۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبه

په هلمندکي په جرم داخته تنکيوځوانانولپاره نوي موقتي ځاي جوړاوګټي اخستني ته چمتوکړل سوو.

په هلمندکي په جرم داخته تنکيوځوانانولپاره نوي موقتي ځاي جوړاوګټي اخستني ته چمتوکړل سوو.
پدي مرکزکي پنځه ديرش تنه ٣٥ تنکي ځوانان اودري تنه ښځينه هم دخپل ژوندترټولوسختي اوترخي ورځي شپي ده بندي په توګه تيره وي ،

په لښکرګاه ښارکي دعدلي رياست اړونده دتنکيوځوانانوداصلاح اوتربي يي په امريت کي په جرم داخته پنځه ديرش تنه ځوانانواودري تنه ښځينه وولپاره يوه خيمه جوړه سوه چي ديک شنبي په ورځ ګټي اخيستني ته وسپارل سوه ،
داځوانان چي ددولس کلني څخه بياتراتلس کلني پوري عمرونه لري ټول په يولړجرم اخته دي داتنکي ځوانان چي دهلمندولايت دبيلابيلوولسواليواوسيدونکي دي څوک يي دطالب اوځيني يي دنشيي توکوسره په جرم نيول سوي اواوس مهال پدي بندي کي دخپل تنکي عمرورځي شپي سباکوي ،
دهلمنددوالي مرستيال عبدالستارميرزکوال وويل چي ياده خيمه به ددي بندي ځوانانودستونزپه راکمه ولوکي مثبت رول ولوبه وي اوديوکال په اوږدوکي به ددوي لپاره نوي ځاي په پاخه اوساسي ډول جوړسي ،
دي وايي چي پدي خيمي يوسل وونولس زره امريکايي ډالره لګښت راغلي چي دامريکامتحده ايالاتوله لوري يي پيسي ورکول سوي ،

ميرزکوال همدارازژمنه وکړه چي ددي بندي ځوانانولپاره به دښووني اوروزني دزميني دبرابرولوسره سره دهغويودروغتيااويولړنوروستونزپه هکله به ورسره ترډيره بريده همکاري کوي ،
دسنګين ولسوالي اودګرمسيروولسوالي داځوانان وايي چي موږيي دطالب اوياهم دنشيي توکوسره په تورنيول سوي يو،
دوي پرخپل ځان لګول سوي تورونه ردوي اوترڅنګ وايي کچيري زموږجرم اصبات کړل سي موږهرډول بند ته حاضريو بندي ځوانان ددولت څخه غواړي چي ددوي پردوسيودوي غوروسي اوددوي جرم دثابت کړل سي ، دوي وايي تردامهاله يي چاهيڅ ډول پوښتنه نه دي کړي ددوي په خبره چي پدي ځاي کي ديولړسختوستونزسره هم لاس اوګريوان دي چي هغه دتشنابونونه درلودل ،په خپل وخت دارودرمل نه رسيدل اوداسي نوري هغه ستونزي وي چي يادبندي ځوانان يي دژونددهرډول اسانتياووڅخه بي برخي کړي وه ،
بايدوويل سي چي دابندي ځوانان تردامهاله بي سرنويشته اود يخني پدي سخت موسم کي په خيمه کي دژوندشپي او ورځي تيره وي داچي دولت به ددي ځوانانولپاره کله دژونددتيره ولودپوره حق په ورکولواوهمدارنګه ددوي پرجرم غورکوي ديته خولاوخت په تمه دي ،





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر