۱۳۸۹ آذر ۲۶, جمعه

خودسنګين ولسوالي خلګ بياهره ورځ دايساف ځواكونوله لوري دعامووګړومرګ ژوبلي سخت انديښمن كړي .




په سنګين ولسوالي كي ٰبه سلګونه نورپوليس دامنيت دراويستلوپه موخه ځاي پرځاي كړل سي
چارواكي دامني چي لاپدي ولسوالي كي دامنيت په راويستلوكي دوي پاته راغلي اوددي ولسوالي دامينت لپاره يي دنوو پوليسو دورستولوغوښتنه كړي
خودسنګين ولسوالي خلګ بياهره ورځ دايساف ځواكونوله لوري دعامووګړومرګ ژوبلي سخت انديښمن كړي .

په سنګين ولسوالي كي به سلګونه نورپوليس ددي ولسوالي دامنيت لپاره ځاي پرځاي كړل سي چارواكي وايي پدي ولسوالي كي نوروپوليسوته ځكه اړتياسته چي لااوس هم وسلوال طالبان پياوړي دي اوهروخت پردولت اودنړيوالي ټولني پرځواكونوخپلي حملي جاري ساتي .
دسنګين امنيه قوماندان ګلي خان سرحدي دامني چي پدي ولسوالي كي لاتردي مهاله دوي دامنيت په راويستلونه دي توانيدلي نوځكه يي ددي ولسوالي لپاره دنوروپوليسو دورليږلوغوښتنه وكړه چي اوس مهال دده په خبره په سيمه كي به په دنده وه ګمارل سي .

قوماندان وايي په سنګين ولسوالي كي دملي اوردوملي پوليسوترڅنګ ايساف ځواكونه هم شتون لري دده په خبره لادامنيت په راويستلوكي كوم مثبت ګام نه دي پورته سوي .
دسنګين ولسوالي خلګ بياديته ورته پدي ولسوالي كي دبهرنيوځواكونودخپل سري عملياتواوپه سيمه كي دعاموخلګوپه وژنه ترپوزي راغلي ددوي په خبره چي داسي كړني نورددوي لپاره دزغم وړنه دي .
دسنګين ولسوالي اوسيدونكي جمعه خان وايي چي دده وروردايساف ځواكونولخواهغه مهال ووژل سوكله چي هغه په خپل كوروكي په كاركولوبوخت وو،
دي ددولته څخه غواړي چي ايساف ځواكونوته دي نوره په سيمه كي دخپلي سري عمليات اودتلاشي اجازه نه وركوي ، دده په خبره چي هروخت ايساف ځواكونه دعملياتوياتلاشي پرمهال عام خلګ وژني دي زياته وي چي لااوس هم دبهرنيوځواكونوله لوري ددوي خلګ وژل كيږي او په سيمه كي يه مړي پراته ده .



په سنګين ولسوالي كي دالومړي ځل نه دي چي عام خلګ وژل كيږي ولي ديته ورته څوڅوځلي دايساف ځواكونوپه بريدونوكي ملكي وګړوته مرګ ژوبله اوښتي ده ،
هڅه مووكړه چي پدي اړه دايساف ځواكونونظر دځانه سره ولروخودلاډيرو هڅوسره سره وه تنوانيدوچي ددوي نظرهم واخلو،
سنګين ولسوالي ته نورپوليس پداسي حال كي استول كيږي چي ددي ولسوالي دخلګوپه خبره چي لاپه سنګين ولسوالي كي امنيتي حالات ديوننګونوسره مخ دي ،





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر