۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه




په هلمندکي ديوماين دچاودني له امله يوملکي وګړي وژل سوي اويوښه په خپل کورکي ټپي سوي ،
دماين داچاودنه چي دناوي ولسوالي دټولنزي شورادرئيس دکورمخي ته رامنڅځته سوي دي ددي پيښي لامل دپوليسويوقوماندان يادوي دده په خبره چي پوليسوتيرماښام دچاودني پرځاي دګزمي په موخه راټول سوي وه ،
خوقوماندان بيادناوي دټولينزي شورارئيس خبري نه مني اووايي چي دده زوي اوس هم دوسلوالوطالبانو يوفعال غړي دي

په هلمندکي ديوماين دچاودني له امله يوملکي وګړي وژل سوي اويوه ښځه ټپي سوي ،
داماين چي دلښکرګاښاردبست ملګي هوايي ډګرته څيرمه دکوچني کاريزپه سيمه کي دناوي ولسوالي دټولنيزي شورادرئيس دکورمخي ته هغه مهال رامنځته سوي چي يادموټردتيريدوپه حال کي وو،
دناوي ولسوالي دټوليزي شورارئيس جمعه ګل تورلګوي چي ددي ماين ښخول په سيمه کي دپوليسويوسيمه ئيزه قوماندان چي نفس خان نوميږي هغه بولي .
دناوي دټولنيزي شورارئيس داکاردطالبانونه بلکي ددي قوماندان ياده وي ،دي وايي چي تير ماښام پوليسوپه همدي سيمه کي ترډيره ناوخته ګزمه کوله .



جمعه ګل وايي چي دپوليسوقوماندان دده سره جوړنه دي نوځکه يي دده لپاره هروخت ستونزي راولاړي کړي .
دناوي ولسوالي پخواني امنيه قوماندان نفس خان چي اوس مهال دکوچني کاريزدسيمي دپوليسوسيمه ئيزقوماندان دي وايي چي دده ملګروپدي سيمه کي تيرماښام ګزمه نه ده کړي اوپرخپل ځان لګول سوي تورونه ټول ردوي ،
قوماندان وايي چي دناوي دټولنزي شورارئيس جمعه ګل خپله هم طالب دي اواوس مهال يي زوي دوسلوالوطالبانويوفعال غړي ،

قوماندان پرپوليسوداسي تورنه ناسم بولي اوپوليس دخاوري اوطن ساتونکي ياده وي ،
بايدوويل سي چي يادقوماندان دوه کاله وړاندي په ناوي ولسوالي کي ديوشخصي زندان په جوړه ولوسره ددولت له لوري په بندکي وساتل سووچي بيرته دنامعلومه دلائلوپه وسيله دبنده خوشي کړل سوو،










هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر