي روزل سوي پوليس دهلمندپه هغه سيموكي ځاي پرځاي كړي كوم چي دامهال يولړننګوني شتونلري پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي دهلمنددپوليسودښوونيزمركزڅخه دچهارشنبي په ورځ څه كم دوه سوه پوليسوته داته اونيوپه موده كي دكورنيواوبهرنيوښوونكوله لوري ورته پوځي مهارتونه ښودل سوي چارواكي وايي دوي اوس مهال په هلمندكي دپوليسوښووني اوروزني ته پوره پاملرنه كوي اوپوليسوته مسلكي زدكړي وركوي دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاروايي تردامهاله دوي ددى ښوونيزمركزڅخه دوه زره اوه سوه دولس تنه پوليسوته پوځي زدكړي وركړي چي ددي جملي څخه يي څلورسوه درواتياتنه ساتن منان اوپاته نوريي سربازان دي دقوماندان په خبره پوليس داتواني اوس په خپلومټوكي لري چي ديوي سيمي امنيتي چاري په خپله سمبالي كړي خوقوماندان داخبره پداسي حال كي كوي چي پدي څوروځوكي دلښكرګاه په ښاركي ترورونه اوژني زياته سوي چي ورسره جوخت يي دخلګوسره يوډول تشويشونه هم راپيدكړي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر